د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د خلم- کندوز سړک يوه برخه جوړه شوه

د خلم- کندوز سړک يوه برخه جوړه شوه

Apr 12, 2017 - 19:59

مزارشريف (پژواک، ۲٣ وری ۹۶): د بلخ د خلم ولسوالۍ او کندوز تر منځ د قیر شوي سړک نيمايي برخه ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه.

د دې سړک پرانيسته چې د وري په ۲۳مه وشوه، د فوايد عامې وزير، د بلخ والي او په شمال زون کې د المان هېواد پراختيايي چارو مسوول برخه اخيستې وه.

دغه سړک د جرمني هېواد له خوا د ۱۲۰ ميلیونه يورو په مرسته د بلخ له خلم ولسوالۍ تر کندوز ښاره پورې جوړېږي.

د فوايد عامې سرپرست وزير محمود بليغ د سړک د نیمايي برخې د پرانيستې پر مهال رسنیو ته وويل، د کندوز او بلخ ترمنځ ۱۱۲ کیلومتره سړک لومړۍ او دويمه برخه، چې بلخ ولايت پورې اړوند ده، بشپړه شوه.

ده زياته کړه، د ياد سړک د درېیمې برخې موافقه لیک د جرمني او افغانستان تر منځ شوى او د څلورمې برخې پلان يې هم بشپړ دی.

خو نوموړي د کندوز له اړخه، چې د سړک درېيمه او څلورمه برخه په کې تېرېږي، د امنيت په تړاو اندېښنه وښوده.

د هغه په وينا، دوی بايد د درېيمې برخې د امنيتي پلان په تړاو جدي کار وکړي، چې ژر تر ژره يې چارې پيل شي.

ده اندېښنه وښوده چې د کندوز د امنيت په تړاو ځينې ستونزې شته دي.

د بلخ والي عطاء محمد نور بيا د کندوز او بلخ تر منځ جوړېدونکی سړک له اقتصادي پلوه ډېر ګټور وباله او زیاته يې کړه: ((همدا اوس چې له تاجکستانه کوم کاروان کندوز ته راځي، نو بايد د بغلان او سمنګان له لارې بلخ ته ځان ورسوي.))

د هغه په خبره، که چېرې ياد سړک جوړ شي، نو نه یواځې چې دواړه ولایتونه مستقيماً له ټرانسپورټي اړخه ونښلي، بلکې تر منځ يې څه باندې سل کيلومتره واټن هم کمېږي.

په شمال زون کې د المان هېواد پراختيايي چارو مسوول مايکل وایمر وويل، دغه پروژه د المان هېواد له خوا په افغانستان کې يوه له مهمو پروژو څخه ګڼل کېږي.

نوموړي زياته کړه، ياد سړک د نړيوالو معيارونو په پام کې نيولو سره د المان هېواد له خوا په ۱۲۰ ميليونه يورو جوړېږي.

کندوز او بلخ دوه ګاونډي ولايتونه دي، چې د ياد سړک په جوړېدو به يې نه یواځې تر منځ اقتصادي اړيکې پیاوړې شي، بلکې له امنيتي لحاظه هم به هم تر ډېره خوندي شي.

د کندوز – خلم د سرک پر کارونو په ۲۰۱۱ کال کې پيل شوى و، خو په ۲۰۱۵ کې یې د قیرولو چارې پیل شوې او لا هم د دغه سړک د جوړولو کارونه د کندوز په برخه کې د امنیتي ستونزو له امله نیمګړې پاتې دي.

نښه: 

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement