د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د غور تيوره ولسوالۍ بېرته دولتي ځواکونو ونيوه

د غور تيوره ولسوالۍ بېرته دولتي ځواکونو ونيوه

Jul 27, 2017 - 13:23

کابل (پژواک، ٥ زمرى ٩٦): د ملي دفاع وزارت وايي چې وسله والو ځواکونو د غور تيوره ولسوالي د کومانډو عملياتو په پايله کې نن سهار بېرته نيولې ده.

د ملي دفاع وزارت وياند تورن جنرال دولت وزيري وايي چې د غور تيوره ولسوالي پنځه ورځې وړاندې د وسله والو مخالفينو يوه بريد کې له دولتي حاکميته وتلې وه.

هغه زياته کړه:(( له نېکه مرغه چې د ملي اردو د کومانډو په چټکو عملياتو کې چې نن سهار ٩:٣٠ بجې تر سره شول، د دولتي ځواکونه بېرته واکمن شول.))

د کورنيو چارو وزارت وياند وايي چې په تيوره ولسوالۍ کې لا هم چاڼيز عمليات روان دي او جزئيات به يې وروسته خپاره شي.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement