د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

فساد؛ کډوالو ته د ځمکې وېشلو په برخه کې د ځنډ لامل شوی

کډوال

ارشيف

فيچرونه

ارشيف

فساد؛ کډوالو ته د ځمکې وېشلو په برخه کې د ځنډ لامل شوی

Apr 30, 2017 - 16:13

کابل (پژواک، ١٠ غويى ۹۶): په تېرو څو کلونو کې هېواد ته راستنې شوې ځينې کډوالې کورنۍ وايي چې د حکومت له خوا ورته د ځمکو اسناد ورکړل شوي، خو تر اوسه يې نه ځمکې ترلاسه کړې او نه هم ورته نورې اسانتياوې برابرې شوې دي.

د وسله والو طالبانو حکومت له نسکورېدو او د حامد کرزي حکومت له رامنځته کېدو سره سم له ګاونډيو او نورو هېوادونو د کډوالو د راستنېدو لړۍ هم پيل شوه.

د کډوالو چارو وزارت او د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ د معلوماتو له مخې، په تېرو ١٥ کلونو کې تر پنځه ميليونه زيات افغان کډوال بېرته خپل هېواد ته ستانه شوي دي.

ډېرى کډوال د نا امنيو له امله خپلو سيمو ته نه شي تلای او دوى اړ شوي چې په نورو خوندي سيمو کې ژوند وکړي.

د افغانستان حکومت لسګونو زرو کډوالو ته د ځمکې اسناد وېشلي او دغه راز يې په بېلابېلو سيمو کې دوى ته لسګونه ښارګوټي جوړ کړي، خو کډوال شکايت کوي چې تر اوسه ورته ځمکې نه دې سپارل شوې او په ښارګوټو کې ورته د ژوند لومړنۍ اسانتياوې هم نه دې برابرې شوې.

بلخوا په يو شمېر ولايتونو کې غاصبينو د کډوالو لپاره ځانګړې شوې ځمکې او ښارګوټي هم غصب کړي دي.

د پژواک د ترلاسه کړو معلوماتو له مخې، يوازې په ننګرهار ولايت کې غاصبينو د کډوالو له دوه زره زياتې نومرې غصب کړې، يوازې ۱۲زره کورنيو نومرې ترلاسه کړې او ١٦٠زره کورنۍ د نومرو ترلاسه کولو په هيله د کډوالو چارو رياست ته تګ راتګ کوي.

دغه راز د کډوالو په ښارګوټو کې يو شمېر هغه کورنۍ هم شته چې د کډوالۍ اسناد نه لري خو د کډوالو په ښارګوټو کې يې ځان ته کورونه جوړ کړي دي.

د راستنو شوو کډوالو شکايتونه

د ننګرهار د کډوالو چارو رياست مخې ته هره ورځ په اوړي کې سوځوونکی لمر او په ژمي کې ساړه ډلې ډلې اړمن کسان په دې خاطر تيروي، چې يوه ورځ به يې وار راشي او د کډوالو چارو رياست به ورته نمره ورکړي.

٥٠ کلن سعيدالله د خوږياڼو ولسوالۍ دی، له کلونو راهېسې په پاکستان کې اوسېده او د عمر ډيره برخه يې همالته تيره کړې؛ خو تېر کال خپل هيواد ته راستون شوی دی.

هغه پژواک اژانس ته وويل، له کله راهېسې چې هيواد ته راغلی، کډوالو چارو رياست ته يې عريضه کړې؛ خو هر ځل چې راغلی ورته نوې نېټه ښودل شوې، چې نږدې کال يې برابر شو.

دی وايي، ډير داسې خلک يې وليدل، چې تر وروسته راغلل؛ خو کمېشن کارانو سره د جوړجاړي په وجه يې نمره ترلاسه کړې ده.

محمد ګل چې د خپلې مېرمنې په نوم يې کډوالو چارو رياست ته د نومرو ترلاسه کولو عريضه کړې، وايي له درېيو مياشتو راهيسې هره اوونۍ راځي خو تر اوسه ورته هېچا هم د نومرې ترلاسه کولو دقيقه نېټه نه ده ښودلې.

هغه وايي: ((دلته هره ورځ راځو، عريضه مو ورکړې، هېڅ په پته يې نه پوهېږو چې څه وکړو، څوک مو دروازې نه دننه هم نه پرېږدي، غږ وکړي چې د فلاني خپلوان کوم يو دی، هماغه پرېږدي، نو که نومره راکوي هم راته ودې وايي او کنه یې نه راکوي هم.))

د سنځلې په نوم يوې کونډې چې عریضه ورسره وه او غوښتل يې د کډوالو چارو رياست ته د ځمکې ترلاسه کولو لپاره داخله شي، د دروازې ساتونکو اجازه ورنه کړه.

هغې پژواک اژانس ته وويل ، دا يې پنځمه مياشت ده چې همدا ډول چلند ورسره کېږي.

بلخوا د کډوالو لپاره د ځانګړي شوي ښارګوټي اوسېدونکي وايي چې دوى ته د ژوند لومړنۍ اسانتياوې نه دي برابرې شوې دغه راز په دغه ښارګوټي کې نا کډوالې کورنۍ هم اوسېږي.

په شيخ مصري ښارګوټي کې اوسېدونکی سيف الرحمن وايي چې کډوالي يې نه ده کړې؛ خو نومره يې د اول ګل په نوم له هغه شخص څخه پېرلې چې د کډوالۍ فورمه يې درلوده او له کډوالو چارو رياسته يې پرې دغه فورمه ترلاسه کړې ده.

په دغه ښار ګوټي کې اوسېدونکی کډوال احمد سير وايي چې دلته د څښلو اوبو ستونزه شته، دغه راز د روغتيايي اسانتياوو له نشتوالي سره هم مخ دي.

د مدني ټولنو نظريات

مدني ټولنې وايي چې د قانون نه حاکميت، د ښارګوټو د تطبيق په کمېسيون کې د ډېرو ادارو موجوديت او د دغه کمېسيون نه جديت د دې لامل شوی چې په ننګرهار کې کډوالو ته پر وخت نومرې نه دي ورکړل شوې.

په ننګرهار کې د رونټيا د څار ادارې استازي ډاکتر محمد حنيف هاشمي پژواک اژانس ته وويل، غوښتل يې په دغه ولايت کې د کډوالو د ستونزو او په ځانګړې توګه دوی ته د نومرو د ورکړې په اړه سروې ترسره کړي خو د چارواکو د بوختیاوو له امله بريالي نه شول.

دی وايي: ((موږ يوه ټولنه لرو او غوښتل مو د کډوالو په اړه سروې ترسره کړو. يوه مياشت مو خواري وکړه چې د کډوالو له رييس، مرستيال او يا هم بل کوم کارمند سره په ټيلېفون خبرې وکړو خو هغوی زموږ ټيلېفون ته د خپلو مصروفيتونو له امله ځواب را نه کړ.))

د ډاکتر هاشمي د معلوماتو له مخې، په ننګرهار کې کډوالو ته د نومرو د ورکړې پروسه ډېره اوږده ده او کډوال اړ دي چې د يوې نومرې د ترلاسه کولو لپاره څو ادارو ته ورشي او په ورځو ورځو ورته انتظار وکړي.

نوموړي دا هم وويل چې بې واسطې خلکو ته په اسانۍ نومرې نه ورکول کېږي او وړانديز يې وکړ چې د قانون حاکميت کولی شي چې د ښارګوټو د ځمکو د غصب مخه ونيسي او ښارګوټي تطبيق کړي.

د کډوالو چارو رياست فعاليتونه او ځواب

د ننګرهار د کډوالو چارو رياست وايي چې دوی په ننګرهار کې د کډوالو لپاره دوه ښارګوټي جوړ کړي او دوه يې تر کار لاندې دي چې په ټولو ښارګوټو کې د ۴۴زره کډوالو د اوسېدو لپاره اسانتياوې برابرېږي.

د کډوالو چارو رييس غلام حيدر فقيرزي پژواک اژانس ته وويل چې د چمتلې او شيخ مصري په نومونو دوه ښارګوټي چې ۱۴زره نومرې په کې نقشه شوې، کلونه وړاندې پرانیستل شوی دی.

هغه وايي، په شيخ مصري ښارګوټي کې ۶۰۰۰ کورنيو ته نومرې ورکړل شوې او دغه ښارګوټی هېڅ ستونزه نه لري خو د چمتلې ښارګوټی چې ۸۰۰۰ نومرې لري، له دوو زرو ډېرې يې خلکو غصب کړې دي.

ده د غصب شوو نومرو په اړه وويل: ((هلته نا امني ده، موږ چې کله له ځان سره د سرخرود او خوږياڼو ولسوالۍ پوليس بوځو، هغوی وتښتي، موږ چې نومرې مستحقو خلکو ته ورکړو نو بيا يې بېرته ترې په زور وګرځوي.))

دی وايي چې له يوې خوا نا امني او له بلې خوا زورواکي د دغو نومرو د غصب لامل شوی او تر هغه چې هلته امنيتي پوسته جوړه نه شي نو دا ستونزه نه شي حل کېدلی.

نوموړی وايي، دوی ته ۱۶۰زره کډوالو د کور ځمکې ترلاسه کولو لپاره عريضې کړې دي، دوی يوازې ۱۲زره کورنيو ته نومرې ورکړې چې دا د دغو کډوالو ۱۳ سلنه جوړوي.

هغه زياته کړه: ((دلته ځمکې کمې دي، نو موږ تل دا وړانديز کړی چې بلند منزلونه جوړ شي او دغه ستونزه پرې حل شي.))

د کډوالو چارو رييس په دې اداره کې د نومرو د ورکړې په بهير کې د فساد خبره ځکه نه مني چې په خبره يې په تېرو شاوخوا څلورو کلونو کې دغه رياست د نومرو د وېش لړۍ بنده کړې ده.

د کډوالو چارو رييس وايي، په دغه رياست کې هېڅ کمېشنکار نشته او نه هم د رياست مخې ته کوم کمېشن کار موجود دی خو وايي تېر کال يې دوه ډلې نيولې وې.

امنيتي ادارې

د ننګرهار د امنيې قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول حضرت حسين مشرقيوال پژواک اژانس ته وويل چې د قوماندانۍ اړوند د سره رود او خوږياڼو ولسواليو پوليسو تل له غاصبينو د کډوالو ښارګوټي د غصب شوو ځمکو په راګرځولو کې مرسته کړې ده.

دی وايي چې د ځمکو د غصب په تور يې يو شمېر کسان هم نيولي او عدلي او قضايي ارګانونو ته يې معرفي کړي خو ورسره په دې اړه کره شمېره نه وه موجود.

کډوالو ته د نومرو ورکولو په اړه د حکومت فعاليتونه

د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼي پژواک اژانس ته وويل چې داخلي بېځايه شوو ته امنيت شورا ځانګړې بوديجه ځانګړې کړې ده چې پيسې به يې ډېر ژر ننګرهار ته انتقال شي او هغو کورنيو ته به ورکړل شي چې په جګړو کې يې کورونه ړنګ شوي، څو خپل کورونه بېرته ورغوي او خپلو مېنو ته ستنې شي.

نوموړي دغه راز په ننګرهار کې د کډوالو د دوو فعالو ښارګوټو او دوو تر کار لاندې ښارګو جوړېدل هم د ولايتي ادارې هلې ځلې ګڼي او وايي لا هم په دې برخه کې نور کار ته پلانونه شته.

خوږياڼي د کډوالو چارو رياست د هغې اندېښنې په ځواب کې چې د نا امنۍ له امله يې د ښارګوټو ځينې برخې زورواکو غصب کړې دي، وويل چې په اوږود مهال کې د ټولو غصب شوو ځمکو د بېرته راګرځولو پلان يې جوړ کړى دى.

هغه د نومرو د ورکړې په بهير کې د کمېشنکارانو د شتون په اړه معلومات نه درلودل، خو زياته يې کړه چې پخوا يې د موادو ترلاسه کولو په برخه کې يو شمېر کمېشنکاران او د رياست کارکوونکي نيولي دي.

د کډوالو په ښارګوټو کې د امکاناتو نه شتون او يو شمېر کورنيو ته د ځمکو د نومرو نه وېش، په کابل کې هم له بنسټيزو ستونزو څخه ګڼل کېږي.

د خليل الله خليلي ښارګوټى د کابل ولايت قره باغ ولسوالۍ کې په ١٣٨٦کال کې جوړشو او کډوالو ته په کې لس زره د استوګنې نومرې وېشل شوې دي.

خو دې ښارګوټي کې يو منځنۍ ښوونځى او روغتيايي کلينيک د يوې موسسې له لوري جوړشوي دي، شاوخوا ٣٦٠ کورنۍ په کې ژوند کوي، د برېښنا او څښاک پاکو اوبو په څېرنورې اسانتياوې په کې شتون نه لري.

 دې ښارګوټي کې د عبدالقهارحقمل په نوم اوسېدونکي هم د ټولنيزو اسانتياوو له نشتون څخه شکايت وکړ او ويې ويل :" دې ښارګوټي کې هغه اسانتياوې چې د خلکو ورځينۍ ستونزې هوارې کړي شتون نه لري، کلينيک کې بشپړمعاينات نه کېږي، ډاکټران د غرمې تر١٢ بجو دنده کې وي اوبيا کورته ځي؛ د شپې پرمهال ولادي ناروغان کابل ته لېږدو، دنجونو لپاره ليسه شتون نه لري، اوبه او برېښنا نه لرو او خورا ستونزمن ژوند لرو."

د هغه په وينا، اوسمهال دې ښارګوټي کې ٣٦٠ کورنۍ چې زياتو يې د استوګنې نومرې د راستنېدونکو اوکډوالو وزارت له خوا ترلاسه کړي دي او د خښتو ‎بټيو کې يوشمېرکارکوونکي هم دې سيمه کې ژوند کوي.

هغه زياته کړه :" دې ښارګوټي کې ١٠ زره استوګنې نومرې وېشل شوې دي؛ خو ټول نه دي راغلي، ښايي داسې کسان وي چې هېڅ مستحق نه وي، يوازې نومره يې اخيستې ده او دا چې هېڅ اسانتيا شتون نه لري، کورونه يې نه دي ودان کړي."

همداراز د کابل ښار قره باغ ولسوالۍ اوسېدونکي او دې ښارګوټي کې استوګن عبدالظاهر پژواک ته وويل :" پنځلس کاله وړاندې له پاکستان څخه راغلو او د کابل ښارچمن ببرک سيمه کې مو ترخيمولاندې ژوند کاوه، د کرزي واکمنۍ پرمهال همدلته د استوګنې نومرې راکړل شوې او له تېرو لسوکلونو دلته ژوند کوو."

هغه هم دې ښارګوټي کې د ټولنيزو اسانتياوو له نشتون څخه سر وټکاوه زياته يې کړه :" دې ښارګوټي کې تېرو لسوکلونوکې هېڅ کار نه ده شوى، سړک نشته، ښوونځي نشته، روغتون چې ٢٤ساعتونو کې فعاليت وکړي شتون نه لري، برېښنا نشته او زياتوستونزو کې ژوند کوو."

هغه وويل چې لومړيوکې دې ښارګوټي کې ٦٠٠ کورنيو ژوند کاوه؛ خو څو کاله وروسته د اسانتياوو نشتون له امله کډه شول او دمګړۍ ٣٦٠ کورنۍ ژوند کوي.

دواړه يادې سرچينې د کډوالو له وزارت څخه غواړي چې د برېښنا، څښاک پاکو اوبو، سړکونو، ليسې، بسترلروونکي روغتون، مارکېټونواو فابريکو جوړولو په برخه کې دې اقدام وکړي.

د کابل د کډوالو چارو رييس عبدالرحمن شمس پژواک ته وويل، د ولسمشر د ١٠٤مې ګڼې فرمان پر بنسټ، هغو کورنيو ته چې له کډوالۍ راستنېږي او د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ ( UNHCR)، د کډوالو چارو وزارت او يا هم د کډوالو نړيوال سازمان (IOM ( د راګرځېدو فورمې له ځان سره ولري، ځمکه ورکول کېږي.

هغه زياته کړه: "که چېرې کډوال د کابل اړوند وي، نو د کډوالو رياست يې د فورم کاپي اخلي، د تذکرې او د غوښتنپاڼې له کاپي سره يې د ښار ناحيې او يا ولسوالۍ ته د تصديق په موخه معرفي کوي، څو معلومه کړي چې ياد شخص ځمکه لري او که نه چې کله معلومه شوه چې ياد کس په خپل نوم د مېرمنې او يا ورور په نوم ځمکه نه لري، اړوند کمېسيون ته وړانديز کوي چې نوموړي کس ته يوه نومره ځمکه ورکړي."

د شمس په وينا، د ښارګوټو ځمکې د هغه کمېسيون له لارې چې د کليو او پراختيا، کرنې، ښار جوړولو وزارتونو او د کابل ښاروالۍ، بشري حقونو، د کډوالو رياست او د ولايت له استازو جوړ دى، مستحقو کسانو ته ورکول کېږي.

د کابل ولايت د کډوالو چارو مشر وويل، په کابل کې د کډوالو لپاره دوه ځانګړي ښارګوټي شته چې يو يې د قره باغ ولسوالۍ په باريک اب سيمه کې او بل يې د بګراميو ولسوالۍ په مموزيو سيمه کې شتون لري.

د هغه د معلوماتو پر بنسټ، تر اوسه مستحقو کسانو ته د باريک اب په ښارګوټي کې نهه زره نومرې ځمکه او د مموزي په ښارګوټي کې ٢٥٠٠ نومرې ځمکه وېشل شوې ده.

د کابل د کډوالو چارو مشر څرګنده کړه، اوسمهال د ٢٠زره نورو کډوالو اسناد هم له پړاوونو تېر شوي، خو د ځمکې د نه شتون له امله تر اوسه دوى ته کومه سيمه کې ځمکه په پام کې نه ده نيول شوې.

د کابل له ښار څخه د دغو ښارګوټو لرې والى او د عامه خدمتونو د وړاندې کولو لکه د ماشومانو د ښوونې او روزنې، د روغتيايي کلينيکونو او د لېږد رالېږد د منظم سيستم لپاره د زمينې نه شتون، هغه ستونزې دي چې د شمس په وينا، کډوال ورسره لاس او ګرېوان دي.

د هرات سیمه ییز مسوولین هم کډوالو کورنیو ته د وېش لپاره د ځمکې له کموالي شکایت کوي.

د هرات ولايت د کډوالو چارو رييس جاوېد نادم وايي چې دوى ته تر ٩زرو زياتې عريضې رسېدلې دي خو دوى يوازې ١٥٠٠ کډوالو ته ځمکې وېشلې دي.

هغه پژواک اژانس ته وويل چې په هرات ولايت کې د راستنېدونکو کډوالو لپاره يې يو ښارګوټى هم جوړ کړى دى. دغه ښارګوټى ١٣ فازه لري او ټول امکانات او اسانتياوې په کې په نظر کې نيول شوي دي.

د هرات د کډوالو چارو رييس وايي چې په تېرو لسو کلونو کې دوى وکولى شول د ياد ښارګوټي يوازې يو فاز فعال کړي او اوسمهال په کې ١٠٠ کورنۍ اوسېږي.

خو جاوېد نادم وويل، دغه ښارګوټى له ښاره ٣٥ کيلومتره لرې دى او ډېرى کډوال نه غواړي په دې کې ژوند وکړي.

خو دغه ولايت ته راستانه شوي کډوال وايي چې دوى له ډېرې مودې راهيسې عريضې ورکړې دي، خو تر اوسه يې په اړه هېڅ اقدامات نه دی شوی او نه يې هم ځمکه ورکړې ده.

غلام محبوب وايي چې اته کاله مخکې له ايران څخه بېرته خپل هېواد ته راستون شوى او د ځمکې لپاره يې عريضه ورکړې، خو تر اوسه يې ځمکه نه ده ترلاسه کړې.

هغه پژواک ته وويل: ((له ما څخه يې ٤٥٠٠ افغانۍ هم ترلاسه کړې، يوه پرزه يې هم راکړه، خو دا دی اته کاله کېږي چې ځمکه مې نه ده ترلاسه کړې.))

د شېراحمد په نوم يو بل کس هم پژواک ته وويل چې د ځمکې لپاره يې پيسې تحويل کړې، خو تر اوسه يې ځمکه نه ده ترلاسه کړې.

د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، دولت مکلف دى چې ټولو اړو راستنې شوو کورنيو ته سرپناه ورکړي او د ژوند نور امکانات ورته برابر کړي.

د دغه وزارت د رسنيو سلاکار حفيظ الله مياخېل پژواک خبري اژانس ته وويل چې حکومت پلان درلود د کډوالو لپاره په ٢٩ ولايتونو کې ٦١ ښارګوټي جوړ کړي چې د يو شمېر ځمکې يې دوى ته انتقال شوې او د ځينو کارونه لا نه دي خلاص.

نوموړي د کډوالو د ښارګوټو د کارونو ځنډولو ستر لاملونه غصب او د امنيت نشتوالى په ګوته کړ او ويې ويل چې دا پروسه يې له ستونزو سره مخ کړې ده.

مياخېل وويل چې راستنو شوو کډوالو ته د ځمکې ورکولو لپاره يو کمېسيون جوړ شوى چې اوه وزارتونه او ادارې يې غړيتوب لري.

د هغه په وينا، د راستنو شويو کډوالو اسناد د دغه کمېسيون له خوا څېړل کېږي او بيا له ارزونې وروسته هرې مستحقې کورنۍ ته په خپل ولايت کې ځمکې ورکول کېږي.

ده د ځمکو د نومرو په ورکولو کې ځينې ستونزې تاييد کړې، خو زياته يې کړه چې په دې پروسه کې د شفافيت لپاره هلې ځلې پيل شوې دي.

د کډوالو او راستنېدونکو چارو دغه چارواکي په ښارګوټو کې د اسانتياوو نشتوالى تاييد کړ خو په ډاګه يې کړه چې دوى د ښارګوټو معياري کولو لپاره يوه کمېټه جوړه کړې ده.

د هغه په وينا، کابل او ننګرهار ډېر زيات کډوال راستانه شوي او په دغو ولايتونو کې پخوا ډېرې نومرې وېشل شوې دي خو اوس هم دوى د ٥٠زرو نوو نومرو د وېش پلان لري.

مياخېل وويل چې په يو شمېر نورو ولايتونو کې کډوالو ته د ځمکو د نومرو د وېش پروسه روانه ده.

نوموړي زياته کړه چې د حکومت د نوې پاليسۍ له مخې، په مرکزي زون کې د اراضي ادارې او د پلازمېنې د انکشافي زون ادارې به له دې وروسته د ځمکو د وېش صلاحيت لري.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement