د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د درېيو بېوزله کورنيو د سرپرست کيسه چې پرون د طالبانو په بريد کې ووژل شو

د درېيو بېوزله کورنيو د سرپرست کيسه چې پرون د طالبانو په بريد کې ووژل شو

Mar 02, 2017 - 19:17

کابل (پژواک ١٢ کب ٩٥): کابل کې د وسله والو طالبانو د دوو ځانمرګو بريدونو يو قرباني هم داسې هټۍ وال دى، چې د دوو کونډو او ٢٤ کسانو په ګډون يې درېيو کورنيو سرپرستي پر غاړه درلوده.

د کابل ښار د شپږمې ناحيې د کلا شاه سيمې ٤٠ کلن مېراغا، پرون چې کله له خپل کوچني دوکان څخه د کور پر لوري روان و، د شپږمې امنيتي حوزې مخې ته د وسله والو طالبانو په ځانمرګي بريد کې ووژل شو.

په ياد او يو بل ځانمرګي بريد کې چې د کابل په احمدشاه بابا مېنې اړونده سيمې کې ترسره شول، ٢٣ کسان وژل شوي او ١١٩ نور ټپيان دي.

د ميراغا د تره مېرمنې وويل، ميراغا د خپلې اته کسيزې کورنۍ سربېره د خپلې خور او ورېندارې چې په دې وروستيو کې کونډر شوې وې او د ټولو شمېر ٢٤ کسانو ته رسيږي، د ټولو سرپرستي پر غاړه درلوده.

هغې وويل، ميراغا يو کوچنى دوکان درلود او د خوراکي توکو په پلورلو سره به يې په ډېرې سختۍ سره د کورنۍ لګښتونه پورته کول او په دې سربېره به يې د خپلې خور او ورېندارې کورنيو سره هم مرستې کولې.

د ميراغا مېرمنې دېرش کلنې ملالۍ د سختې ژړا په حال کې، د ميراغا د مظلوميت خبرې کولې او چيغې يې وهلې، چې نه شتون به يې څنګه زغمي.

هغې د دې خبرې په څرګندولو سره چې د مېړه له خور او ورېندارې سره يوځاى په يوه کرايي کور کې ژوند کوي، زياته کړه: "کلونه مو په بېوزلۍ او بېچارګۍ سره په کرايي کورونو کې ژوند وکړ او هېڅوک مو له وضعيت خبر نه شول."

ملالۍ په خپلو چيغو کې د بريدونو د عاملينو او سازمانوونکو په اړه ويل: "څوک چې ځانمرګي بريدونه کوي او له موږ د زړه ټوټې جلا کوي، خداى دې زموږ له زړونو خبر کړي."

د سيمې يوه بله مېرمن چې د همدردۍ لپاره د ميراغا  کور ته راغلې وه، وويل چې ميراغا د دې ترڅنګ چې ډېر عمر يې نه درلود، د سيمې مشري يې پر غاړه درلوده او ټولو به ورسره په خپلو کارونو کې مشوره کوله.

له دغې پېښې د يوې ورځې په تېرېدو سره، بيا هم د يادې سيمې په کوڅو کې د بريد اثار او په دغو کوڅو کې له ورايه وحشت تر سترګو کېږي.

د چاودنې له ځاى سره په نږدې سيمه کې له يوه بل کور هم د غم اوازونه راپورته کېدل، چې يادې کورنۍ هم په کې يو خپل له لاسه ورکړى و او د سيمې خلکو بيا د يو داسې ځوان جنازه لېږدوله چې په دې وروستيو کې يې کوژدنه شوې وه.

د ميلاد نومي ياد ځوان ترور فريدې پوپل پژواک ته وويل، ميلاد د اووم ټولګي زده کوونکى و او د انګريزې ژبې کورس ته د تلو په حال کې يې د بريد په پايله کې ژوند له لاسه ورکړى دى.

هغې وويل: "ميلاد غوښتل چې زده کړو او درس ته په دوام ورکولو سره به خپله کورنۍ له بېچارګۍ وباسي او د خپل راتلونکي په اړه يې فکر درلود، خو نه پوهېږي چې ګناه يې څه وه، چې ووژل شو؟"                                   

مېرمن پوپل زياته کړه: "ځانمرګى په تورو شيشو موټرونو کې راځي او خلک وژني، خو هېڅکله هم د کوم چارواکي زامن نه وژني، څو چارواکي د بېوزله خلکو له زړه خبر شي."

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement