د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

روبوټ جوړوونکو افغان نجونو ته د سپینو زرو مډال ورکړ شو

روبوټ جوړوونکو افغان نجونو ته د سپینو زرو مډال ورکړ شو

Jul 19, 2017 - 11:14

کابل (پژواک، ٢٨ چنګاښ ٩٦): افغان نجونو په امريکا کې د روبوټونو جوړولو په نړيوالو سياليو کې د سپینو زرو مډال ګټلى دى.

دا سيالۍ چې درې ورځې يې دوام وکړ، پرون د امريکا په واشنګټن ډي سي ښار کې پاى ته ورسېدې چې په کې د افغانستان د روبوټ جوړوونکو نجونو شپږ کسيزه ډلې هم برخه اخيستې وه.

د افغانستان لوبډله په دې سیالۍ کې ١٠٣ درجه کې راغله. د افغانستان د ټېم روباټ ٦٩ نمبر و ، خو د يوې تخنيکي ستونزې له امله ١٠٣ نمبر ته راښکته شوه.

خو د مسابقې مسوولينو افغان لوبډلې ته د جرئت او زړورتيا په برخه کې د سپینو زرو مډال ورکړ.

امريکا په لومړيو کې د افغان نجونو شپږ کسيزې ډلې ته له ويزې ورکولو انکار کړى و، خو د ولسمشر ټرمپ په ځانګړې سپارښتنه يې ورته ويزې ورکړې او له سياليو دوه ورځې مخکې واشنګټن ته ورسېده.

دوى ستړي ستومانه وو، خو بيا يې هم وکولى شول په دې سياليو کې فعاله ونډه واخلي.

د دې سياليو په پاى کې د نړیوال بانک مشر جم يون کيم په خپله وینا کې له ټيکنالوجۍ سره د ځوانانو مينه وستايله او هغوى يې وهڅول چې په ټیکنالوجۍ کې انکشافاتو ته مخه کړي.

هغه وویل چې ټیکنالوجي د راتلونکي وخت لپاره د تر ټولو مهمه برخه ده؛ ځکه چې دا د نوو کارونو فرصتونه پیدا کوي او غریبي ختموي.

د افغان نجونو لوبډلې غړې ليدا عزيزي امريکا غږ ته ويلي: "دا مهمه نه ده چې موږ يې وګټو، زموږ لپاره مهمه دا ده چې د خپل هېواد افغانستان نوم وځلوو. "

د روبوټونو په دې سياليو کې د ١٦٢ هېوادونو زده کوونکو برخه اخیستې وه،

نښه: 

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement