د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

ديني عالمان د نوي کال د لومړۍ ورځې د نمانځنې په اړه بېلابېل نظرونه لري

ديني عالمان د نوي کال د لومړۍ ورځې د نمانځنې په اړه بېلابېل نظرونه لري

Mar 20, 2017 - 19:38

کابل (پژواک، ٣٠ کب ٩٥): يو شمېر ديني عالمان وايي، اسلام کې د غير مسلمانانو د اختر په توګه د نوروز ورځې نمانځل، حرام دي؛ خو که چېرې خلک د پسرلي په تړاو او له هغه څخه د نمانځنې په موخه د شريعت په چوکاټ کې تفريح او خوشحالي کوي، شرعي ستونزه  نه لري.

خو يو شمېر نور عالمان بيا وايي، اسلام د دې ورځې نمانځل که تر هر نوم لاندې وي؛ منع کړي دي.

د نوروز مېله او د بزګر جشن، د افغانانو له عنعنو شمېرل کېږي، چې يوه اوږده مخينه لري او د لمريز کال لومړۍ ورځ نه يواځې دا چې افغانستان، بلکې د ايران او تاجکستان هېوادونو په ګډون د سيمې په څو هېوادونو کې نمانځل کېږي.

د نوي کال په لومړۍ ورځ تفريح ځايونو او زياتونو ته تګ، د هفت مېوې چمتو کول له ډېر پخوا راهيسې د ځينو خلکو ترمنځ د رواج په توګه پاتې شوي. دغه راز بلخ کې د حضرت علي (رض) ته د منسوب شوي زيات جنډه پورته کول هم په يادو مراسمو کې شامل دي، چې يو شمېر هېوادوال او دولتي چارواکي په کې ګډون کوي.

په دې تړاو له پخوا راهيسې د ځينو کسانو او ان يو شمېر ديني عالمانو ترمنځ د نظر اختلاف موجود دى او سږ کال هم د فېسبوک يو شمېر کاروونکو په دې تړاو بېلابېل نظرونه وړاندې کړي دي.

خو د کابل ښار د وزير محمد اکبرخان جومات خطيب او د کابل پوهنتون د شرعياتو پوهنځي استاد ډاکټر محمداياز نيازي په دې اړه پژواک خبري اژانس ته وويل: "له شک پرته، زموږ او ستاسو نوى کال له لمريز کال سره برابر، د وري مياشت ده... د لمريز کال کاليزه په قران پاک کې مشروعيت لري او د لمريز کال کاليزه له اسلامي اړخه کومه ستونزه نه لري."

دغه ديني عالم زياته کړه: "زموږ نوى کال له وري مياشتې پيلېږي او په دې تړاو چې هر نوى وخت شروع کېږي، يعنې سهار، شپه، نوې مياشت او نوى کال د خير او برکت دعاوې موجودې دي، حضرت پيغمبر (ص) به چې نوې مياشت پيلېده او هغه به يې ليدله؛ د خير او برکت دعا به يې کوله."

د هغه په وينا، که چېرې څوک د دې لپاره چې نوى کال پيلېږي او د نوي کال د برکت لپاره دعا کوي، کومه شرعي ستونزه نه لري.

دغه راز د استاد نيازي په وينا، که چېرې کورنۍ د پسرلي، سرسبزۍ، ښکلا او د نوي کال په راتګ سره  صحرا ته ځي او خوشحالي کوي؛ کومه شرعي ستونزه نه لري.

دى وايي: "راځو د نوروز کلمې ته، که ځينې خلک په دغې ورځې کې داسې ځينې کارونه ترسره کوي، چې مذهبي ريښې او اړخ ولري او په پخوانيو اديانو پورې تړلي وي او د اتش پرستو، د مجوسانو دين، زردشت او نورو او يا که چېرې نوروز د غير مسلمانانو د دين په توګه نمانځو، نو د اسلام له اړخه يو ناروا، ناسم او حرام عمل دى، لکه څرنګه چې موږ کرسمس نه شو نمانځلى."

دغه راز ياد ديني عالم زياته کړه: "که چېرې د نوروز ديني ريښو ته پام وشي او نوروز ونمانځل شي، چې لمر پرستو به په دغه ورځ د شپې او ورځې په برابرېدو سره دغه ورځ نمانځله، يو بل ته مبارکۍ ووايي، ګډاوې وکړي، جنډې پورته کړي، اور بل کړي او جمشېد ياد کړي؛ حرام دي."

نوموړي وويل، يو شمېر ديني عالمان په دغه برخه کې له افراط کار اخلي، چې بايد داسې ونه شي او په دغه برخه کې بايد افراط او تفريط ونه شي.

د هغه په باور، د دې پرځاى چې ځينې عالمان په دې تړاو ړندې فتواوې صادرې کړي، بايد يو علمي کنفرانس راوبلل شي او په کې د نوي کال د فرهنګي او شرعي اړخونو په اړه خبرې وکړي، څو له دې لارې يوې پايلې ته ورسيږي او خلک بايد له دې پېچلي او مبهم حالت راووېستل شي.

دغه راز په هغې مقاله کې چې د اهل تشيع يوه عالم ايت الله محسنى له لوري د نوروز د ديني او فقهي اړخونو په اړه ليکل شوې او د خبرگزارى صداى افغان خپره کړې، راغلي: "نوروز د لمريز کال، لومړۍ ورځ چې د وري مياشتې لومړۍ نېټه ده، ويل کېږي چې له ډېرو کلونو راهيسې د يو شمېر قومونو له لوري په ګډه نمانځل شوې او زموږ په عصر د ايران، افغانستان، تاجکستان، کردانو او نورو له خوا د ژمي په تېرېدو او د پسرلي، د ګلانو او طبيعت په غوړېدو سره تفريح ترسره کېږي او په ياده ورځ د افغانستان په ګډون د ځينو دولتونو له لوري رسمي رخصتي هم اعلانيږي."

په مقاله کې راغلي چې خلک په دې ورځ صحرا ته د طبيعت په لور ځي، په خپلو کورونو کې يو د بل هرکلى کوي، نوې جامې اغوندي، اووه ډوله مېوه جوړوي او په مزارونو جنډې دروي.

محسني ليکلي دي: ((زموږ په هېواد کې ګڼ خلک مزار (بلخ) ته ځي، هلته هم د ګل سرخ مېله کوي او هم د جنډې اوچتولو مراسمو کې چې د امير المومنين حضرت علي رض ته منسوب قبر په انګړ کې اوچتېږي، ګډون کوي.))

هغه په دې اړه چې ويل کېږي، نوروز د مشرکانو لپاره د اختر ورځ ده او بايد مسلمانان يې ونه نمانځي، ليکلي دي: ((هېڅ مسلمان يې د کفارو د اختر په خاطر نه نمانځي... مسلمانان په دې ورځ په نوروز مراسمو کې په خداى تعالى او حضرت محمد ص پورې دروغ نه تړي، خپل کار حلال ګڼي، هو! که چېرته څوک ووايي چې نوروزي مراسم د اسلام له اړخه دي، پر خداى او رسول ص دروغ تړل دي.))

دى کاږي: ((د مسلمانانو اوسني نوروزي مراسم چې د خوش طبعۍ او تفريح لپاره دي، د نادانه کفارو له هوسونو پيروي نه ده او د: ((و لا تـتـبـع اهـواء الذيـن لا يـعـلمـون)) مبارک ايات په دې پورې تړاو نه لري.))

هغه زياتوي: ((نوروز زموږ په نظر اختر نه دى، زموږ په فقهه کې هېڅ کوم عمل په ثابته فقهه نه دى ثابت شوى، سني او شيعه مسلمانان چې په څو هېوادونو کې په دې ورځو کې رسمي مراسم تر سره کېږي، شرعې ته يې نسبت نه کوي او يواځې د تفريح په موخه يې نمانځي.))

محسني وايي، د نوروز  په ورځ که څه هم تفريح جايزه ده، خو اختر نه دى او نه تعظيم لري.

خو يو بل ديني عالم مولوي شمس الرحمان فروتن وايي، لمر لمانځونکو به د نوروز په لومړۍ ورځ او د تلې مياشتې په لومړۍ نېټه د نڅا جشن جوړاوه او د دې ورځ نمانځه د هغوى پيروي ده.

هغه پژواک ته وويل: ((د اوبو او هوا بدلون وي او که په هر بل نوم، شريعت د دغې ورځې نمانځنه حرامه کړې ده، د وري په لومړۍ نېټه د پسرلي لومړۍ ورځ او د بزګر ورځې په نوم يې نمانځل جواز نه لري، کېداى شي چې په دويمه يا درېيمه ورځ ونمانځل شي.))

مولوي فروتن د جنډې اوچتولو مراسم او په کې ګډون کول هم د اسلام له نظره ناروا عمل بولي او زياتوي، دا ډول عبادات په قران او نبوي احاديثو کې ځاى نه لري او د دغه عمل تر سره کول، يو ډول خرافات ګڼل کېږي.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement