د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

" که د تښتونو مخنيوى ونه شي نو سوداګر او پانګوال به هېواد پرېږدي"

" که د تښتونو مخنيوى ونه شي نو سوداګر او پانګوال به هېواد پرېږدي"

Mar 29, 2017 - 19:03

کابل (پژواک، ٩ ورى ٩٦): د سوداګرۍ او صنايعو خونې د روان کال لومړۍ اوونۍ کې د پوليسو يونيفورم په مرسته د څلورو سوداګرو اختطاف په اړه اندېښنه وښوده او ويې ويل که د دا ډول تښتونو مخنيوى ونه شي، سوداګر او پانګوال به  هېواد پرېږدي.

ددې خونې عامل پلاوي مشر عتيق الله نصرت ، نن کابل کې دګردي مېز له لارې د کرنې سکتور ودې او پراختيا په تړاو د ولايتي تشبثاتو اجندا وړانديزونو په رڼا کې وويل چې ياد څلورکسان د کابل له وزيرمحمد اکبرخان، خيرخانې اوکابل ښارسبزي منډوي څخه د روان کال لومړۍ اوونۍ کې د وسله والو کسانو له لوري تښتول شوي چې د پوليسو يونيفورم يې پر تن وو.

هغه له وضعيت څخه د اندېښنې څرګندولو ترڅنګ وويل چې د سوداګرو له ډلې يو يې له کورڅخه تښتول شوى دى.

هغه زياته کړه :" په رښتيا د شرم ځاى دى چې يو سوداګر له خپل کورڅخه د پوځې يونيفورم لروونکو کسانو له لوري تښتول کېږي."

 نصرت وويل :" په واقعيت کې نه پوهېږو چې دا کار د کومو کسانو له لوري ترسره کېږي او څوک په کې لاس لري؛ بايد حکومت يې وپېژني، يو سوداګر په چا باور وکړي؟ له چا څخه مرسته وغواړي؟ په رښتيا چې موږ  يې اندېښمن کړي يو."

د هغه په وينا، د اوسني وضعيت دوام  به له هېواد څخه د پانګې تېښتې ته لار هواره کړي، ځکه سوداګر نه شي کولى په داسې وضعيت کې خپل فعاليت ته دوام ورکړي.

 د نوموړي د معلوماتو له مخې، ١٣٩٥کال کې د اختطاف څه باندې ١٠٠ پېښې کابل، هرات، ننګرهار او کندهار ولايتونو کې رامنځ ته شوې دي.

د کابل امنيه قوماندانۍ وياند عبدالبصير مجاهد په دې اړه پژواک خبري اژانس ته وويل  چې يادې تښتونې د پوځي يونيفورم  په کارولوسره رامنځ ته شوې دي؛ خو پوليسو له تېرو څلورو پېښو څخه وروسته جدي عمل کړى او د قضيې په تړاو يې څو کسان نيولي ، هغه وويل چې په دې اړه جزييات به له څېړنې وروسته اعلان شي.

نوموړي زياته کړه چې څلور واړه قضيې تر څېړنې لاندې دي او پوليس هڅه کوي څو ياد سوداګر د تښتوونکو له  منګولو څخه وژغوري.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement