د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د برېښنايي تذکرو د وېش ازمايښتي بهير به په درېيو مياشتو کې پيل شي

د برېښنايي تذکرو د وېش ازمايښتي بهير به په درېيو مياشتو کې پيل شي

Mar 29, 2017 - 18:46

کابل(پژواک، ٩ ورى ٩٦): د برېښنايي تذکرو د وېش ازمايښتي بهير به تر راتلونکو درېيو مياشتو پورې پيل شي او ټاکل شوې چې په دې پړاو کې د هېواد ٥٠٠ وګړو ته برېښنايي تذکرې ورکړل شي.

د وګړو احوال د ثبت او برېښنايي تذکرو ادارې عمومي مشر همايون محتاط نن په کابل کې يوې خبري غونډې ته وويل چې د برېښنايي تذکرو د وېش پروګرام د ولسمشر د فرمان پر بنسټ پيلېږي.

د هغه په خبره، دا بهير څه باندې څلور ميليون ډالر لګښت لري چې تر راتلونکو درېيو مياشتو پورې به په يوه وخت کې په کابل، يوه ولايت او يوه بهرني افغان سفارت کې پيل شي.

محمد اشرف غني لس ورځې وړاندې په يوه ناسته کې ددغه بهير د پيل لپاره ٩٠ ورځې ضرب الاجل ټاکلى و.

د وګړو د احوالو د ثبت ادارې او برېښنايي تذکرو مشر زياته کړه چې له دغې طرحې سره سم، په دې پړاو کې به ٥٠٠ هېواد وال چې د ١٠ وزارتونو  مامورين په کې دي، برېښنايي تذکرې تر لاسه کوي.

 محتاط وويل چې له دې شمېر کسانو د کابل د  ١٥٠ زره اوسېدونکو  د هويت د ثبت لومړني پړاوونه بشپړ شوي دي.

د وګړو د احوالو د ثبت او برېښنايي تذکرو مشر زياته کړه، د وګړو د احوالو د ثبت اطلاعاتي بانک کې ٣٦ ډوله اطلاعات شته چې د مليت او قوميت په ګډون يې اته هغه په تذکرو کې درج کېږي.

محتاط ددغه ناستې په څنډه کې د وګړو د احوالو د ثبت او برېښنايي تذکرو ادارې د کارکوونکو د ګومارنې په اړه پژواک ته وويل چې د ګومارنې بهير د اداري اصلاحاتو د  يوې داسې کمېټې له لوري ترسره کېږي چې د بېلابېلو ادارو د استازو نه جوړه شوې ده، خو لومړيتوب هغو کسانو ته ورکول کېږي چې پخوا په دې برخه کې روزل شوي دي.  

هغه وويل:((هغه شمېرې چې له ازمايښتي پړاو نه تر لاسه کېږي، کولى شو چې د وېش پروګرام په ټول هېواد کې په کره ډول تر سره کړو.))

ولسي جرګې په ١٣٩٢ لمريز کال کې د نفوسو احوال د ثبت قانون د تصويب په سر د برېښنايي تذکرې ځانګړتياوې نهايي او تصويب کړې او له مخه يې پرېکړه وشوه چې د افغان کلمه او د وګړو قوميت په تذکره کې ونه ليکل شي، يوازې ( د افغانستان اسلامي جمهوريت) ليکل بسنه کوي.

 دا قانون د ولسمشر محمد اشرف غني له لوري توشېح شو، د يو شمېر ټولنيزو او سياسي ډلو اعتراض ددې لامل شو چې عملي نه شي.

خو وروسته د اعتراضونو له زياتېدو وروسته ياد شوى قانون تعديل شو او لس ورځې وړاندې د ولسمشر له لوري توشېح شو. د وګړو د احوالو د ثبت قانون د شپږمې مادې له مخې چې تعديل شوې، پر فردي ځانګړتياوو سربېره د (افغان) مليت، قوميت او دين هم د برېښنايي تذکرې په لومړۍ پاڼه کې ليکل کېږي.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement