د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

په کابل کې د عراق پر سفارت د بريد له امله دوه تنه وژل شوي

په کابل کې د عراق پر سفارت د بريد له امله دوه تنه وژل شوي

Jul 31, 2017 - 13:35

کابل- پنځم تعقيب (پژواک، ٩ زمرى ٩٦): په کابل کې د عراق پر سفارت بريد له څلور ساعته جګړې وروسته د بريد کوونکو او د دې سفارت د دوه سيمه ييزو کارکوونکو په وژل کېدو سره پاى ته ورسېد.

د کورنيو چارو وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ملي پوليسو ځانګړو ځواکونو د پېښې له سيمې لومړى د ياد سفارت سفير، مرستيال سفير او کارکوونکي امن سيمې ته لېږدولي او په پايله کې يې د ياد سفارت هېڅ کارکوونکي ته زيان نه دى اوښتى.

د امنيتي سرچينو په وينا، په ياده پېښه کې يوازې يو پوليس برسېرن ټپي شوى دى.

نن سهار شاوخوا ١١ بجې يوې څلور کسيزې ډلې د کابل ښار څلورمې امنيتي حوزې د انصاري څلورلارې اړوند سيمه کې د عراق پر سفارت بريد وکړ.

سرچينې ليکلي، لومړى يوه ځانمرګي بريدګر د سفارت دروازې مخې ته خپل ځان ته چاودنه ورکړه، له هغه وروسته درې نور بريدګر د سفارت انګړ ته داخل شول.

په خبرپاڼه کې دغه راز ويل شوي چې د ځانمرګو بريدګرو د بريد پر مهال د ملي پوليسو ځانګړې قطعه سيمې ته رسېدلې او د سفارت کارکوونکي يې يوه امن ځاى ته لېږدولي دي.

دغه راز د ياد بريد په تړاو د بهرنيو چارو وزير صلاح الدين رباني د عراق د بهرنيو چارو له وزير ابراهيم جعفري سره ټيلېفوني خبرې وکړې.

په دې اړيکه کې رباني د ياد شوي بريد له امله خواشيني وښوده او د عراق د بهرنيو چارو وزير ته يې ډاډ ورکړ چې د سفارت کارکوونکي امن ځاى ته ليږدول شوي دي.

وروسته د عراق د بهرنيو چارو وزير وويل چې افغان ځواکونو وکولاى شول په وخت سره دغه بريد مهار کړي.

خو هغه وويل چې په دې بريد کې د عراق سفارت دوه سيمه ييز کارکوونکي هم وژل شوي دي.

جعفري زياته کړه چې دغه ډول بريدونه د دواړو هيوادونو پر اړيکو منفي اغيزې نه شي کولاى، بلکې د ترهګرو پر وړاندې يې مبارزه نوره هم پياوړې کوي.

ياد بريد پر حکومت سربېره، مخکيني ولسمشر حامد کرزي او د يوناما دفتر غندلى دى.

داعش ډلې د خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي چې دغه بريد دوى ترسره کړى دى.

 

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement