د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

کورنيو چارو وزارت پر فساد شکمن قرار داديان څارنوالۍ ته ور پېژني

کورنيو چارو وزارت پر فساد شکمن قرار داديان څارنوالۍ ته ور پېژني

Jul 18, 2017 - 18:03

 کابل(پژواک، ٢٧چنګاښ ٩٦): د کورنيو چارو وزارت د شرکتونو پور ورکول خپل لومړيتوب بولي او وايي چې ټولو پور لرونکو ته به له تصفيې وروسته حساب ورکړي، خو شکمن مفسد قرار داديان به څارنوالي ته ور وپېژني.

دا په داسې حال کې ده چې د کورنيو چارو وزارت د دوه سوه ودانيزو قرار دادي شرکتونو استازو څلور ورځې وړاندې(٢٤چنګاښ) کابل کې يوه خبري ناسته کې وويل چې له درېيو کلونو راهيسې يې د کورنيو چارو وزارت ٣١٤ ودانيزې پروژې د اووه ميليارده افغانيو په لګښت پلې کړې، خو وزارت تر اوسه پورې پيسې نه دي ورکړې، که په نږدې راتلونکي کې پيسې ورنه کړل شي، پراخه مدني حرکتونه به پيل کړي.

 د کورنيو چارو وزارت د تاميناتو مرستيال حميد طهماسي نن په کابل کې يوې خبري ناستې ته وويل چې دغه وزارت له ١٣٩١ کال نه تر ١٣٩٥ کال پورې د اعاشې او محروقاتو، تعميراتو او ودانيزو چارو په برخو کې له شرکتونو څه باندې پنځه ميليارده افغانۍ پوروړى دى.

هغه زياته کړه چې د کورنيو چارو وزارت له ١٣٩٣ نه تر ١٣٩٥ کال پورې د تعميراتو او ساختماني چارو په برخه کې له شرکتونو دوه عشاريه څلور ميليارد افغانۍ پوروړى دى چى په دې برخه کې ٦٥ دوسيې موجودې دي.

 نوموړي وويل چې د پورونو ادا کول د وزارت په لومړيتوبونو کې راځي، د همدې موخې او فساد د مخنيوي لپاره يې د بهرنيو تمويلوونکو له استازو سره ګډه کمېټه جوړه کړې ده.

نوموړي د جزيياتو له ورکړې پرته وويل چې دې کمېټې پر ٦٥ دوسيو کار کړى، د يادو شوو دوسيو له ډلې د ١٣ دوسيو پيسې د کار پرمختګ ته په پام سره او د اوو دوسيو په بشپړ ډول د ورکړې وړ ګڼل شوې دي.

د نوموړي په خبره، دې کمېټې ويلي چې د فساد د شتون په سبب د ٤٥ نورو دوسيو پيسې د ورکړې وړ نه دي.

نوموړي پژواک خبري اژانس ته وويل، د هغو دوسيو د څېړنې لپاره چې د فساد شک او مظنونيت لري، د کورنيو چارو وزارت د تفتيش رياست له لوري يو پلاوى ورته ټاکل شوى، څو دوسيې په هر اړخيز ډول وڅېړي.

د نوموړي په خبره، که د تفتيش رياست د پلاوي څېړنې وښيي چې په دې دوسيو کې فساد شوى، د کورنيو چارو وزارت هم د دې دوسيو اړوندې پيسې له دولتي بوديجي ورکوي، له دې پرته به مفسد کسان له پېژندنې وروسته عدلي او قضايي مراجعو ته ور وپېژندل شي.

د نوموړي په خبره، د کورنيو چارو وزارت بايد د ١٣٩١ کال نه تر ١٣٩٣ کال پورې د وزارت د اعاشې او محروقاتو اړوندو ١٥٠ قرار دادونو له بابته درې ميليارده افغانۍ بېلابېلو قرار داديانو ته ورکړي.

 هغه وويل، ټاکل شوې چې د ماليې وزارت به دغه درې ميليارده افغانۍ ورکړي.

هغه څرګنده کړه چې د اجرايي مسووليت لرونکو کسانو له لوري په دندو کې ناغېړي، د اکثره قرار دادونو د منظورۍ نشتوالى او په پروژو او قرار دادونو کې د پراخه فساد شتون، د اعاشې، محروقاتو، تعميراتو او ودانيزو چارو په برخو کې له بېلابېلو شرکتونو د  کورنيو چارو وزارت د مقروضيت له عمده لاملونو ګڼل کېږي.

د کورنيو چارو وزارت د تاميناتو مرستيال وويل چې نړيواله ټولنه د امنيتي او دفاعي ځواکونو په ځانګړي ډول د کورنيو چارو وزارت د تمويل په برخه کې ژمنه ده، خو په دې شرط چې د لګښتونو په برخه کې روڼتيا او حساب ورکونه موجوده وي.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement