د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

په روان کال کې حج ته له نوم ليکونکو څخه ٦٠ ميليونه ډالر تر لاسه شوي

په روان کال کې حج ته له نوم ليکونکو څخه ٦٠ ميليونه ډالر تر لاسه شوي

Feb 26, 2017 - 14:49

کابل(پژواک، ٨ کب ٩٥): سږ کال د حج لپاره نوم ليکونکو څه باندې ٦٠ ميليونه ډالر په دې هيله يوه دولتي بانک ته تحويل کړي چې راتلونکو څلورو کلونو کې به حج ته لاړ شي، خو دا بانک وايي چې له دې پيسو نه کار نه اخلي.

د ارشاد، حج او اقافو وزارت د حج او زيارت مشر فيض محمد مختار  پژواک خبري اژانس ته وويل چې په روان کال کې د مخکې ورکړو پيسو د کمښت په سبب ١٢٥ زره کسانو حج ته د تلو په موخه نوم ليکنه کړې چې د تېرو کلونو په پرتله د پام وړ ده.

د هغه په خبره، دوى د يادو شوو پيسو ورکړې ته ددې لپاره چمتو شوي چې په راتلونکو څلورو کلونو کې به د حج لپاره سفر وکړي.

مختار زياته کړه چې په روان کال کې د ملي شورا او حج ملي کمېټې د پرېکړې او په بانک کې د خلکو د کمو پيسو د پاتې کېدو له امله د هر کس د مخکې ورکړي پيسو اندازه له ١٠٦٠ ډالرو نه ٥٠٠ ډالرو ته را ښکته شوې ده.

فيض محمد مختار زياته کړه:(( د حج لګښت وروسته له هغه څرګندېږي چې د ودانۍ، د الوتکې د ټکټ، متفرقه لګښتونو او سعودى عربستان پيسې را ټولې شي.))

مختار وويل ټاکل شوې چې په روان کال کې ٣٠ زره کستان چې اته زره يې ښځې دي، له افغانستان نه د حج ادا کولو لپاره سعودي عربستان ته سفر وکړي او دا شمېره د ٤٥ زره کسانو له منځه چې تېر کال له نوم ليکنې پاتې وو، د پچې اچونې په سبب ټاکل کېږي.

د نوموړي په وينا، د هغو ١٢٥ زره کسانو په حساب چې سږ کال يې نوم ليکنه کړې، ١٤٠ زره داسې کسان هم شته چې د حج د تګ لپاره يې نوم ليکنه کړې او په راتلونکو څلورو کلونو کې به په ترتيب سره حج ته د تلونکو د پچې اچونې لړليک کې داخل شي.

د حج او زيارت رييس څرګنده کړه چې مخکې له مخکې د پيسو ټولولو بهير، څلور کاله وړاندې پيل شوى او په تېرو کلونو کې هر کال له ٤٠ تر ٧٠ زرو پورې کسانو نوم ليکنه کړې او هر يوه يې زر ډالر مخکې له مخکې ورکړي دي.

تر اوسه پورې په تېرو کلونو کې د نوم ليکونکو د کره شمېرې د نا څرګندوالي په سبب، له دې اړخه بانک ته د سپارل شوو پيسو اندازه نا څرګنده ده، خو په روان کال کې د هر نوم  ليکونکي لخوا د مخکې له مخکې ٥٠٠ ډالرو د ورکړې له درکه افغان ملي بانک ته ٦٢ ميليونه او ٥٠٠ زره ډالر راغلي دي.

د ملي بانک مشر جاوېد وفا، پژواک ته وويل:(( دا پيسې د بانک د جاري امانت حساب[د ګټې ورکولو او اخيستلو پرته] تحويل شوې دي، تر څلورو کلونو پورې د بانک په حساب کې پاتې کېږي او دا بانک مکلف دى چې يادې شوې پيسې په کم وخت کې د نړۍ په هره برخه کې چې د حج پروسې د مخته وړلو اړتيا ورته وليدل شي، ولېږدوي.))

هغه زياته کړه چې ملي بانک دغه پيسې د امانت په ډول ساتي، کار ترې نه اخلي او ددې کسانو پر حساب هېڅ ګټه هم نه زياتېږي، ددې ترڅنګ د مرکزي بانک کورني او بهرني تفتيشونه هرې درې مياشتې وروسته د يادو شوو پيسو شتون څېړي.

د ملي بانک دغه لوړ پوړي چارواکي زياته کړه چې د بانکي خدمتونو د وړاندې کولو پر وړاندې يوازې له يوه غوښتونکي نه په پيل کې درې سوه افغانۍ اخلي.

خو د يو شمېر ديني عالمانو او اقتصاد پوهانو په خبره، د حج فريضې د ادا کولو لپاره د خلکو اړ کول چې دومره پيسې مخکې له مخکې ورکړي، يو  نا قانونه او غير شرعي کار دى چې دا بهير بايد ودرول شي.

د عالمانو شورا غړي مولوي شمس الرحمن فروتن وويل:((که دا پيسې په بانک کې امانت هم وي، بانک يې په سود راوړونکو معاملو کې کاروي چې دا کار غير شرعي دى.))

هغه وويل احتمال شته چې دا کار د ارشاد، حج او اقافو وزارت او بانک تر منځ د يوې معاملې پر بنسټ شوى وي.

يوه بل ديني عالم قاضي محمد حسن حقيار هم پر ياد شوي وزارت نيوکه وکړه چې حج ته له تلونکو د مخکې پيسو اخيستلو لپاره هېڅ دليل نه لري او بايد له دې کاره لاس په سر شي.

هغه زياته کړه:((ددې پيسو اخيستل شرعي صبغه نه لري، په دوو يا يوه کال کې يو شخص په پنځه سوه ډالرو ډېر کار کولى شي او ګټه تر لاسه کولى شي.))

حقيار په دې باور دى چې بانک، حج ته د تلونکو له پيسو نه په سودي معاملاتو کې کار اخلي، د بانک او وزارت ترمنځ کومه معامله شته ده.

هغه زياته کړه چې که يادې شوې پيسې په بانک کې امانت هم کېښودل شي او کار ترې وانه خيستل شي، بيا هم د اسلام مبارک دين  له نظره جواز نه لري، ځکه خداى تعالى فرمايي چې خپلې پانګې مو روانې وساتئ.

د کابل پوهنتون د اقتصاد پوهنځي استاد، سيف الدين سيحون وويل چې حج ته له تلونکو نه ددې اندازې پيسو تر لاسه کول، پرته له دې چې کوم خدمتونه ورته وړاندې شي، غير منطقي دي.

نوموړي هم په دې قضيه کې د مالي ناسمې ګټې اخيستنې خبره وکړه او څرګنده يې کړه، ډاډمن دى کوم بانک چې دا پيسې تر لاسه کوي، په سود راوړونکي معاملاتو کې ترې کار اخلي.

خو د ارشاد، حج او اقافو وزارت چارواکي په دې قضيه کې د هر ډول مالي ناوړه ګټه اخيستنې د رد تر څنګ وايي چې يادې شوې پيسې، د حج چارو د غوره تنظيم په موخه اخيستل کېږي او وزارت ترې مالي ګټه نه تر لاسه کوي.

د حج او زيارت رييس وويل:((د افغان ملي بانک، ارشاد، حج او اوقافو او ماليې وزارتونو ترمنځ يو قرار داد شوى، بانک له دې پيسو نه هېڅ ډول استفاده نه شي کولى، دا پيسې له بانک سره امانت دي.))

نوموړي د جزيياتو له ورکړې پرته وويل:بانک تضمين ورکړى چې له دې پيسو نه ګټه نه اخلي.

د حج او اقافو وزارت دغه لوړ پوړي چارواکي په دې اړه چې په کوم دليل حج ته له تلونکو مخکې له مخکې پيسې اخلي؟ وويل:((موږ د زيارت کوونکو پيسو ته اړتيا نه لرو، له پيسو سره مو هېڅ کار نشته، پيسې په بانک کې امانت دي، په تېرو کلونو کې ځينې کسان وو چې له خپل تصميم نه شاته کېدل، اوس همدا پيسې ددې سبب ګرځي چې زيارت کوونکى پرېکنده تصميم ولري.))

هغه زياته کړه چې په تېرو کلونو کې د حج زيارت کوونکي اړ نه وو چې مخکې له مخکې پيسې ورکړي، ځينو کسانو په څو ولايتونو کې نوم ليکنه کوله او په دې پروسه کې يې ستونزې رامنځته کولې.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement