د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

​د بورې، ډېزل او غوړيو بيې راټيټې شوې دي

​د بورې، ډېزل او غوړيو بيې راټيټې شوې دي

Mar 18, 2017 - 18:16

کابل (پژواک، ٢٨ کب ٩٥): کابل کې نن د تېرې شنبې په پرتله د ډېزل، بورې او غوړيو بيې راټيټې شوې، خو د وريژو او روسي سرو زرو بيې لوړې شوې دي.

د کابل ښار د وزيراباد تېلو ټانک يوه کارکوونکي عبدالهادي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې نن د تېرې شنبې په پرتله د زياتو وارداتو له امله د يوه ليټر ډېزل تېلو بيه له ٤٢ افغانۍ ٤١ افغانيو ته لوړه شوې ده.

خو د هغه په وينا، يو ليټر پټرول تېل د تېرې اونۍ په څېر ٤٤ افغانۍ پلورل کېږي.

د کابل ښار د شهيد څلورلارې يوه لرګي پلورونکي سيداسلام وويل، چې نن د تېرې شنبې په څېر د يوه خروار بې پوسته بلوط لرګيو بيه ٦٥٠٠ افغانۍ او يو خروار سره ارچه ٦٣٠٠ افغانۍ ده.

د کابل ښار د تايمني شپږم سړک يوه ګاز پلورونکي احمد جاوېد هم وويل، چې نن د تېرو اوو ورځو په څېر د يوه کيلوګرام اوبلن ګاز بيه ٥٣ افغانۍ ده.

د غوړيو او بورې بيې راټيټې شوې، خو د وريژو بيه يو څه لوړه شوې ده.

د کابل ښار د خوراکي توکو سوداګرو ټولنې مشر وويل، چې نن د تېرې شنبې په پرتله د ٤٩ کيلوګرامه پاکستانۍ بورې عمده پلور بيه له ٢٦٠٠ افغانۍ، ٢٥٠٠ افغانۍ او شپاړس لېټره خورشيد غوړي له ١١٥٠ افغانۍ ١١٠٠ افغانۍ ته راټيټ شوي دي.

د هغه په وينا، د يادو توکو بيې د وارداتو کچې د ډېروالي له امله راټيټې شوې دي.

نوموړي زياته کړه، نن د تېرې شنبې په پرتله د ٢٤ نيم کيلوګرامه لومړۍ درجه پاکستانۍ سېله وريژه عمده پلور بيه له ١٦٠٠ افغانۍ ١٦٥٠ افغانۍ ته لوړه شوې ده.

هغه وويل، د وريژو بيه د افغانستان او پاکستان ترمنځ د لارې د بندښت له امله يوڅه لوړه شوې ده.

پاکستان له تېرو دريو اونيو راهيسې د افغانستان د سوداګريزو توکو او مسافرو پر وړاندې خپلې لارې تړلې دي.

فضل الرحمان وويل، نن د تېرو اوو ورځو په څېر د ٥٠ کيلوګرامه قزاقي اوړو عمده پلور بيه ١١٦٠ افغانۍ ده.

دغه راز د کابل ښار منډوي يو چاى پلورونکي حاجي رحمت الله وايي، چې نن د تېرې شنبې په څېر د يوه کيلوګرام شين مدينه چاى بيه ٢٤٠ افغانۍ او د يوه کيلوګرام تور افريقايي چاى بيه ٢٦٠ افغانۍ ده.

د ځينو خوراکي توکو پرچون پلوربيې له عمده پلوربيو سره په ځينو مواردو کې ډېر او په ځينو مواردو کې کم توپير لري.

د کابل ښار د تايمني لسم سړک کې د شريفي خوراکه پلورنځي  مالک احمدشريف وويل، چې نن ٤٩ کيلوګرامه لومړي درجه قزاقستاني اوړه ١٣٠٠ افغانۍ، ٤٩ کيلوګرامه پاکستانۍ بوره ٢٦٠٠ افغانۍ، ١٦ ليټره خورشيد غوړي ١٢٠٠ افغانۍ، ٢٤ نيم کيلوګرامه لومړۍ درجه سېله وريژې ١٨٥٠ افغانۍ، يو کيلوګرام شين مدينه چاى ٢٨٠ افغانۍ او يو کيلوګرام تور افريقايي چاى ٣٠٠ افغانۍ دى.

د روسي سرو زرو بيه لوړه شوې ده.

د کابل ښار تيمورشاهي واټ کې د حاجي حامد صالحزاده زرګرۍ مالک محمد فواد وويل، نن د تېرو اوو ورځو په پرتله د ٥٨٥ عيار يوه ګرام روسي سرو زرو بيه له ١٨٠٠ افغانۍ ١٨٥٠ افغانۍ ته لوړه شوې ده.

نوموړي زياته کړه، د تېرې شنبې په څېر د ٧٩٠ عيار يوه ګرام عربي سرو زرو بيه ٢٣٠٠ افغانۍ ده.

د کابل ښار د شهزاده سراى صرافانو ټولنې د معلوماتو پر بنسټ، نن د يوه امريکايي ډالر د اخيستو ارزښت ٦٨،٢٣ افغانۍ او د زرو کلدارو ارزښت ٦٣٠ افغانۍ دى.

د روانې مياشتې په ٢١ مه نېټه، د يوه امريکايي ډالر د اخيستو ارزښت ٦٨،٣٠ افغانۍ او د زرو کلدارو ارزښت ٦٢٣ افغانۍ و.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement