د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

په کندهار کې هدفي وژنې ډېرې شوې دي

په کندهار کې هدفي وژنې ډېرې شوې دي

May 08, 2017 - 17:27

کندهار ښار  (پژواک، ۱۸ غويی ۹۶): په کندهار کې د هوا له ګرمېدو سره هدفي وژنې ډېرې شوې دي او د دې ولایت اوسېدونکي یې اندېښمن کړي دي.

له تېرې ورځې راهیسې په کندهار ښار کې څلور تنه په نښه او وژل شوي دي.

همدا نن غرمه هم د کندهار د امنیې قوماندانۍ یو کارکوونکی د ښار په منځ کې د وسله والو له خوا په داسې حال کې په نښه او ووژل شو چې په خپل موټر کې له خپلې مېرمنې او ماشومانو سره یو ځای چېرې روان و.

دغه پېښه د کندهار ښار د څلورمې امنیتي حوزې اړوند له حکیمي پټرول پمپ سره شوې ده.

د کندهار  د والي ویاند صمیم خپلواک پژواک خبري اژانس ته وویل، وژل شوی کس عبدالظاهر نومېږي او د کندهار په امنیې قوماندانۍ کې یې کار کاوه چې د وسله والو تر برید لاندې راغی.

هغه زیاته کړه، په دې پېښه کې د هغه د کورنۍ غړو ته زیان نه دی اوښتی.

دی وايي، دغه برید د وسله والو موټر سایکل سپرو له خوا شوی چې وروسته تښتېدلي دي.

په ورته توګه تېره ورځ ماپښین مهال د کندهار ښار د لسمې امنیتي حوزې په ساحه کې هم یو پولیس افسر او یو سرتېری د وسله والو موټرسایکل سپرو په برید کې ووژل شو.

دغه راز د همدې ورځې په سهار بیا د کندهار ښار د نهمې ناحیې اړوند د لویې ویالې په سیمه کې د کندهار ولایت مقام د مطبوعاتي دفتر سلاکار عبدالغفور پېروز هم د وسله والو له خوا په نښه او وژل شو.

د کندهار ښار اوسېدونکي وايي، په دوو ورځو کې په رڼا ورځ د څلورو تنو وژل کېدل د اندېښنې وړ خبره ده، په داسې حال کې چې بريدکوونکي له بریدونو وروسته تښتېدلي دي.

د کندهار ښار اوسېدونکی تاج محمد وايي، امنیتي ځواکونه باید د دغسې بریدونو مخنیوی وکړي او امنیتي تدابیر سخت کړي.

دی وايي، هیڅوک هم د تګ راتګ پر مهال ځانونه خوندي نه احساسوي، دغسې پېښې ټول ژوند اغېزمن کوي.

د عبدالجبار په نوم د کندهار ښار بل اوسېدونکی هم ورته اندېښنه ښيي او وايي، دغو پېښو ته په کتو چې کله هم له کوره وځي، نو د کورنۍ غړي تر هغه ورپسې پرېشانه وي چې بېرته راستنېږي.

دی وايي، امنیتي ځواکونه دې په ښار کې د هدفي وژنو مخنیوی وکړي.

د کندهار چارواکي مني چې د هوا له ګرمېدو سره وسله والو خپل فعالیتونه ډېر کړي دي.

د کندهار د امنیې قوماندانۍ ویاند ضیا دراني پژواک خبري اژانس ته وویل، د امنیت د لا ښه ټینګښت په موخه پلانونه لري او هڅه کېږي له ځانګړو لارو چارو په کار اخیستو نه یوازې د هدفي وژنو مخنیوی وشي، بلکې برید کوونکي به هم ونیول شي او قانوني چلند به ور سره وشي.

په کندهار ښار کې د  ډېرو هدفي وژنو مسوولیت وسله وال مخالفین مني.

په تېر کې هم په ورته بریدونو کې امنیتي مسوولین، ملکي او دولتي چارواکي، قومي مشران او دیني عالمان په نښه  او وژل شوي دي.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement