د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

ولسمشر غني د ګمرکونو د نړيوال سازمان له سکرتر جنرال سره وکتل

ولسمشر غني د ګمرکونو د نړيوال سازمان له سکرتر جنرال سره وکتل

Jul 17, 2017 - 12:09

کابل(پژواک،۲۶ چنګاښ ۹۶): ولسمشر غني د ګمرکونو د نړيوال سازمان له مشر سره د ليدنې پر مهال د ګمرکونو پر عصري کولو، د ظرفيتونو پر ودې، سيمه ‌ييز اتصال، د ګمرکونو په اسانولو او د بشري سرچينو پر پانګونې ټينګار وکړ.

له ارګ څخه پژواک ته رارسېدلې خبرپاڼه کې راغلي چې د افغانستان ولسمشر محمد‌اشرف غني نن له غرمې مخکې د ګمرکونو د نړيوال سازمان له سکرتر جنرال کانيو ميکورييا سره په ارګ وکتل.

په خبرپاڼه کې راغلي:"په دغه کتنه کې ولسمشر غني د ګمرکونو پر عصري کولو، د ظرفيتونو پر ودې، سيمه‌ييز اتصال، د ګمرکونو په اسانولو او د بشري سرچينوپر پانګونې ټينګار وکړ."

سرچينه زياتوي، دواړو خواوو له اروشا کنوانسيون سره د افغانستان د يوځای کېدو په اړه خبرې وکړې او دا يې د ښې حکومتوالۍ د تحقق او د ګمرکونو د عصري کولو په برخه کې مهم وباله.

په خبرپاڼه کې راغلي چې د ګمرکونو د نړيوال سازمان سکرتر جنرال کانيو ميکورييا، په دغو مواردو کې د ګمرکونو د نړيوال سازمان له خوا د همکاريو ډاډ ورکړ.

د يادولو ده چې په ۱۹۹۳کال  کې د تانزانيا د اروشا ښار په ناسته کې "د ښې حکومتولۍ او په ګمرکونو کې د همغږۍ په موخه د ګمرکونو د همکارۍ شورا" په نامه اعلاميه تصويب شوه او دا مهال د "اروشا کنوانسيون" په نامه ياديږي.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement