د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

ژر به شپږ کانديد وزيران ولسي جرګې ته معرفي شي

ژر به شپږ کانديد وزيران ولسي جرګې ته معرفي شي

Mar 19, 2017 - 13:46

کابل (پژواک، ٢٩ کب ٩٥): ټاکل شوې چې د وري تر ٧ مې د کانونو او پټروليم، ماليې، کرنې، بهرنيو چارو، قومونو او قبايلو او په پارلماني چارو کې د دولت وزارت لپاره کانديد وزيران ولسي جرګې ته معرفي شي.

يوې باورې سرچينې پژواک خبري اژانس ته وويل چې نرګس نهان د کانونو او پټروليم، غلام جيلاني پوپل د ماليې، سليمان کاکړ د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ، اکليل حکيمي د بهرنيو چارو، غلام نبي فراهي د قومونو او قبايلو چارو او غلام فاروق وردګ په پارلماني چارو کې د دولت وزير په توګه نومول شوي دي.

دا مهال نهان مدني فعاله ده، سليمان کاکړ د ملي امنيت شورا د سلاکار مرستيال، اکليل حکيمي د ماليې وزير، فراهي په پارلماني چارو کې د دولت وزير او وردګ د ولسمشر سلاکار په توګه کار کوي. غلام جيلاني پوپل مخکې د سيمه ييزو ارګانونو ادارې مشر و.

پوپل ته نږدې يوه سرچينه وايي چې پوپل دغه دنده نه اجرا کوي، خو له يادو شپږو تنو څخه يو بل تن پژواک خبري اژانس ته وويل، کېداى چې د يوې اوونۍ په اوږدو کې د ده په ګډون ياد شپږ کسان د کانديد وزيرانو په توګه ولسي جرګې ته وروپېژندل شي.

دا په داسې حال کې ده چې په پارلماني چارو کې د دولت وزير  له ولسي جرګې د باور رايې اخيستو ته اړتيا نه لري، خو پاتې پنځه نور کسان بايد د ولسي جرګې د باور رايه تر لاسه کړي.

نرګس نهان بيا پژواک ته وويل چې په دې اړه دې ته په رسمي ډول څه نه دي ويل شوي. هغې زياته کړه :"همداسې يوه اوازه ده، خو ښه اوازه ده."

له يادو کانديد وزيرانو څخه يو بل تن هم وايي، ټاکل شوې چې ولسمشر د راتلونکې وري مياشتې له اوومې مخکې د ده په ګډون څو تنه د باور رايې تر لاسه کولو په موخه ولسي جرګې ته ور وپېژني، چې په دې توګه به د وزيرانو د استيضاح مخه هم ونيول شي.

 د سرچينې د معلوماتو له مخې، ولسمشر د ولسي جرګې اداري پلاوي ته ويلي چې که د وري تر اوومې يې دغه کسان جرګې ته معرفي نه کړل، نو جرګه دې  وزيران  استيضاح کړي.

د ولسي جرګې رييس عبدالرووف ابراهيمي د کب په ٢٥ مه وويل چې ولسمشر به ډېر ژر کانديد وزيران جرګې ته معرفي کړي او جرګه د راتلونکې مياشتې ( وري) په اوومه د کورنيو چارو او ملي دفاع وزيران او د ملي امنيت رييس د وروستيو نا امنيو په تړاو استيضاح کوي.

خو يوه حکومتي سرچينه وايي، کېداى شي په نږدې راتلونکې کې کمبود وزيران (د اطلاعاتو او فرهنګ، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ، سرحدونو او قبايلو چارو، کانونو او پټروليم وزارتونو لپاره کانديد وزيران) د سترې محکمې د شورا د غړيتوب لپاره درې کانديدان او د افغاني سرې مياشتې ټولنې د رياست لپاره کانديد ولسي جرګې ته معرفي شي.

ولسي جرګې د روان کال د لړم په مياشت کې د بهرنيو چارو، کار او ټولنيزو چارو، فوايد عامې، پوهنې، ترانسپورټ، مخابراتو او لوړو زده کړو له وزيرانو څخه له دې امله د باور رايه واخيسته چې کلنۍ بوديجه يې له اويا سلنې کمه لګولې وه.

د کار او ټولنيزو چارو، بهرنيو چارو او فوايد عامې وزيران د ولسي جرګې د استيضاح غونډې ته حاضر او د بوديجې د لګښت په اړه يې معلومات ورکړي و، خو د پوهنې، ترانسپورټ، مخابراتو او لوړو زده کړو وزيران جرګې ته نه و حاضر شوي او په غياب کې د باور رايه ترې واخيستل شوه.

 حکومت دغه موضوع سترې محکمې ته واستوله او ويې ويل چې دغه اووه وزيران د سترې محکمې د پرېکړې تر اعلان پورې خپلو دندو ته دوام ورکوي. سترې محکمې تر اوسه په دې اړه پرېکړه نه ده کړې.

دا مهال پر يادو ٧ وزيرانو سربېره، د اطلاتو او کلتور، سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو، کانونو او پټروليم وزراتونه هم د سرپرستانو له خوا اداره کېږي؛ ځکه چې د اطلاعاتو او کلتور وزير عبدالباري جهاني او د کانونو وزير داوودشاه صبا له خپلو دندو استعفا کړې او د سرحدونو او قبايلو وزير محمدګلاب منګل د ننګرهار د والي په توګه ټاکل شوى دى.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement