د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د جلال اباد- تورخم د دويم لين سړک چارې تر شپږو مياشتو بشپړېږي

د جلال اباد- تورخم د دويم لين سړک چارې تر شپږو مياشتو بشپړېږي

Apr 11, 2017 - 17:14

جلال اباد (پژواک، ۲۲ وری ٩۶): د ننګرهار د فوايد عامې رياست چارواکي وايي، د جلال اباد- تورخم  دويم لين سړک دوه برخې جوړې شوې او درېيمه برخه به يې په راتلونکو شپږو مياشتو کې بشپړه شي.

د دغه رياست مسوولين هيله من دي چې شاوخوا شپږ مياشتې وروسته به ياد سړک د موټرو پر مخ پرانيستل شي او په دې لاره د مرګونو ترافيکي پېښو مخه به ونيول شي.

د تورخم ـ جلال اباد سړک د جوړولو کار شاوخوا ۷ کاله مخکې د پاکستان له لوري پيل شو چې د يو لاس سړک تر جوړېدو وروسته يې د دويم لین چارې نيمګړې پاتې شوې.

د ننګرهار د فواید عامې چارو رييس ضابط خان منګل د وري په ۲۲مه پژواک خبري اژانس ته وويل، د دغه سړک د چارو ګړنديتوب په موخه يې د هغو موانعو په لرې کولو لاس پورې کړی چې د سړک په اوږدو کې  موجودې وې.

دى وايي: ((د جلال اباد ښار له عيدګاه جومات نه تر ثمرخېلو پورې د سړک دواړو لورو ته موانع وو، چې د سړک جوړونې شرکت ته يې ستونزې جوړې کړې وې، هغه مو د يو هيئت په مرسته لرې کړل او اوس ستونزه حل شوه.))

نوموړي زياته کړه، د ولايتي ادارې په لارښوونه يې لومړی د ملي اردو د څلورمې  پلې لوا مخې ته لګېدلي سيمټي دېوالونه لرې کړي چې وروسته به د هوايي ميدان مخ ته اېښودل شوي موانع هم لرې کړي.

د ده په وينا، د تورخم ـ جلال اباد دويم لين سړک چارې دوه برخې بشپړې شوې او يوه برخه يې پاتې ده، چې پاتې چارې به يې هم په شپږو مياشتو کې تکميل شي.

د فوايد عامې رييس دا هم وويل، له عيدګاه جوماته تر هوايي ميدانه د دواړو سړکونو په منځ کې د ګلدان جوړولو چارې هم پيلېږي چې د سړک روښانه کولو لپاره پايې هم ولري.

بلخوا د ننګرهار د ولايتي شورا ځيني استازي او د نظر خاوندان نيوکه کوي چې د دغه سړک چارې په تېرو اوو کلونو کې د پاکستان او افغانستان تر منځ د اړيکو تر ترينګلې کېدو او يا هم د تورخم دروازې تر بندېدو وروسته تړل شوې دي.

د ولايتي شورا منشي ذبيح الله زمري پژواک اژانس ته وويل، د پاکستان حکومت تل په دې برخه او په ټولو چارو کې افغان حکومت ته دوکه ورکړې او باور نشته چې دغه ځل دې هم دغه شپږ مياشتنۍ ژمنه رښتينې شي.

هغه زياته کړه: ((کله چې دواړه حکومتونه خپلو کې يو څه مناسبات خراب کړي؛ نو د سړک کار ودرېږي؛ که دروازه وتړل شي، نو د سړک کار درېږي، حکومت دې په دې برخه کې متبادله لار ولټوي.))

کارپوه اسدالله لاروی هم په دې اند دی چې د دغه سړک د چارو ځنډول په افغان حکومت ملنډې وهل دي او بايد افغان حکومت يې په اړه تجديد نظر وکړي.

نوموړی وايي، که پاکستان دغه سړک په راتلونکو شپږو مياشتو کې بيا هم بشپړ نه کړي، نو افغان حکومت دې له ناچارۍ پر بلې بديلې لارې باندې فکر کړي.

د فوايد عامې رييس انجنير منګل هم مني چې د پاکستان او افغانستان د اړيکو د خرابوالي له امله تل د دغه سړک د جوړېدو چارې نيمګړې پاتې شوې، خو وايي، دغه ځل ډېره هيله مندي ده چې سړک به تر راتلونکو شپږو مياشتو ورغول شي.

نوموړي زياته کړه: ((ياد سړک ډېر کله له دې امله ځنډول شوی، چې يا خو کارمندان د تورخم دروازې تړل کېدو له امله هلته پاتې شوې وي او يا هم مواد خلاص وي او دروازه بنده؛ خو دا ځل مواد په ډېره اندازه راوړل شوي او هوکړه شوې چې د دروازې تړل کېدل به پرې نورې اغېزه ونه کړي.))

په کابل کې د پاکستان سفارت مطبوعاتي دفتر وايي چې امنيتي ستونزې د دغه سړک د کار پر وړاندې ستونزې پيدا کړې دي.

سرچينې زياته کړې، پخوا د سړک د جوړوونکي شرکت پر کارکوونکو بريدونه هم شوي او کله ناکله د ويزو ستونزه هم وه.

د دغه سړک د جوړېدو کار تر کلني ځنډ وروسته، شاوخوا دوه کاله وړاندې په کابل کې د پاکستان د سفير ابرار حسين او د فوايد عامې وزارت معين نورګل منګل په لاسونو يو ځل بيا پيل شوې او اټکل يې کړی و چې تر لسو مياشو به دغه سړک بشپړ شي؛ خو دا دوه کاله کېږي چې سړک په بشپړ ډول نه دی رغول شوی.

دا چې د دغه سړک په اړه د ننګرهار د فواعد عامې رياست اوسنۍ ژمنه به تر کومه رښتينې وي، وخت ته اړتيا ده؛ خو تر ډېره باور دى چې دا ځل په سړک تر شپږو مياشتو پورې ګټې اخيستنې ته چمتو شي.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement