د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

ډاکټر عبدالله د اداري اصلاحاتو کميسيون پر غير سياسي توب ټينګار وکړ

ډاکټر عبدالله د اداري اصلاحاتو کميسيون پر غير سياسي توب ټينګار وکړ

Mar 11, 2017 - 19:44

کابل (پژواک ٢١ کب ٩٥): د حکومت اجراييه مشر د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د خپلواک کميسيون د مشر په توګه د محمد نادر نادري د معرفۍ په مراسمو کې، د يادې ادارې پر غير سياسي او بې پرېتوب ټينګار وکړ.

ډاکټر عبدالله عبدالله، نن د محمد نادر نادري د معرفۍ په مراسمو کې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کميسيون د پخواني مشر ډاکټر احمد مشاهد له کړنو ستاينه وکړه.

خو هغه وويل، د يادې ادارې په پرمختګونو سربېره بيا هم ځينې نيمګړتياوې شته چې بايد ختمې شي.

نوموړي زياته کړه: "د دې ادارې له کړنو مو څارنه کوله، په تېرو دوه نيمو کلونو کې مو د يادې ادارې په چارو کې د لاسوهنې هيڅ مورد نه درلود."

عبدالله وويل، د حکومت موخه د اداري اصلاحاتو په خپلواک کميسيون کې د يوه کلک بنسټ رامنځته کول دي، څو د سياسي بدلونونو رامنځته کېدو سره په کې کوم بدلون رانه شي او د ملکي خدمتونو کارکوونکي ځانونه خوندي وګڼي.

هغه زياته کړه: "دا يوه داسې اداره ده، چې بايد مسلکي وي، غيرسياسي وي، خپلواکه او تبعيض په کې نه وي او کار د تجربې پر بنسټ په کې ترسره شي."

نوموړي له دولتي ملکي ادارو او د کابينې له غړو وغوښتل، څو له يادې ادارې سره بشپړه همغږي ولري، چې پر بنسټ يې خلکو ته غوره خدمتونه وړاندې شي.

د اداري اصلاحاتو خپلواک کميسيون مشر محمد نادر نادري وويل، هغه ته ورسپارل شوى مسووليت يو دروند بار دى، چې د نوموړي او د هغه د ملګرو پر اوږو وراچول شوى دى.

هغه وويل، سياسي بدلونونو د اصلاحاتو خپلواک کميسيون پر کار هم اغېز اېستلى او داسې خدمتونه چې بايد په تېرو کلونو کې ترسره شوي وى، نه دي ترسره شوي او له امله يې بيروکراسي رامنځته شوې ده.

نادري زياته کړه: "د کارونو بياسمون، د ياد بنسټ نوي کول، د دندې او کاري لاسوهنې تشخيص او حل لارې رامنځته کول...، يو دروند او ستر کار دى، چې بايد په دغه کميسيون کې پيل شي او هيله مند يم چې زه او همکاران مې له کميسيون د بهر ملګرو په ملاتړ دغه کار ترسره کړو."

نوموړي وويل، په ياده اداره کې غوره او موخه لرونکي خدمتونه، د شايسته سالارۍ اصل او بې پرېتوب د هغه د کار لومړيتوب تشکيلوي او هېڅکله به هم په بيړه کومه پرېکړه ترسره نه کړي.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement