د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

په لوګر کې د درېيو کانالونو او يوه سړک د جوړېدو چارې پيل شوې

په لوګر کې د درېيو کانالونو او يوه سړک د جوړېدو چارې پيل شوې

Aug 02, 2017 - 18:58

پل علم، ښرنه (پژواک، ١١ زمرى ٩٦): په لوګر کې د ٨٧ ميليونو افغانيو په لګښت د درېيو کانالونو او يوه سړک او پکتيکا کې د يوه ښوونځي لپاره د ودانۍ جوړېدو چارې پيل شوې.

په دې اړه جوړه شوې غونډه کې د لوګر والي حليم فدايي وويل چې دوه کانالونه په محمداغې ولسوالۍ کې او يو کانال او سړک په مرکز پل علم کې جوړېږي.

د هغه په وينا، ياد شوي کانالونه د کرنې وزارت په ٣٨ ميليونو افغانيو جوړېږي چې په ترڅ کې به يې ٤٨٧٠ جريبه ځمکه خړوبه شي.

ده زياته کړه، د اوبو لګولو سيستم په عصري کېدو سره به د حاصلاتو کچه لوړه شي او هم د اوبو د ضايعاتو مخه ونيول شي.

دغه راز هغه وايي، د پل علم اړوند د کولنګار سيمې له سبزک کلا څخه تر دوغ اباد پورې د ٥،٥ کيلومتره سړک د کليو او پراختيا وزارت په ٤٩ ميليونو افغانيو لګښت پخېږي.

دى زياتوي، د دې پروژو په پلي کېدو سره به ٢٠٠٠ کسانو ته په مستقيم او غير مستقيم ډول د کار زمينه برابره شي.

د ولايتي شورا غړي عدالت عبدالرحيمزي وويل، دا ټولګټې پروژې دي او خلک دې يې په عملي کېدو او ساتلو کې همکاري وکړي.

د کولنګار سيمې اوسېدونکي حبيب الله، پژواک خبري اژانس ته وويل چې سړک يې له څو کلونو راهيسې خام دى او که جوړ شي، نو حاصلات به يې په وخت بازار ته رسېږي او هم به نورې اسانتيا ورته رامنځ ته کړي.

د يوه بل خبر له مخې، د پکتيکا په مرکز ښرنه کې د سيد جلال بخاري ښوونځي ته د ١٣ ميليونو افغانيو په لګښت ودانۍ جوړېږي.

د پکتيکا مرستيال والي عطاءالله فضلي وايي، دغه ودانۍ د پوهنې وزارت په انکشافي بودیجه جوړېږي چې رغنیزې چارې به یې د یوه کال په موده کې بشپړې شي.

ده زياته کړه، یاد ښوونځي ته د ودانۍ په جوړېدو سره به د زده کوونکو ګڼې ستونزې له منځه ولاړې شي او دوی ته به ټول اړین سهولتونه برابر شي.

د دې ولایت د پوهنې ريیس محمد نسیم واجد وایي چې یاده ودانۍ به د اته درسي او دوو اداري خونو ترڅنګ احاطه، مجهز کمپیوټر لیب او نور ټول اړین سهولتونه ولري، چې د پوهنې وزارت له انکشافي بودیجې څخه دیارلس میليونه افغانۍ پرې لګول کېږي.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement