د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د لوګر د محمداغې خلکو د ځمکو د غصب په غبرګون کې لاریون وکړ

د لوګر د محمداغې خلکو د ځمکو د غصب په غبرګون کې لاریون وکړ

May 24, 2017 - 11:48

پل علم (پژواک، ٣ غبرګولى ٩٦): د لوګر د محمد اغې ولسوالۍ سلګونو خلکو د ځمکو د غاصبينو پر وړاندې لاريون کړی او د کابل- ګردېز لويه لار يې د ترافيکو پر مخ تړلې ده.

دغه لاريون نن سهار (د غبرګولي درېيمه) نهه بجې پيل شوی چې د محمداغې ولسوالۍ قومي مشرانو او نورو اوسېدونکو په کې برخه اخيستې ده.

لاريون کوونکو د "مرګ پر غاصبينو" او "غاصبين دې بايد ونيول شي" شعارونه ورکول او له حکومت څخه يې په دې برخه کې د جدي اقدام غوښتنه وکړه.

يوه لاريون کوونکي او قومي مشر شېرعلي پژواک خبري اژانس ته وويل چې په محمداغه کې درې زره جريبه دولتي ځمکه غصب شوې ده.

شېرعلي وايي: ((حکومت بايد دغه ځمکه د غاصبينو له منګلو خلاصه کړي او بې سرپناه خلکو ته دې په کې ښارګوټې جوړ کړي.))

دغه راز بل لاريون کوونکي او قومي مشر عيسي خان وويل چې د دې ولسوالۍ ډېرى اوسېدونکي د استوګنې لپاره کورونه نه لري خو بيا ځمکې يې د ځينو خاصو کسانو له خوا غصب شوي دي.

هغه زياته کړه: ((ډېرو خلکو ځان ته په زراعتي ځمکو کې کورونه جوړ کړي، خو ډېر نور يې بيا نه زراعتي ځمکې لري او نه هم کور لري.))

يادو او نورو لاريون کوونکو ټينګار کاوه چې حکومت بايد هر څه ژر د محمداغې ولسوالۍ غصب شوې ځمکې د غاصبينو له منګولو وژغوري.

لاريون له تېرو دوو ساعتونو راهيسې د کابل- ګردېز لويه لار هم د محمداغې ولسوالۍ په مربوطاتو کې د ترافيکو پر مخ تړلې ده.

لاريون کوونکي وايي، تر هغه يې چې قناعت نه وي حاصل شوى، دغه لار د ترافيکو پر مخ نه خلاصوي.

د کابل- ګردېز لويې لارې يوه موټر چلوونکي اجمل پژواک ته وويل: ((لاريون د خلکو حق دى خو لاريون کوونکي بايد نورو خلکو ته مشکلات جوړ نه کړي.))

دى وايي چې د لاريون ساحه کې دواړو لورو ته سلګونه موټر ولاړ دي چې په ځينو کې بېړني ناروغان هم شته.

د اړوندې موضوع په اړه د لوګر د والي وياند سليم صالح پژواک ته وويل چې د ځمکو له غصب سره مبارزه د ولايتي چارواکو له لومړيتوبونو څخه ده.

هغه وايي: ((دا کومه ځمکه چې د محمداغې خلک يادوي، پر دې باندې درې ګونو محکمو پرېکړه کړې ده چې دا د دولت ځمکه ده، نو ډېر ژر به يې د بېرته را ګرځولو لړۍ پيل شي.))

د لوګر د ولايتي چارواکو د معلوماتو له مخې، په دغه ولايت کې د ١٨ سوه کسانو له لوري نږدې ٤٠ زره جريبه ځمکه غصب شوې چې اووه زره يې تر اوسه بېرته ګرځول شوې ده.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement