د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د مدني ټولنې بنسټونو د واحدې څوکۍ طرحې عملي کول له ستونزو ډک وباله

د مدني ټولنې بنسټونو د واحدې څوکۍ طرحې عملي کول له ستونزو ډک وباله

Mar 30, 2017 - 17:40

کابل (پژواک، ١٠ ورى ٩٦): د مدني ټولنې يو شمېر بنسټونه وايي، د ټاکنو کمېسيون ته د حکومت له لوري د وړانديز شوې واحدې څوکۍ طرحه له ننګونو ډکه ده او بايد عملي نه شي.

د افغانستان د بشري حقونو او مدني ټولنې شبکې اجرايي مشر محمد نعيم نظري نن په کابل کې د مدني ټولنې د بنسټونو يو شمېر استازو په شتون کې د يوې خبري ناستې پر مهال د واحدې څوکۍ (تک کرسي) طرحې په اړه خبرې وکړې.

هغه وويل، د واحدې څوکۍ طرحه په راتلونکو پارلماني ټاکنو کې د هېوادوالو د مشارکت حق په ولکه کې د اخيستو په معنا دى او د کار د دې لامل کېږي چې په کې قومي او مذهبي مسايلو ته لمن ووهل شي او له امله يې ټاکنې په روڼ او ډيموکراتيک ډول ترسره نه شي.

نظري زياته کړه، د ياد سيستم پر بنسټ د افغانستان هر ولايت د خلکو د نفوس له مخې پر حوزو وېشل کېږي او هېوادوال به په اړوند او محدوده حوزه کې د خپلې حوزې نوماند وکيل ته رايه ورکوي.

د هغه په وينا، د ټاکنو په قانون کې د واحدې څوکۍ طرحې د تاييد په صورت کې به د هېواد ٣٤ ولايتونه په ٢٥٠ ټاکنيزو حوزو بدل شي او له دې حوزو به يو- يو نوماند ولسي جرګې ته لاره ومومي.

د يادې ناستې يوې بلې مدني فعالې زهرا سپهر وويل، د يادې طرحې د عملي کېدو په صورت کې ښځو ته ډېر زيان رسېږي او دوى به د کمزوري اقتصاد له امله ونه شي کړى له نارينه نوماندانو سره سيالي وکړي.

هغې زياته کړه، د ټاکنو خپلواک کمېسيون تر اوسه پورې دغه کار نه دى مشخص کړى چې د يادې طرحې په عملي کولو سره به په راتلونکي ولسي جرګه کې څرنګه د ښځو ٢٥ سلنه شتون تضمين کړي.

د ناستې په پايله کې ګډونوالو يو پرېکړه ليک هم صادر کړ چې د ټاکنو د کره نېټې د نه څرګندولو په اړه د ټاکنو پر کمېسيون نيوکه شوې وه.

په ياد پرېکړه ليک کې راغلي، ولسمشر څو مياشتې وړاندې د مدني ټولنې، خلکو او نړيوالو جوړښتونو د فشار په پايله کې يو فرمان صادر کړ چې پر بنسټ يې د ټاکنو خپلواک کمېسيون بايد د ١٣٩٦ لمريز کال وړاندې د ولسي جرګې او ولسواليو شوراګانو د ټاکنو مهالوېش اعلان کړي، خو دغه کار تر اوسه پورې نه دى شوى.

حکومت او د ټاکنو خپلواک کمېسيون تر اوسه د مدني ټولنې بنسټونو د نيوکو او اندېښنو په اړه غبرګون نه دى ښودلى.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement