د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

په کونړ کې د نږدې سل ميليونه افغانيو په لګولو پروژې پيل شوې

په کونړ کې د نږدې سل ميليونه افغانيو په لګولو پروژې پيل شوې

Jul 17, 2017 - 16:24

اسعد اباد (پژواک، ٢٦ چنګاښ ٩٦): د کونړ په ماڼوګي ولسوالۍ کې د نږدې سل ميليونه افغانيو په لګښت د بيارغونې د درېيو پروژو کار پيل شو.

د کونړ د کلیو د پراختیا او بیارغونې رييس انجنير صفت الله شريفمل د چنګاښ په ٢٦مه د دې پروژو د پرانيستې په مراسمو کې پژواک خبري اژانس ته وويل، چې نن يې د ۹۸،۵ ميليونه افغانيو په ارزښت د بيارغونې د درېيو پروژو چارې يې پيل کړې.

هغه زياته کړه چې دا پروژې د ماڼوګي ولسوالۍ د بارکندۍ په کلي کې پيل شوې چې دوه يې په غرنيو سیمو کې د نوو سړکونو او يوه يې د استنادي دېوال جوړول دي.

د شريفمل په وينا، يو سړک ۱۲ کیلومترو اوږودوالى او ٦ متره سور لري او ٣٤ ميليونه افغانۍ لګښت پرې راځي.

ده وويل چې دويم سړک د بارکنډۍ له سيمې تر شړيک سيمې د ١٨ کيلومتره سړک ترميم دى چې ٤٥ ميليونه افغانۍ لګښت پرې راځي.

د نوموړي په وينا، د دې پروژې په منظورولو کې د ولسي جرګې وکيل صالح محمد صالح همکاري کړې ده او په جوړېدو سره به يې د سلګونو کورنيو ستونزې هوارې شي.

په ولسي جرګه کې د کونړ استازي حاجي صالح محمد صالح وويل چې د دغه ولايت خلک له ډېر ستونزو سره مخ دي او ډېر کار ته اړتيا لري.

د اجرائيه رياست سلاکار او د ماڼوګي ولسوالۍ اوسېدونکى پاينده حکمت د يادو پروژو پر پيلېدو خوښي څرګنده کړه او ويې ويل چې له دې سره به د خلکو  لويه ستونزه هواره شي.

هغه له مرکزي حکومت څخه وغوښتل چې کونړ ولايت ته ډېره پاملرنه وکړي، ځکه چې دا يو غرنيز ولايت دى او خلکو له لومړنيو اسانتياوو څخه بې برخې دي.

نښه: 

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement