د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

ولسمشر د امنیتي او دفاعي ځواکونو سرښندنه او زړورتیا وستایله

ولسمشر د امنیتي او دفاعي ځواکونو سرښندنه او زړورتیا وستایله

Jul 23, 2017 - 19:40

کابل (پژواک د زمري لومړۍ نېټه ٩٦): ولسمشر غني د امنيتي او دفاعي ځواکونو سرښندنه او زړورتيا وستايله او د دښمن تر واک لاندې سیمو په بیا نیولو يې ټینګار وکړ.

له ارګ څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د ولسمشر محمد اشرف غني په مشرۍ نن مازیګر د وسله‌والو ځواکونو د اعلی سرقومندانۍ په غونډه کې د دښمنانو په ځپلو کې د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو هڅې وستایل شوې.

سرچينه کاږي، په دغه غونډه کې چې په ارګ کې وشوه، په بېلابېلو ولایتونو کې امنیتي ګواښونه په ځانګړي ډول غور، فاریاب، بغلان، کندوز او د هرات ولایت د شینډنډ ولسوالۍ وضعیت و ارزول شو او د امنیتي ګواښونو د دفع کولو په خاطر لازمې لارښوونې ورکول شوې.

سرچينه زياتوي، د وسله‌والو ځواکونو د اعلی سرقومندانۍ غونډې د دښمن تر واک لاندې سیمو په بیا نیولو ټینګار وکړ او د دښمن د شومو پلانونو په دفع کولو او د هغوی د ځالو په له منځه وړلو کې یې د امنیتي او دفاعي ځواکونو قرباني او مبارزه وستایله.

د خبرپاڼې د معلوماتو پربنسټ، په دغه غونډه کې اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله، د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر، د سیمه‌ییزو ارګانونو، امنیتي او دفاعي ځواکونو مشرتابه او د جمهوري ریاست د دفتر عمومي رئیس عبدالسلام رحیمي، د سیمه‌ییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې سرپرست او د غوڅ ملاتړ عمومي قومندان هم حضور درلود.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement