د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

نیمروز کې درې پوليس وژل شوي

نیمروز کې درې پوليس وژل شوي

Jul 06, 2017 - 17:23

زرنج (پژواک، ١٥ چنګاښ ٩٦): د نيمروز ولايت په خاشرود ولسوالۍ کې د طالبانو په يوه کمين کې درې پوليس وژل شوي او ددغه ولايت په مرکز کې دوه غله نيول شوي دي.

د دغه ولايت يوې سرچينې چې نه يې غوښتل نوم يې واخيستل شي، پژواک خبري اژانس ته وويل چې طالبانو د زرنج –دلارام پر لاره د خاشرود ولسوالۍ په هليلي سيمه کې د پوليسو يو افسر او دوه ساتنمنان له موټره کښته کړي او وژلي دي.

هغه زياته کړه: "دغه درې پوليس منسوبين چې کله د طالبانو له خوا له موټره ښکته کېږي له سيمې څخه تېښته کوي چې د طالبانو له خوا پر ډزو سره وژل کېږي او د هغوى موټر هم د طالبانو له خوا سوځول شوى او په موټر کې شته مهمات الوځول شوي دي."

د نيمروز امنيه قوماندان، مل پاسوال خواجه جيلاني ابوبکر د دې پېښې په تاييدولو سره وويل چې دغه کسان د امنيې قوماندانۍ له اجازې پرته او د خاشرود ولسوالۍ امنيه قوماندان ته له خبر ورکولو پرته هغې سيمې ته داخلېږي چې د طالبانو تر کنټرول لاندې ده.

نوموړي زياته کړه چې د پوليسو وژل شوو منسوبينو د زرنج- دلارام پر لاره په يوه امنيتي پوستنه کې دنده ترسره کوله.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

له بلې خوا د نيمروز امنيه قوماندان وويل چې پوليسو تېره شپه دوه غله چې په زرنج ښار کې يې د خلکو موټر سايکلونه غلاکول، نيولي دي.

نوموړي زياته کړه چې ددې کسانو څخه دوه موټرسايکلونه تر لاسه شوي او له هغوى څخه پلټنې دوام لري.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement