د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د امن خونې؛ له کورني تاوتريخوالي د راتښتېدلو مېرمنو سرپناه

د امن خونې؛ له کورني تاوتريخوالي د راتښتېدلو مېرمنو سرپناه

Mar 07, 2017 - 19:09

کابل (پژواک،١٧کب ٩٥): يوې داسې ودانۍ ته ور دننه شوو، چې زندان او له داسې ځاى سره ورته والى درلود، چې مجرمين پکې ساتل کېږي؛ خو موخه مې له مجرمينو لېدل نه و، بلکې غوښتل مې له هغو ښځو سره ووينم؛ چې د کورني تاوتريخوالي قرباني شوې دي.

دا ډول ودانۍ چې ورځ تر بلې هېواد کې د زياتېدو په حال کې دي د امن خونو په نوم يادېږي، دې خونو ته رسېدل خورا ستونزمن کار دى؛ په دې معنى چې يو اوږد اداري پړاو بايد ترسره شي څو له يادو ښځو سره د ليدو جواز ترلاسه شي.

پلازمېنه کابل کې يوازې د امن شپږ خونې فعاليت کوي، چې لسګونه نجونې او ښځې چې ځينو يې خپل ماشومان هم له ځان سره دلته راوړي دي، ژوند کوي،د امن يوه داسې کور ته ځم څو دغه ښځې پکې له نږدې ووينم.

هغه ښځې، چې د کورني تاوتريخوالي له امله تښتېدلې او يا له کوره شړل شوې، دغه ځاى ته راوړل کېږي څو ترې ساتنه وشي، د تاوتريخوالي هغه پېښې چې يادې ښځې ورسره مخ شوي، ښايي ټول هېواد کې ترسترګو شي.

مريم چې شاوخوا ٢١ کلنه ده او د بلخ ولايت د زارې ولسوالۍ اوسېدونکې ده، ادعا کوي چې درې ځله پرې جنسي تيرى شوى او اوسمهال د ځان ساتنې او عدالت پلي کېدو لپاره کابل ته راغلې ده.

نوموړي پژواک ته وويل : " څلور مياشتې کېږي چې کابل ته راغلې يم، دې کور کې اوسېږم؛ خو تر اوسه مې قضيه نه ده هواره شوې، چې په دې موده کې مې پلار د ليدو په موخه په اونۍ کې له ما يوځلې ليدنه کړې ده.

مريم چې سرې او تورې مخمل جامې يې اغوستې وې، په دا ډول دوديزو جامو کې مې څلور مياشتې وړاندې هم چې کابل ته د عدالت غوښتنې لپاره تازه راغلې وه، ليدلې وه. هغې په غمجن حالت وويل :" هر سهار چې له خوب راپورته کېږم، د قران مجيد تلاوت کوم، کوټه مې پاکوم؛ خو کوم څه چې په ما راغلي په اړه يې ډېره ناخوښه يم او ډيرى وخت مې خوراک ته هم زړه نه کېږي."

يادې نجلۍ زياته کړه:" زړه مې له ژوند کولو تور او زړه مې مات دى، سوچونه او فکرونه کوم چې له خپل تباه شوي ژوند سره څه وکړم؛ هېڅ لار او چار نه لرم له دې ژوند او عدالت  له نشتون مرګ ښه دى."

د بغلان اوسيدونکې ٢٣ کلنه ليلا هغه څوک ده، چې څلورکاله وړاندې د اجباري واده او کورني تاوتريخوالي قرباني شوې او دې مرکز ته راوړل شوې ده.

نوموړې وويل: "د مور له مړينې مې يوه مياشت تېره وه، چې يوه ډله خلک مو کور ته راغلل، ګومان مې وکړ چې د مور فاتحې لپاره مې راغلي دي؛ خو له دې پرته چې خبره شم؛ پلار مې يوه ٣٧ کلن سړي ته په نکاح کړم."

ليلا زياته کړه چې پلار يې هم څه وخت وروسته بله ښځه وکړه او له هغه وروسته به له کوم دليل پرته د خپل خاوند له لوري وهل کېده.

يادې مېرمنې د ژړا په حال کې وويل :" خاوند مې داسې يو څوک و، چې خپل پلار او کاکا يې وژلي وو، شپه او ورځ  به نشه و، شراب يې څښل او قيمار به يې واهه، خو کور ته له راتلو سره به يې زه وهلم."

ليلا زياته کړه: "دا چې له دې وړاندې مې غالۍ اوبدلې نو هر وخت به يې له ما پيسې غوښتې؛ دا چې پيسيې مې نه درلودې؛ زه يې وهلم ټکولم، دوه ځله يې زما نوکان وښکل، ګوتې مې تر ډبرو لاندې کولې، په قران به مې قسم ورته وکړ چې پيسې نه لرم؛ خو باور يې نه کاوه خو بيا به يې هم ټينګار کاوه، چې پيسې ورته ورکړم."

يادې مېرمنې په ژړغوني غږ زياته کړه، خاوند يې له ځينو کسانو پوروړى و، دا چې هغه د دروازې شا ته ولاړه نو د هغوى په ډزو ټپي شوه او له هغه وروسته يې درې مياشتې د ټپ له امله د کندوز په روغتون کې تر درملنې لاندې وه.

هغې وويل، له روغتون څخه له رخصتېدو وروسته د پلار کور ته ولاړه؛ خو دا چې خپله مور يې نه درلوده، د ميرې له خوا ورسره ناسم چلند کېده، چې له امله يې اړه شوه چې پوليسو ته شکايت وکړي او پايله يې هم د امن کور شو.

ليلا پر دې سربېره چې د امن کور کې له اوسېدو خوښي څرګنده کړه؛خو ويې وويل: "لومړۍ ځل مې پلار ته دوه-درې ځله ټيليفون وکړ؛ خو هغه راته وويل چې لور مى نه يې؛ ځکه ته د امن خونې ته چې د فساد ځاى دى تللې يې. اوس نو په دا ډول شرايطو کې راته د امن کور په غم بدل شوى او اوس مجبوره يم چې د خپل عزت د خونديتوب او امن لپاره د برخليک تر معلومېدو پورې دلته ژوند وکړم."

د امن د ياد کور مسوول وويل، چې د ملاتړ دا مرکز د طالبانو رژيم له رانسکورېدو وروسته په  ١٣٨٢ لمريز کال کې په کابل کې رامنځ ته شو او دا مهال ٥٧ ښځې او نجونۍ چې ٢٠ مېرمنې يې ماشومان هم لري؛ دلته ژوند کوي.

د هغه په وينا، دا کسان د بشر حقونو کمېسيون، د ښځو چارو وزارت او يا امنيه قوماندانۍ له لوري ور معرفي کېږي او د اداري پړاونو له ترسره کولو وروسته ، يې ملاتړ کېږي.

نوموړي وويل: "هغه ښځې چې دلته ساتل کېږي، ډېرى يې داسې ښځې دي چې په بدو کې ورکړل شوي دي، دغه راز هغه ښځې چې په کم عمرۍ او اجباري توګه واده شوې او يا د کورنيو له خوا ورسره تاوتريخوالى شوى او وهل ټکول شوې دي."

خو د هغو سختيو سربېره چې د امنيتي ملحوظاتو له امله په دا ډول مرکزونو کې وضع کېږي، د مسوولينو له لوري ورته ځينې حرفوي او فني زده کړې لکه خياطي، خامک ګنډل، پخلى، سواد زده کړه او قرانکريم ور زده کېږي.

د ښځو چارو وزارت د امن خونو مشرې نازيه فيضي پژواک ته وويل چې اوسمهال په ټول هېواد کې د امن ٢٨ کورونه فعاليت کوي، چې له دې جملې يې شپږ په کابل کې دي.

د هغې په وينا، د ښځو چارو وزارت ددې خونو د فعاليت له څرنګوالي څارنه او د لا ډېر ښه والي او خونديتوب لپاره يې هلې ځلې کوي.

د ولسي جرګې د ښځو چارو کميسيون مشرې فوزيه کوفي د امن خونو فعاليت د ارزښت په اړه پژواک ته وويل، که چېرې د امن دا مرکزونه شتون ونه لري، نو د هغو ښځو شمېر به لاپسې زيات شي، چې ملاتړ ته اړتيا لري.

نوموړې ورته مهال وويل، د امن خونو ځيني مسوولين تر پوښښ لاندې ښځو سره سم چلند نه کوي، چې په ډېرو مواردو کې  دوى ته د مجرم په سترګه هم کتل شوي دي.

د ولسي جرګې د ښځوو چارو کمېسيون مشرې زياته کړه چې دا ډول ښځې د تاوتريخوالي او د وژل کېدو له ګواښ سره مخ دي، خو دوى خونديتوب، سم او غوره چلند ته اړتيا لري او مسوول بنسټونه بايد دا ملاحظات په پام کې ونيسي  او حکومت هم بايد د هغوى له کړنو څارنه وکړي.

نښه: 

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement