د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

ننګرهار کې په سلګونو ميليونو افغانيو نوى سړک جوړېږي

ننګرهار کې په سلګونو ميليونو افغانيو نوى سړک جوړېږي

Mar 18, 2017 - 19:38

جلال اباد (پژواک ۲۸ کب ۹۵): د ننګرهار مرکز جلال اباد ښار اتمې ناحیی له بهسودو پُل څخه تر عبدالخېلو تنګي پورې د يو نوي شاوخوا ۱۷ کيلو متره سرک د جوړېدو لپاره عملي سروې پيل شوه او نږدې راتلونکي کې به د ۷ میلونه ډالرو په لګښت ورغول شي.

د ياد سرک د سروې چارې د کب په ۲۸مه د جلال اباد ښاروالۍ، ښار جوړونې او ټولګټو رياستونو انجنرانو له لورې پيل شوې، چې د ښار اتمې ناحیې هستوګنو او ولسونو هم ورسره د همکارۍ ژمنه وکړه.

د ننګرهار ولايت د ټولګو رييس انجينر ظابط خان منګل د يادې سروې د پيل په مراسمو کې وويل، چې دا سرک له بهسودو ولسوالۍ څخه تر قاسم اباد ښار ګوټي او بيا هاخوا د ښېوې ولسوالۍ له عبدالخېلو تنګي ته غځېږي.

نوموړي زياته کړه، چې د دغه سرک چارې په څلورو مرحلو کې بشپړېږي، چې لومړۍ مرحله يې د سروې، دويمه يې د ډيزان او دريمه يې د تدارکاتو او شرکت ته سپارل او څلورمه يې د عملي چارو پيل دی.

د ټولګټو د رييس د معلوماتو له مخې سرک به له بهسودو پُل څخه تر دوو کيلو مټرو دوه سرکه او څلوېښت متره رغول کېږي او نور به بيا اووه متره وي، چې ټولټال به پرې د ټولګټو وزارت ۷ ميليونه ډالره لګښت راځي.

دی وايي، ياد سرک به په دوو کيلو مترو کې د سرک د منځ ګلدانونه، پلې لار او هاخوا به به پلچکونه، استنادي ديوالونه او نور اړين ملحاقات ولري.

انجينر ظابط خان منګل دا هم وويل، چې دا سرک پخوا د ښار جوړونې وزارت اټکل کړی و او اوس يې عملي سروې پيل شوه، چې شاوخوا دوه مياشتې وروسته به يې عملي کار هم پيل شي.

د جلال اباد ښاروالۍ مرستيال انجينر حکيم الدين عمرخېل وويل، چې دا سرک به جلال اباد ښار ته د راتلونکو موټرو د ګڼې ګوڼې په کموالي کې مهم رول ولوبوي.

هغه زياته کړه، که څه هم د ياد سرک ډيره برخه د جلال اباد ښار د اتمې ناحيې اړوند راځي؛ خو بيا هم د سرک ټول لګښت د ټولګټو وزارت له لورې ورکول کيږي.

د انجينر عمرخېل په وينا د ياد سرک په جوړېدو سره به نه يوازې د موټرو ګڼه ګوڼه کمه شي بلکې د جلال اباد ښار د پراختيا سبب به هم وګرځي.

د ننګرهار د ښار جوړونې رييس انجينر عبدالقهار حیدري وويل، چې دا سرک نه يوازې د ننګرهار ولايت د خلکو اړتيا ده، بلکې د کونړ ولايت د خلکو ستونزې هم حلولی شي.

د نوموړي په وينا د بهسودو پُله ته څېرمه د موټرو د ګڼې ګوڼې د کموالي او خلکو د ستونزو د حل لپاره دا سرک ښه بديل دی او په جوړېدو به يې له کونړ ولايت، د ننګرهار ښيوې او دره نور ولسواليو راتلونکي مسافر ښار ته په خپل وخت رارسيږي.

د بهسودو ولسوالۍ قومي مشر ملک نعمت الله حليمي د يادې سروې د پيل په مراسمو کې د قومونو په استازۍ وويل، چې ټول ولسونه د دغه سرک په جوړېدو کې د حکومت ملاتړ دی او د خپلو ځمکو ورکړې ته هم چمتو دي.

دی وايي، حتی که د سيمې خلکو ته د کار کولو اړتيا هم پيدا شي؛ نو دوی حاضر دي، چې په رضاکار شکل کار هم وکړي.

له بهسودو پله ور هاخوا د جانان خان کلي د انکشافي شورا رييس ملک دين محمد وويل، چې دا سرک د دغې سيمې د ابادۍ لپاره ډير ګټور دی او دوی يې د رغيدو لپاره هر راز قربانۍ ته چمتو دي.

د يادولو وړ ده، چې اوس هم  د ښار د اتمې ناحیی څخه تر قاسم اباد او هاخوا دوه نور سرکونه هم تللي؛ خو د موټرو د ډيروالي او د سرک د تنګوالي له امله لار ډير کله بنده وي.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement