د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

ولسمشر غني: افغانستان او ایران د ترهګرو ځپلو په برخه کې ګډ بحث ته اړتیا لري

ولسمشر غني: افغانستان او ایران د ترهګرو ځپلو په برخه کې ګډ بحث ته اړتیا لري

Aug 05, 2017 - 16:36

کابل (پژواک، ۱۴ زمری ۹۶): د افغانستان ولسمشر له خپل ايراني سيال سره د دواړو هېوادونو د همکاريو پر پراختيا ټينګار وکړ او ويې ويل، افغانستان او ايران د ترهګريزو ډلو د ځپلو په برخه کې ګډ بحث ته اړتيا لري.

د ايران منتخب ولسمشر ډاکتر حسن روحاني له افغانستان سره د نورو برخو تر څنګ د امنيت په ټينګښت کې هم د همکارۍ ژمنه کړې ده.

د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼې په خبرپاڼه کې راغلي چې د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني نن د دولتي پلاوي په مشرۍ د دويم ځل لپاره د ايران د ولسمشر په توګه د حسن روحاني د لوړې په مراسمو کې د ګډون په موخه د ايران پلازمېنې تهران ته تللى.

په خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر غني د ايران ولسمشر روحاني ته په ټاکنو کې د هغه د برياليتوب مبارکي ورکړه او هغه ته يې وويل: "تاسې هم د داسې جنګونو او له هغو د را ولاړو شوو زيانونو ترخه تجربه لرئ او زموږ وضعيت ښه درک کولی شئ."

غني ويلي چې اوس د جګړې بڼه بدله شوې، تروريستي ډلو د عراق په موصل کې له ماتې وروسته د سيمې هېوادونه په نښه کړي او د قاچاق او تګ راتګ ناقانونه لارې يې پرانيستې دي.

افغان ولسمشر خپل ايراني سيال ته ويلي: "موږ د تروريستي ډلو په ځانګړي ډول د داعش په ځپلو کې مشترک بحث ته اړتيا لرو."

هغه زياته کړې: "موږ د داعش په مقابل کې د قوې شديد استعمال درلود او هره ورځ يې په افغانستان کې پر ضد سخت پوځي عمليات روان دي."

د غني په وينا، "دښمن" له دې امله په افغانستان کې پر عامه او سپېڅلو ځايونو لکه پر جوماتونو بريدونو ته مخه کړې چې په کليو کې يې جګړه بايللې ده.

محمداشرف غني د دواړو هېوادونو تر منځ د پولې د امنيت ساتلو لپاره پر ګډو همکاريو ټينګار وکړ او ويې ويل چې قاچاق‌کوونکي او د جرمي اقتصاد مافيا غواړي دا پوله نا امنه کړي.

ولسمشر غني د رېل پټلۍ، ترانزيټ او چابهار بندر د افغانستان او ايران ترمنځ د همکارۍ مهم ډګرونه وبلل ويې ويل: "موږ هڅه کوو چې افغانستان د ايران او منځنۍ اسيا او چين ترمنځ د اتصال پر مرکز بدل شي."

هغه زياته کړه چې پخوا د دواړو هېوادونو ترمنځ د اوږدو مناسباتو لپاره طرحې نه وې، خو د افغانستان د ملي وحدت حکومت د دغه شان اړيکو د پراختيا لپاره د بنسټ جوړولو په حال کې دى.

ولسمشر غني وويل چې د سوداګرۍ او ترانزيټ د پراختيا لپاره بايد له ايران سره په ګډه پوله سرحدي نقطې زياتې شي.

هغه د ايران له خوا د افغان کډوالو د کوربه توب له امله له خپل ايراني سيال څخه مننه وکړه او ويې ويل: "موږ په ايران کې مېشتو افغان کډوالو لپاره د پاسپورټ او تذکرې اسانتياوې او سرچينې برابروو،  څو په ايران کې د افغان کډوالو دقيق شمېر معلوم شي."

په خبرپاڼه کې راغلي چې دواړو لورو د نشه‌ يي توکو د قاچاق، چاپېريال ساتنې او د اعتياد د معضلې په اړه هم خبرې او بحث وکړ.

ټاکل شوې چې افغان ولسمشر نن ماسپښين په ايران کې له مېشتو يو شمېر افغان سوداګرو سره له کتنې وروسته ماښام مهال د حسن روحاني د لوړې په مراسمو کې ګډون وکړي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې د ايران منتخب ولسمشر حسن روحاني ولسمشر غني ته د هرکلي تر څنګ په افغانستان کې د وروستيو تروريستي پېښو له امله د افغانستان له دولت او خلکو سره غمرازي وښوده

د دې لېدنې پر مهال ايراني ولسمشر روحاني ويلي: "افغانستان او ايران د ګډ فرهنګ لرونکي وروڼه او ملګري هېوادونه دي او موږ ته له افغانستان سره ارتباط ځانګړى اهميت لري. موږ ته د افغانستان امنيت مهم دى او ايران چمتو دى چې افغانستان سره د امنيت په برخه کې همکاري وکړي."

د هغه په وينا، د ايران خلک د تحميلي جنګ تجربه لري او د افغانانو اوسني حالت درک کولى شي.

هغه وويل، ايران نږدې څلور لسيزې په بېلابېلو دورو کې د افغانستان تر څنګ پاتې شوى او اوس هم د سلګونو زره افغان کډوالو کوربه توب کوي.

روحاني زياته کړه: "موږ د لا زياتو او نږدې اړيکو غوښتونکي يو، له ايران څخه هرات ته د رېل پټلۍ غځېدل او دغه راز د چابهار بندر د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکاريو د وصل نقطه جوړېدای شي."

روحاني ويلي چې د افغانستان او ايران ترمنځ پوله به د همکارۍ او دوستۍ پر پوله بدله شي او همدارنګه يې له افغانستان سره د کانونو، صنعت، سوداګرۍ او زده‌کړو په ډګرونو کې همکارۍ ته لېوالتيا ښودلې ده.

حسن روحاني د افغانستان او ايران ترمنځ په بېلابېلو برخو کې ګډو کمېټو ته چې څه موده مخکې يې کار پيل کړی و، اشاره کړې او يلي يې دي: "هيله لرم چې دا ګډې کمېټې ژر خپل کارونه بشپړ کړي او د فرهنګ، سوداګرۍ، امنيت، اقتصاد او نورو برخو کې پر يو جامع سند توافق ته ورسېږو."

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement