د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

"د طالبانو کورنيو ته د اکراميې پيسو د ورکړې موضوع دې وڅېړل شي"

"د طالبانو کورنيو ته د اکراميې پيسو د ورکړې موضوع دې وڅېړل شي"

Apr 11, 2017 - 15:56

کابل (پژواک، ٢٢ ورى ٩٦): مشرانو جرګې د طالبانو کورنيو ته، د امنيتي ځواکونو د شهيدانو کورنيو د اکراميه پيسو وېشنه د اندېښنې وړ وبلله او پرېکړه يې وکړه چې د جرګې له لوري دې د موضوع د څېړنې په موخه يو پلاوى کندوز ته واستول شي.

د کندوز والي اسدالله عمرخېل په يو ويډيويي کليپ کې چې په دې وروستيو کې خپور شوى، وايي: ((قسم خورم چې د هغوى [طالبانو] له ٥٠ تر ٦٠ کسان وژل شوي وو، وارثان يې راغلل او له ما يې د شهيدانو پيسې واخيستي، ټول يې په همدې جګړه کې مردار شوي وو، موږ هم ملت ته وويل چې خير دى، د دولت لمن پراخه ده.))

په مشرانو جرګه کې د کندوز د خلکو استازي عبدالله قرلق د جرګې په نننۍ ناسته کې د کندوز د والي څرګندونو ته په اشارې سره وويل: ((يو پلاوى له ٥٠ ميليونه افغانيو سره د امنيتي ځواکونو د شهيدانو او ټپيانو د مرستې په موخه کندوز ته تللى و، خو دا چې په وېش کې يې بې عدالتي شوې وه، بېرته له ١٦ ميليونه افغانۍ سره کابل ته راغی.))

نوموړى د طالبانو کورنيو ته د پيسو وېشنې د څېړلو غوښتنې تر څنګ وويل چې دغه کار پر حکومت د امنيتي ځواکونو د بې باورۍ لامل ګرځي.

د جرګې بلې غړې ليلما احمدي هم وويل چې د کندوز د والي څرګندونې د اندېښنې وړ دي.

هغې د مشرانو جرګې له اداري پلاوي وغوښتل چې دا قضيه ساده ونه بولي او په ورته وخت کې د کندوز والي بايد په دې اړه خلکو ته وضاحت ورکړي.

د مشرانو جرګې مشر فضل هادي مسلم يار وويل: ((دا قضيه زياتې څېړنې ته اړتيا لري، موږ بايد د حقيقت له روښانتيا وړاندې تصميم ونه نيسو.))

نوموړي د مشرانو جرګې د کورني امنيت او دفاعي چارو له کمېسيون وغوښتل چې په جرګه کې د کندوز له استازو سره په ګډه دغه ولايت ته سفر وکړي او په تړاو يې خپل راپور جرګې ته وړاندې کړي.

په ورته وخت کې د کندوز د والي وياند سيد محمود دانش د طالبانو پر کورنيو د امنيتي ځواکونو د اکراميې پيسو د وېشلو په اړه وويل چې يوازې څلور ميليونه افغانۍ چې له ارګ نه د (پل کندهاري) سيمې د اوسېدونکو د عريضو پر بنسټ ولايت ته را استول شوې وې، د والي له لوري وېشل شوې دي.

خو وياند د هغو کسانو د هويت په اړه څه ونه ويل چې په پل کندهاري سيمه کې له دې پيسو برخمن شوي دي.

په ورته وخت کې د کندوز امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالحميد حميدي هم د طالبانو پر کورنيو د امنيتي ځواکونو د اکراميه پيسو د وېش خبره رد کړه او وويل چې اکراميه پيسې د محکمې د شرعي وثيقي د تنظيم او امنيتي ادارو له تثبيت وروسته د امنيتي ځواکونو د شهيدانو کورنيو ته وېشل کېږي او په دې برخه کې والي او امنيه قوماندان هېڅ رول نه لري.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement