د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

ولسمشر غني د اوبو پر سم مديريت ټينګار وکړ

ولسمشر غني د اوبو پر سم مديريت ټينګار وکړ

Mar 05, 2017 - 18:26

کابل (پژواک، ١٥ کب ٩٥): د هېواد ولسمشر د اوبو په څلورمه ملي ناسته کې د اوبو پر سم مديريت ټينګار وکړ او له ګاونډيو هېوادونو يې وغوښتل چې په افغانستان کې د اوبو له سرچينو څخه له ګټې اخيستو او د بندونو له جوړولو اندېښمن ونه اوسي او بايد ملاتړ ترې وکړي.

ولسمشر محمد اشرف غني، د اوبو په څلورمه ملي ناسته کې چې د "اوبه او بنسټيزه پراختيا" تر نوم لاندې په ولسمشرۍ ماڼۍ کې ترسره شوه، وويل: "د افغانستان د اوبو پراختيا زمو د خلکو او سيمې په ګټه ده، ځکه زموږ اساسي اصول د خلکو ګټې، له بې وزلۍ د خلکو  ژغورنه او د اوبو اړوند نړيوالو قوانينو مراعات تشکيلوي."

ولسمشر زياته کړه، اوبه د سيمه ييزې همکارۍ لپاره مهم عامل دى او له دې لارې کولى شو چې د حقوقي چوکاټ په تدوين او د دوه اړخيزه قراردادونو له مخې، د اوبو له سرچينې غوره ګټه واخيستل شي او دواړه هېوادونه په ښه توګه ترې برخمن شي، چې له دې لارې به د ګاونډيانو ترمنځ د همکارۍ زمينه لاپسې پراختيا ومومي.

غني زياته کړه: "له ګاونډيو هيله لرو چې زموږ د اوبو سرچينو له شبکو او بندونو اندېښنه ونه لري، بلکې ملاتړ ترې وکړي، ځکه له اوبو سمه ګټه پورته کول يوازې هغه مهال امکان لرلى شي چې اوبه د اټکل وړ شي."

نوموړي وويل، افغانستان د اوبو له سترو سرچينو څخه د غوره ادارې پر بنسټ کولى شي چې په راتلونکو ٢٠ کلونو کې د نړۍ پر متوسط سوکاله اقتصادي هېواد بدل شي او له بې وزلۍ ځان راوباسي.

د هغه په وينا، دا ډېره اړينه ده چې افغانستان يادې موخې ته ځان ورسوي، ځکه د نورو پر مرستو دوامدار تکيه کول؛ يوه ستره تېروتنه ده.

ولسمشر وويل، اوبه د انرژۍ د توليد سرچينه ده او د افغانستان د اوبو غوره مديريت کولى شي چې له بهرنيو هېوادونو د انرژۍ د راواردولو په برخه کې د هېواد د اړتيا کچه راټيټه کړي.

د هغه په وينا، دغه راز اوبه د کرنې په برخه کې هم مهم رول لري؛ په ځانګړي ډول داسې يوه هېواد کې چې د اتيا سلنه خلکو ژوند يې پر کرنې ولاړ وي او په دغه برخه کې د اوبو غوره مديريت کولى شي چې افغانستان د کرنيزو توکو له واردونکي هېواد پر يوه صادرونکي هېواد بدل کړي.

غني زياته کړه: "د نا امنيو او د سېلابونو راوتلو له امله وچکالۍ زياته شوې، په څو وروستيو لسيزو کې د دوامداره جګړې او نا امنۍ له امله د اوبو د وېش پخوانى فرهنګ ته چې اسلامي او ملي مخينه يې درلوده او عدالت په کې نغښتې و، زيان اړولى دى."

د هغه په وينا، د اسلامي او ملي فرهنګ له مخې، د سر او بېخ اوبو عادلانه وېش ته پاملرنه شوې، خو له بده مرغه اوسمهال ډېر داسې مثالونه تر سترګو کېږي چې د سر اوبو په کښت کې ډېرې زياتې اوبه لګيږي، خو د اوبو لاندېني کښتونه د اوبو د کمښت له امله وچيږي.

نوموړي د خپلو خبرو په دوام کې وويل، د يادې ستونزې حل ته يوه علمي او پياوړي مديريت ته اړتيا ده.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement