د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

په کابل کې د اوړو او روسي سرو زرو بيې يوڅه لوړې شوې دي

په کابل کې د اوړو او روسي سرو زرو بيې يوڅه لوړې شوې دي

Feb 25, 2017 - 17:52

کابل (پژواک، ٧ سلواغه ٩٥): کابل ښار کې نن د تېرې شنبې په پرتله د اوړو او روسي سرو زرو بيې يوڅه لوړې شوې، خو د ډېرى لومړنيو خوراکي توکو بيې په خپل حال پاتې دي.

د کابل ښار د خوراکي توکو سوداګرو د ټولنې مشر فضل الرحمن پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن د تېرې شنبې په پرتله د ٤٩ کيلوګرامه قزاقستاني اوړو عمده پلوربيه له ١١٣٠ افغانۍ ١١٦٠ افغانيو ته لوړه شوې ده.

هغه زياته کړه چې د پاکستاني پوځيانو له لوري د افغانستان پر وړاندې د لارو بندولو له امله د اوړو بيې لوړې شوې، ځکه پر قزاقستان او يو شمېر نورو هېوادونو سربېره له پاکستان هم يوه اندازه اوړه را وارديږي.

پاکستان له افغانستان سره خپلې لارې د سلواغې مياشتې په ٢٧ مه نېټه تړلې دي.

خو د فضل الرحمن په وينا، په تېره يوه اونۍ کې د يادو لارو بندښت له امله د خوراکي توکو پر بيو ډېر اغېز نه دى کړى، ځکه په زېرمو کې کافي اندازه خوراکي توکي موجود دي.

د هغه په وينا، نن د تېرې شنبې په څېر د ٤٩ کيلوګرامه پاکستانۍ بورې عمده پلور بيه ٢٢٣٠ افغانۍ، د ٢٤ نيم کيلوګرامه لومړۍ درجه پاکستانۍ وريجو بيه ١٦٠٠ افغانۍ او د خورشيد ١٦ ليټره غوړيو بيه ١١٠٠ افغانۍ ده.

هغه زياته کړه چې د پاکستان له لوري د لارو د بندښت؛ افغانستان کې د خوراکي توکو پر بيو ډېر اغېز نه شي پرېباسلى، ځکه افغان سوداګر له نورو هېوادونو د اړتيا  وړ توکي را واردولى شي.

د کابل ښار په منډوي کې يوه چاى پلورونکي حاجي رحمت الله وويل، چې نن د تېرې شنبې په څېر د يوه کيلوګرام شين چاى بيه ٢٤٠ افغانۍ او د يو کيلوګرام تور افريقايي چاى بيه ٢٦٠ افغانۍ ده.

د يو شمېر خوراکي توکو پرچون پلور بيې له عمده پلوربيو سره په ځينو مواردو کې ډېر او په ځينو مواردو کې کم توپير لري.

د کابل ښار د تايمني په لسم سړک کې د شريفي خوراکه پلورنځي مالک احمدشريف وويل، چې نن د ٤٩ کيلوګرامه لومړي درجه قزاقستاني اوړو بيه ١٢٨٠ افغانۍ، ٤٩ کيلوګرامه پاکستانۍ بوره ٢٢٩٠ افغانۍ، ١٦ ليټره خورشيد غوړي ١١٨٠ افغانۍ، ٢٤ نيم کيلوګرامه لومړۍ درجه پاکستانۍ وريجې ١٨٠٠ افغانۍ، يو کيلوګرام شين مدينه چاى ٢٨٠ افغانۍ او يو کيلوګرام تور افريقايي چاى بيه ٣٠٠ افغانۍ ده.

د روسي سرو زرو بيه هم لوړه شوې ده.

د کابل ښار په تيمورشاهي واټ کې د حاجي حامد صالحزاده زرګرۍ مالک محمدفواد وويل، چې نن د تېرو اوو ورځو په پرتله د ٥٨٥ عيار يوه ګرام روسي سرو زرو بيه له ١٨٠٠ افغانۍ ١٨٥٠ افغانۍ ته لوړه شوې ده.

خو نوموړي زياته کړه، چې نن د تېرې شنبې په څېر د ٧٩٠ عيار يوه ګرام عربي سرو زرو بيه ٢٣٠٠ افغانۍ ده.

د سون توکو بيې په خپل حال پاتې دي.

د کابل ښار د وزيراباد د تېلو ټانک يوه کارکوونکي عبدالهادي وويل چې نن د تېرې شنبې په څېر د يوه ليټر پټرول تېلو بيه ٤٥ افغانۍ او د يوه ليټر ډېزل تېلو بيه ٤١ افغانۍ ده.

دغه راز د کابل ښار د کلوله پشتې بازار يوه ګازپلورونکي احمدسير وويل وويل، چې نن د تېرې شنبې په څېر د يوه کيلوګرام اوبلن ګاز بيه ٥٥ افغانۍ ده.

د شهيد څلورلارې يوه لرګي پلورونکي سيد اسلام هم وويل، چې نن د تېرې شنبې په څېر د يوه خروار بې پوسته بلوط لرګيو بيه ٦٩٠٠ افغانۍ او د يوه خروار سرې ارچې لرګيو بيه ٦٧٠٠ افغانۍ ده.

د کابل ښار د شهزاده سراى د صرافانو ټولنې د معلوماتو پر بنسټ، نن د يوه امريکايي ډالر د اخيستو ارزښت ٦٧،٦٥ افغانۍ او د زرو کلدارو ارزښت ٦٢٤ افغانۍ ده.

د سلواغې مياشتې په ٣٠ مه نېټه د يوه امريکايي ډالر د اخيستو ارزښت ٦٧،٤٥ افغانۍ او د زرو کلدارو ارزښت ٦٢٥ افغانۍ و.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement