د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

پاکستانيو اوړو د افغانستان بازارونو کې خپل اهميت له لاسه ورکړى

پاکستانيو اوړو د افغانستان بازارونو کې خپل اهميت له لاسه ورکړى

Feb 27, 2017 - 14:21

 کابل (پژواک،٩ کب ٩٥): دمګړۍ د افغانستان اوړو اړتيا، درېيمه برخه له وارداتي اوړو څخه پوره کېږي او په داسې حال کې له قزاقستان څخه ډېر اوړه هېواد ته واردېږي چې پخوا افغانستان دې برخه کې تر ډېره پر پاکستان بسيا و.

د افغانستان د مرکزي احصايې اداره د اقتصادي احصائيو مشر محمد قاسم کباري د معلوماتو له مخې،په ١٣٩٤کال کې د افغانستان لپاره د اوړو اړتيا، څلورميليونه او ٧٥٤ زره ټنه وه چې شاوخوا ٥٥٤ زره ټنه يې د وارداتو او پاتې نور يې له کورني توليداتوڅخه پوره کېدل.

 د نوموړي په وينا، ١٣٨٤کال کې  ٢٥٨ زره ټنه غنم او اوړه له پاکستان، ١٦٦ټنه له قزاقستان او پاتې نور له ازبکستان،ايران،متحده عربي اماراتو  او ترکمنستان څخه وارد شوي دي.

نوموړي له ١٣٨٤ تر ١٣٩٥کال پورې شمېرې وړاندې نه کړې؛ خو ويې ويل چې ١٣٩٥کال کې افغانستان پنځه عشاريه ٩ ميليونو ټنو اوړو ته اړتيا درلوده چې شاوخوا يوعشاريه څلور ميليونه ټنه يې له وارداتو او پاتې نوره برخه يې له کورنيو توليداتو څخه بشپړېده.

 هغه زياته کړه چې روان کال کې وارد شوي غنم او اوړه څه باندې ٨٣٨ ټنه له قزاقستان، څه د پاسه ٤٧٢ زره ټنه له پاکستان او پاتې نور له روسيې، ترکمنستان،ازبکستان، قرغيزستان، امريکا، ايران، ماليزيا، جاپان او سعودي عربستان څخه وارد شوي دي.

يادې شمېرې په ډاګه کوي چې اوسمهال د افغانستان غنمو او اوړو اړتيا درېيمه برخه، له بهرنيو هېوادونو او پاتې برخه يې له کورنيو توليداتو څخه بشپړېږي.

دې شمېرو ته په پام سره، په ١٣٨٤کال کې د افغانستان څه باندې ٤٦ سلنه اړتيا له پاکستان څخه د وارداتي اوړو  پوره کېده؛ خو اوس دا شمېره نږدې ٣٤سلنې ته راټيټه شوې ده.

د راپورونو له مخې، له پاکستان څخه افغانستان ته د غنمو وارداتو کمښت له امله، پاکستان کې څه باندې ٨٠٠ د اوړو توليد کارخانې تړل شوي  او کارګران يې وزګارشوي دي.

 خو شمېرې ښيي چې يوولس کاله مخکې د افغانستان غنمو او اوړو ٢٩سلنه اړتيا له قزاقستان څخه پوره کېده خو اوس دا شمېره ٥٩سلنې ته لوړه شوې ده.

له پاکستان څخه د اوړو وارداتو کمښت لاملونه

د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو خونې وياند صيام پسرلي وويل چې له پاکستان څخه د اوړو او غنمو وارداتو کمښت يو لامل دا دى چې قزاقستاني اوړه د پاکستاني اوړو په پرتله ښه کيفيت لري او ارزانه هم دي.

د کابل ښار د خوراکي توکيو د سوداګرو ټولنې مشر حاجي فضل الرحمان د معلوماتو له مخې، نن کابل کې يوه بوجۍ ( ٤٩ کيلوګرامه) اوړه ١١٧٠ افغانۍ او يوه بوجۍ (٥٠ کيلوګرام) قزاقي اوړه ١١٥٠ افغانۍ پلورل کېږي.

د هغه په وينا، ٤٩ کيلوګرامه وطني اوړه نن په ١١١٥ افغانۍ پلورل کېږي.

پسرلى وايي چې له پاکستان څخه افغانستان ته نه يوازې د اوړو واردات، بلکې د ياد  هېواد ټولو وارداتي توکو کچه راټيټه شوې ده.

د نوموړي په وينا، دوکاله وړاندې د افغانستان پنځوس سلنه واردات له پاکستان څخه ترسره کېدل؛ خو اوس دا کچه ٤٠ سلنې ته رالوېدلې ده.

نوموړي وويل چې افغان حکومت په تېرو دوو کلونو کې خپلې سوداګريزې اړيکې له زياتو هېوادونو په ځانګړې توګه د مرکزي اسيا له هېوادونوسره پراخې کړې دي، ځکه پاکستان تل افغان سوداګرو لپاره ستونزې راټوکولې دي.

د افغانستان سوداګرۍ او صنايعو وزارت وياند، مسافرقوقندي هم وويل  له پاکستان څخه د اوړو واردات افغانستان ته ځکه کم شوي چې نورو هېوادونو سره سوداګريزې اړيکې پراخې شوې دي او دا مهال سوداګر کيفيت اوقيمت ته په پام سره، دې ته لومړيتوب ورکوي چې د پاکستان پرځاى له نورو هېوادونو څخه  په زياته کچه اوړه وارد کړي.

 د کابل صنعتي پارکونو کې د "خوشه ګندم" ژرندې مسوول احمدفواد جوشن وويل چې مخکې يې خپله ژرنده کې کورني، پاکستاني او قزاقستاني غنم اوړه کول؛ خو اوس د بازار له غوښتنې سره سم، کورني، قزاقستاني اوازبکستاني غنم اوړه کوي.

نوموړي په دې اړه چې ولې پاکستاني غنم نه اوړه کوي؟ وويل :" پاکستانيانو به زاړه او تاريخ تېر غنم رالېږل، له دې امله چې وزن يې زيات شي غنم به يې لندول چې ډوډۍ به پوپنک کېدله ، نوځکه خلکو لږ پېرل او د پاکستاني اوړو بيه ورځ تربلې راټيټېده، پاکستان حکومت دې موضوع ته متوجه شو او غنم يې خپلو ژرندو کې اوړه کول او صادرول يې."

  دکابل ښار تايمني پروژې د پنځم سړک خوراکي توکو پلورونکي احمد جاويد هم وويل  چې د هرې ورځې په تېرېدو سره د خلکو لېوالتيا قزاقستاني اوړو ته زياتېږي، ځکه د پاکستاني اوړو په نسبت کيفيت لري او بيه يې هم کمه ده.

د کابل ښار ميرويس ميدان اوسېدونکي احمدضيا وويل:"  له تېرو دوو کلونو راهيسې له پاکستاني اوړو څخه ګټه نه اخلو قزاقستاني او وطني اوړه کاروو؛ ځکه کورني او قزاقي اوړه غوره کيفيت لري."

نوموړي زياته کړه :" کورني غنم د ټولو نورو غنمو په پرتله لوړ کيفيت لري، خداى دې وکړي چې زموږ کرنه وده وکړي او داسې وخت راشي چې افغانستان د غنمو او نورو کرنيزو توکو له اړخه پرځان بسيا شي."

د افغانستان کرنې، مالدارۍ او اوبولګولو وزارت وياند لطف الله راشد وويل چې د حکومت نوې ستراتيژۍ له مخې، افغانستان به راتلونکو پنځو کلونو کې د غنمو له اړخه پرځان بسيا شي.

 د نوموړي په وينا، د پنځه کلنې ستراتيژۍ له مخې، شاوخوا درې ميليونه هکتاره ځمکه چې دامهال ترې ګته نه اخيستل کېږي، کښت به په کې وشي او د غنمو په برخه کې به د افغانستان اړتيا پوره شي.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement