د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

ولسمشر غني: ځوان افغان نسل بايد د سيمې متخصص شي

ولسمشر غني: ځوان افغان نسل بايد د سيمې متخصص شي

Jul 27, 2017 - 15:05

کابل (پژواک، ٥ زمرى ٩٦): ولسمشر غني وايي، افغان ځوانان بايد د طبيعي سرچينو په ځانګړي ډول د اوبو په اړه کافي معلومات ترلاسه کړي؛ ځکه په راتلونکي کې د اوبو مدیریت د هغوی په لاس کې دی.

نوموړي دغه خبرې پرون ماښام په ارګ کې د افغانستان د روزنیز پارلمان له غړو سره په کتنه کې کړې دي.

له ارګه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر د ځوانانو روزنیز پارلمان څخه د ولسواکۍ په برخه کې د هغوی د فعال ګډون په خاطر مننه وکړه او وې ویل: "تاسې د افغانستان  لوی اوسنی نسل او د اتفاق او یووالي کیلي یاست."

ده وويل، باید د ملي بحث فرهنګ جوړ کړو؛ ځکه بحثونه ولسي اجماع رامنځته کوي.

ده زياته کړه، د ځوانانو پارلمان لپاره به بودجه په پام کې ونیول شي او د ځوانانو د روزنیز پارلمان له غړو یې وغوښتل چې رغنده وړاندیزونه له حکومت سره شریک کړي.

د هغه په وينا، ډېر ژر به دولتي خالي بستونه ډک شي او له ځوانانو یې وغوښتل چې په رقابتي پروسو کې ګډون وکړي.

نوموړي زیاته کړه، د ځوانانو له نورو بنسټونو سره په همغږۍ دې د ځوانانو په اړه میاشتینۍ غونډې تنظیم شي، چې ستونزې او وړاندیزونه یې منسجم شي.

ولسمشر وغوښتل، د ځوانانو ستونزې او وړاندیزونه دې په میاشتني ډول له ټولو ولایتونو راټول او جمهوري ریاست ته دې وسپارل شي.

د ده په خبره، د ځوانانو موضوعات بین الوزارتي دي او په هر وزارت کې به د ځوانانو برخه فعاله شي، ترڅو د ځوانانو په برخه کې ټول وزارتونه ځان مسوول احساس کړي او زیاته یې کړه، په ارګ کې به د ځوانانو ارشد مشاوریت ایجاد شي، ترڅو د ځوانانو طرحې تعقیب او تطبیق کړي.

هغه د تعلیمي او تحصیلي نصاب د بدلون په اړه وویل، په دې برخه کې به عالي شورا جوړه شي چې د تعلیمي او تحصیلي نصاب د اصلاح او بدلون په اړه مفصل بحثونه وشي.

جمهور ريیس په دغه بدلون کې د ځوانانو ونډه مهمه وبلله او وې‌غوښتل، چې خپلې طرحې او وړاندیزونه ورسره شریک کړي.

ده وویل، تعلیم باید زموږ د پروژو تطبیق سره اړیکه ولري او د یوې ښې راتلونکې د تامین لپاره د ځوانانو ونډه ارزښتناکه ده.

هغوی ته په خطاب کې یې وویل، ځوانان باید پالیسي جوړوونکي وي چې دغه پالیسي جوړول د ستونزمنو بدیلونو ترمنځ انتخاب مشخصوي.

ده زیاته کړه، اوسنی وضعیت باید ټول تشخیص کړو او د افغانستان ته د پراختیا او انکشاف په لور جهت ورکړو.

هغه وویل، د ځوانانو استازي کولی شي د اقتصاد عالي شورا په غونډو کې ګډون وکړي او د پلان جوړونې او برنامه جوړونې څرنګوالی زده کړي.

د هېواد ولسمشر په بېلابېلو برخو کې اوسني پرمختګونه د منلو وړ ونه بلل او ټینګار یې وکړ، چې په ځانګړي ډول د ورزش او روغتیا سکتور په برخه کې به بدلونونه رامنځته شي او د اولمپیک ملي کمېټې او فدراسیونونو ټاکنې باید د ټاکنو خپلواک کمېسیون له خوا ترسره شي.

هغه څرګنده کړه چې د ترکمنستان د اولمپيک په اسیايي لوبو کې د افغان ورزشکارانو د ګډون په خاطر ځانګړې بودجه په پام کې نیول شوې ده، ترڅو زموږ ورزشکاران په دغو سیالیو کې ښې لاسته راوړنې ولري.

ولسمشر دې ته په اشارې چې د افغانستان اقتصادي وضعیت د ښه کېدو او بدلون په حال کې دی، وویل، چې افکار باید له مصرف څخه په تولید بدل شي او ځوان افغان نسل باید د سیمې متخصص شي.

هغه زیاته کړه، ځوانان باید د طبیعي منابعو په ځانګړي ډول د اوبو په اړه کافي معلومات ترلاسه کړي؛ ځکه په راتلونکي کې د اوبو مدیریت د هغوی په لاس کې دی.

نوموړي ځوانانو ته د دوامداره کار په رامنځته کولو ټینګار وکړ، وې ویل چې افغانستان د تېلو او ګازو سترې زېرمې لري او له دې لارې ځوانانو ته دوامداره کار رامنځته کېدای شي او جسمي کار باید فکري کار سره عیار شي.

غني د هېواد عمده پانګه پیوستون او یووالی یاد کړ او زیاته یې کړه، که له هر قوم څخه  و اوسو، باید له یوه بل سره ژورې اجتماعي اړیکې ولرو او افغان ګڼل کېږو.

هغه په ټینګار سره وویل، موږ هېچا ته د وېش اجازه نه ورکوو او زموږ ځوان نسل زموږ د ملي یووالي استازی او ملاتړی دی.

ده وویل، د افغانستان دښمنان که هر څومره زموږ د ارادې د ماتولو هڅه وکړي، هېڅکله هم نه بریالي کېږي او موږ شا ‌تګ نه کوو او له هغو اقداماتو چې ترلاس لاندې لرو، نه په شا کېږو او دا زموږ رسالت دی.

د نوموړي په اند، افغانستان د چا ډالۍ نه دی او یو وېره خوروونکی اقلیت  نه شي کولای د دې خاورې د ټول نفوس استازیتوب وکړي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې په دې کتنه کې د روزنیز پارلمان ريیس اغا محمد قریشي د دغه پارلمان د تشکیل په اړه خبرې وکړې او وې ویل، د ځوانانو روزنیز پارلمان ۱۲۴ غړي لري چې په ترکیب کې یې د معلولیت لرونکو ځوانانو او کوچیانو په ګډون د ټولو ولایتونو استازي موجود دي.

هغه زیاته کړه، د ځوانانو د روزنیز پارلمان غړي د حکومت د ستراتیژیو په رڼا کې د ځوانانو د وضعیت د ښه والي لپاره خپلې طرحې او رغنده وړاندیزونه دولت ته سپارلي دي.

قریشي د پوهنې په برخه کې د اصلاحاتو، د عامې روغتیا وضعیت د ښه والي، بېکاري او د کاري زمینې برابرولو، کډوالۍ، په دولتي ادارو کې د ډېرو ځوانانو د جذب، په ورزشي بنسټونو کې د اصلاحاتو، وزارت ته د ځوانانو معینیت د لوړولو، د دولت په چوکاټ کې د ځوانانو روزنیز پارلمان شاملولو، د ځوانانو پارلمان ته د بوديجې ځانګړي کولو او پر ځوانانو د زیاتې پانګونې په برخو کې خپل وړاندیزونه او ستونزې جمهور رئیس ته وړاندې کړې.

د ځوانانو د روزنیز پارلمان ريیس وویل، مونږ د نظام او  د حکومت د برنامو ملاتړ کوو او  بل هیڅ بدیل د منلو وړ نه دی.

د ځوانانو د روزنیز پارلمان مرستیالې خالدې خلوت، ځوانانو ته د جمهور ريیس له پاملرنې مننه وکړه او ځوانانو ته د ګټورو طرحو او برنامو د تطبیق غوښتونکې شوه.

هغې په بېلابېلو برخو کې د ځوانانو ستونزې یادې او د هغو پر حلولو يې ټینګار وکړ.

خلوت وویل، موږ له حکومته د ملاتړ په خاطر هېڅ راز مرستې نه سپموو او د حکومت تر څنګ درېږوو.

هغې په بېلابېلو برخو کې د حکومت د رهبرۍ په ځانګړي ډول د ولسمشر هڅې وستایلې.

خلوت زیاته کړه، زموږ خلک هره ورځ د تروریزم قرباني کېږي او اړتیا ده چې د امنیت او ثبات د تامین لپاره جدي تدابیر ونیول شي.

د دې په وينا، روږدو ځوانانو ته دې توجه وشي او د دولت په مهمو برنامو کې دې ځوانان شامل کړای شي.

هغې، د ځوانانو لپاره د تحصیلي بورسونو د تخصیص، د ځوانانو پارلمان د کمېسیونونو طرحو د تطبیق او په دولتي ادارو کې ښځو ته د زیاتې ونډې ورکولو په برخو کې خپل وړاندیزونه مطرح کړل.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ځوانانو چارو معین ډاکتر کمال سادات د ځوانانو له برنامو څخه د جمهور رئیس د ملاتړ له امله مننه وکړه او د ځوانانو د روزنیز پارلمان او د ښې حکومتولۍ په برخه کې د ځوانانو اړوند بنسټونو جوړول ارزښتناک وبلل.

هغه وویل، د ځوانانو پنځه کلنه ستراتیژي د ځوانانو په غوښتنو او وړاندیزونو جوړه شوې او د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ځوانانو چارو معینیت، بېلابېلې برنامې د تطبیق لپاره په پام کې لري.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement