د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د اوبو رسونې شرکت د کابل ښار لس زره کورنيو ته د څښاک اوبه رسوي

د اوبو رسونې شرکت د کابل ښار لس زره کورنيو ته د څښاک اوبه رسوي

Jul 30, 2017 - 17:29

کابل (پژواک، ۸ زمری ۹۶): د اوبو رسونې شرکت وايي، د ۱۱ ميليونه ډالرو په لګښت به د کابل ښار لس زره کورنيو ته د څښاک پاکې ورسوي.

د افغانستان د اوبو رسونې شرکت مشر انجنير حميدالله يلاني، نن په کابل کې د ممتاز ګروپ شرکت سره د دې پروژې د تړون تر لاسليک کېدو وروسته په خبري ناسته کې وويل، د دې پروژې په بشپړېدو سره به د کابل ښار په څلورمه او پنځمه ناحيه کې  ۱۰ زره کورنۍ په ۲۴ ساعته او دوامدار ډول د څښاک پاکې اوبه ولري.

د دې پروژې تړون، نن له غرمې مخکې په ارګ کې لاسليک شو.

يلاني زياته کړه، د دې پروژې له لارې به له يوې ټاکلې سيمې (بګراميو) څخه د څښاک اوبه ترلاسه شي او بيا به د يادو ناحيو په کورونو ووېشل شي.

د ده په خبره، د دې پروژې له لارې به د کابل ښار لپاره د اوبو رسولو ټول پلان شوي تاسيسات، پمپ سټېشونه او د اوبو پمپولو اړين وسايل جوړ کړی شي.

ده وويل: "د کابل ښار د اوبو رسونې پروژه درې فازه لري، چې نن يې د دوهم فاز تړون لاسليک شو، د دغه فاز مجموعي لګښت څه د پاسه ۱۱ ميليونه امريکايي ډالره کېږي چې نن يې د ممتاز ګروپ له شرکت سره تړون لاسليک شو چې دغه پروژه به د ۱۰۰۰ ورځو په اوږدو کې بشپړه شي."

د نوموړي په وينا، د دې پروژې (فازونو) ټول مجموعي لګښت څه د پاسه ۱۰۰ ميليونه امريکايي ډالره کېږي چې د المان پراختيايي بانک، د امريکا متحدو ايالاتو انکشافي ادارې (USAIDinfo-icon) او د  فرانسې انکشافي بانک له بلا عوضه مرسته ورکول کېږي.

هغه همداراز زياتوي، د دې پروژې په پلي کولو سره به تر ځمکې لاندې اوبو نه په غير تخنيکي ډول د ډېرې ګټه اخيستنې مخه ونيول وشي، ترڅو تر ځمکې لاندې اوبه ککړې نه شي.

د ممتاز ګروپ شرکت مشر عبدالبصير لطيفي وويل، په ډېر صداقت سره به د يادې پروژې چارې پای ته ورسوي، ځکه ياد شرکت تردې وړاندې په هرات ښار، پلخمري، تالقان، فيض اباد او زرنج ښارونو کې هم د اوبو رسونې پروژې په ښه ډول پلي کړې دي.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement