د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

کابل کې د اوړو، غوړيو او بورې بيې يوڅه لوړې شوې

کابل کې د اوړو، غوړيو او بورې بيې يوڅه لوړې شوې

Mar 11, 2017 - 18:12

کابل (پژواک ٢١ کب ٩٥): کابل ښار کې نن د تېرې شنبې په پرتله د اوبلن ګاز، سون لرګيو او روسي سرو زرو بيې او د افغانيو ارزښت راټيټې، خو د اوړو غوړيو او بورې بيې لوړې شوې دي.

د کابل ښار د شهيد څلورلارې يوه لرګي پلورونکي سيداسلام پژواک خبري اژانس ته وويل، چې نن د تېرې شنبې په پرتله د يوه خروار بې پوسته بلوط لرګيو بيه له ٦٧٠٠ افغانۍ ٦٥٠٠ افغانۍ او د يوه خروار سرې ارچې بيه له ٦٥٠٠ افغانۍ ٦٣٠٠ افغانۍ ته راټيټه شوې ده.

نوموړي زياته کړه، د هوا د ګرمېدو او کمې تقاضا له امله د سون لرګيو بيې راټيټې شوې دي.

د اوبلن ګاز بيه هم راټيټه شوې ده.

د کابل ښار د تايمني شپږم سړک يوه ګاز پلورونکي احمد جاوېد وويل چې نن د تېرو اوو ورځو په پرتله د يوه کيلوګرام اوبلن ګاز بيه له ٥٥ افغانۍ ٥٣ افغانيو ته راټيټه شوې ده. هغه هم زياته کړه، چې د هوا په ګرمېدو سره د اوبلن ګاز بيې راټيټې شوې دي.

د تېلو بيې له بدلون پرته په خپل حال پاتې دي.

د کابل ښار د وزيراباد د تېلو ټانک يوه کارکوونکي عبدالهادي وويل، چې نن د تېرې شنبې په څېر د يوه ليټر ډېزل تېلو بيه ٤٢ افغانۍ او د يوه ليټر پټرول تېلو بيه ٤٤ افغانۍ ده.

د خوراکي توکو له جملې يوازې د بورې او اوړو بيې لوړې شوې دي.

د کابل ښار د خوراکي توکو سوداګرو ټولنې مشر فضل الرحمن وويل، چې نن د تېرې شنبې په پرتله د ٤٩ کيلوګرامه پاکستانۍ بورې عمده پلوربيه له ٢٢٣٠ افغانۍ ٢٦٠٠ افغانۍ، ٥٠ کيلوګرامه قزاقي اوړه له ١١٤٥ افغانۍ ١١٦٠ افغانۍ او شپاړس لېټره خورشيد غوړي له ١١٠٠ افغانۍ ١١٥٠ افغانۍ ته لوړ شوي دي.

نوموړي زياته کړه، چې د پاکستان له لوري د ټرانزيټي لارو بندښت او په قزاقستان کې د اوړو بيو د لوړوالي له امله کابل ښار کې د دغو توکو بيې لوړې شوې دي.

پاکستان حکومت له شا وخوا دريو اونيو راهيسې له افغانستان سره خپلې ټولې لارې تړلې دي.

خو د وريژو او چاى بيې په خپل حالت پاتې دي.

د کابل ښار د خوراکي توکو سوداګرو د ټولنې مشر په وينا، نن د تېرې شنبې په پرتله د ٢٤ نيم کيلوګرامه لومړۍ درجه پاکستانۍ سېله وريژو بيه ١٦٠٠ افغانۍ ده.

دغه راز د کابل ښار په منډوي کې يوه چاى پلورونکي حاجي رحمت الله وويل، چې نن د تېرو اوو ورځو په څېر يو کيلوګرام شين مدينه چاى ٢٤٠ افغانۍ او يو کيلوګرام تور افريقايي چاى په ٢٦٠ افغانۍ دى.

د يو شمېر خوراکي توکو پرچون پلور بيې له عمده پلور بيو سره په ځينو مواردو کې ډېر او په ځينو مواردو کې کم توپير لري.

د کابل ښار د تايمني په لسم سړک کې د شريفي خوراکه پلورنځي مالک احمدشريف وويل، چې نن ٤٩ کيلوګرامه لومړي درجه قزاقستاني اوړه ١٣٠٠ افغانۍ، ٤٩ کيلوګرامه پاکستانۍ بوره ٢٨٠٠ افغانۍ، ١٦ ليټره خورشيد غوړي ١٢٥٠ افغانۍ، ٢٤ نيم کيلوګرامه لومړۍ درجه پاکستانۍ سېله وريژې ١٨٠٠ افغانۍ، يو کيلوګرام شين مدينه چاى ٢٨٠ افغانۍ او يو کيلوګرام تور افريقايي چاى په ٣٠٠ افغانۍ دى.

د روسي سرو زرو بيه راټيټه شوې ده.

د کابل ښار په تيمورشاهي واټ کې د حاجي حامد صالحزاده زرګرۍ مالک محمد فواد وويل، چې نن د تېرو اوو ورځو په څېر د ٧٩٠ عيار يوه ګرام عربي سرو زرو بيه ٢٣٠٠ افغانۍ ده.

خو نوموړي زياته کړه، چې نن د تېرې شنبې په پرتله د تقاضا د کمښت له امله د ٥٨٥ عيار يوه ګرام روسي سرو زرو بيه له ١٨٥٠ افغانۍ ١٨٠٠ افغانۍ ته راټيټه شوې ده.

د کابل ښار شهزاده سراى صرافانو ټولنې د معلوماتو پر بنسټ، نن د يوه امريکايي ډالر د اخيستو ارزښت ٦٨،٣٠ افغانۍ او د کلدارو ارزښت ٦٣٠ افغانۍ دى.

د کب مياشتې په ١٤ مه نېټه د يوه امريکايي ډالر د اخيستو ارزښت ٦٧،٧٠ افغانۍ او د زرو کلدارو ارزښت ٦٢٥ افغانۍ و.

د صرافانو ټولنې د مرستيال حاجي خان محمد په وينا، افغانيو ځکه خپل يوڅه ارزښت له لاسه ورکړى چې زړې او نامناسبې افغانۍ د راتلونکي کال له زمري مياشتې وروسته بنديږي.

د افغانستان مرکزي بانک ويلي، چې نا مناسب بانکنوتونه د راتلونکي کال د زمري مياشتې تر وروستيو پورې راټولي.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement