د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

اتمر: افغانستان د ازبکستان دښمن خپل دښمن بولي

اتمر: افغانستان د ازبکستان دښمن خپل دښمن بولي

Jul 23, 2017 - 15:32

کابل (پژواک، د زمري لومړۍ نېټه ٩٦): د ملي امنيت سلاکار ازبکستان ته ډاډ ورکړی چې افغان ځواکونه به هېڅ یوې ترهګرې ډلې ته اجازه ورنه کړي چې له ګډې پولې تېر او د دغه هېواد خلک زيانمن کړي.

د ملي امنيت شورا له دفتره پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د افغانستان د ملي امنیت سلاکار محمدحنیف اتمر او ورسره امنیتي پلاوي، د ازبکستان په پلازمېنه تاشکند کې د نوموړي هېواد د امنیت شورا دفتر له مرستیال مراد عطاوف سره ولیدل.

سرچينه کاږي، په دې لیدنه کې دواړو لورو له ترهګرۍ سره د مشترکې مبارزې پر څرنګوالي، د نشه توکو د قاچاق پر مخنیوي او په سیمه کې د سازمان شوو جرمونو د له منځه وړو په موخه خبرې وکړې.

سرچينه زياتوي، په دې لیدنه کې په سیمه ییزه کچه ننګونې او ګواښونه هم وڅېړل شول او د ګډې حل لارې د رامنځته کېدو لپاره پر یو لوړ اقداماتو بحث وشو.

د خبرپاڼې په حواله، اتمر د ازبکستان امنیتي ټېم ته ډاډ ورکړ چې افغان ځواکونه به هېڅ یوې ترهګرې ډلې ته اجازه ورنه کړي چې له ګډې پولې څخه تېر او د ازبکستان خلکو ته زیان واړوي.

ده ويلي، د افغانستان دولت د ازبکستان دښمن خپل دښمن بولي او پر وړاندې یې له هېڅ ډول اقدام څخه درېغ نه کوي.

هغه زیاته کړې، دواړه هېوادونه امنیتي، اقتصادي او کلتوري مشترکات لري او د همکاري په دوام سره به ګډ ارزښتونه لا بهبود او ثبات پیدا کړي.

د خبرپاڼې د معلوماتو پر بنسټ، په دې لیدنه کې دواړو لورو پریکړه وکړه چې د همکاریو د دوام او څرنګوالي په موخه به د دوه اړخیز هوکړه لیک پر ترتیب مشترک کار کېږي.

د دغه هوکړه لیک له تایید وروسته به افغانستان او ازبکستان د مستیقمو اړیکو په ترڅ کې امنیتي او سیمه ییزو ګواښونو ته د حل لارو په پیدا کولو کې پرمختګ وکړي.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement