د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

چاودنې څلور ماشومان ټپيان کړل

چاودنې څلور ماشومان ټپيان کړل

Aug 05, 2017 - 11:22

ترينکوټ ( پژواک، ١٤ زمرى ٩٦) : د اروزګان ولايت په مرکز ترينکوټ ښار کې د يوې چاودنې له امله څلور ماشومان ټپيان شوي دي.

د اروزګان د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر  سمونوال عبدالقيوم د زمري په ١٤مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې چاودنه نن تر غرمې مخکې په شاوخوا لس نيمو بجو د ترينکوټ ښار اړونده د سفيد خار په سيمه کې شوې ده.

هغه زياته کړه، د وسله والو طالبانو له خوا ځاى پر ځاى شوى ماين پر ماشومانو چاودېدلى چې له امله يې څلور تنه ټپيان شوي دي.

دى وايي، د ټپيانو عمرونه له اتو څخه تر ١٢ کلونو پورې دي او روغتون ته لېږدول شوي .

د ترينکوټ د ملکي روغتون کارکوونکي ډاکتر ضياء الرحمن پژواک اژانس ته وويل، دوى ته څلور ټپي ماشومان راوړل شوي چې د دوو تنو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ دى.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي. 

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement