د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د صوف درې اوسېدونکو د خپلې سيمې سړک پر پخولو ټينګار وکړ

د صوف درې اوسېدونکو د خپلې سيمې سړک پر پخولو ټينګار وکړ

Aug 07, 2017 - 16:00

ايبک (پژواک، ١٦ زمرى ٩٦): د سمنګانو ولايت د صوف درې اوسېدونکي وايي چې د يادې درې او ولايت د مرکز  ترمنځ د سړک خرابوالي له امله اړ دي چې ايبک ته د بلخ ولايت له لارې ولاړ شي او ١٢٠ کيلومتره زياته لاره ووهي.

د صوف دره چې د سمنګانو ولايت مرکز په ١٢٠ کيلومترۍ کې شتون لري؛ دوه ولسوالۍ چې يوه يې "دره صوف پايين" او بله يې "دره صوف بالا" دي.

د سيمې اوسېدونکي وايي چې د صوف درې او د سمنګانو مرکز ايبک ترمنځ د ١٢٠ کيلومتره واټن له برخې ٥٠ کيلومتره څلور لسيزې وړاندې جغل شوى و، خو په پاتې ٧٠  کيلومتره سړک يې موټر له سختو ستونزو سره مخ دي.

د دره صوف بالا ولسوالۍ اوسېدونکي يعقوب علي پژواک خبري اژانس ته وويل چې له تېرو شپږو کلونو راهيسې د مزار-صوف درې سړک له پخېدو وروسته د يادې سيمې ډېرى خلک د سمنګانو ولايت مرکز ته د مزار له لارې ځي؛ ځکه چې د ايبک-صوف درې له لارې تګ راتګ له ډېرو ستونز ډک دى.

د سرچينې د معلوماتو پر بنسټ، د صوف درې اوسېدونکي لومړى ١١٧ کيلومتره تر د بلخ تر مرکز مزار پورې راځي چې له هغه وروسته د ١٢٠ کيلومټره نورې لارې په وهلو سره بيا د ايبک ښار ته رسيږي.

نوموړي له دولت غوښتنه وکړه څو د ايبک-صوف درې سړک جوړولو ته پاملرنه وکړي، ځکه دغه لاره د مزار لارې په پرتله له سل کيلومټره زياته نږدې ده.

د دره صوف پايين ولسوالۍ د "شهر توقسن" سيمې اوسېدونکي رفيع الله هم ورته  شکايت څرګند او د دې سړک د نه جوړولو په اړه يې پر حکومت نيوکه وکړه.

د سمنګانو د ولايتي شورا اوسېدونکي محمد پذير بسيچ چې د دره صوف بالا ولسوالۍ اوسېدونکى دى، نوموړي هم د ياد سړک د جوړولو غوښتنه وکړه او ويې ويل، چې د دغه سړک په جوړېدو سره به خلکو ته ډېرې اسانتياوې رامنځته شي.

د هغه په وينا، ياد سړک له دې امله زيات اهميت لري چې د هېواد په کچه د ډبرو سکرو تر ټولو ستر کان هم په دره صوف بالا ولسوالۍ کې موقعيت لري.

هغه زياته کړه، اوسمهال د صوف درې له لارې مزارشريف ته هره ورځ له دوه سوه زيات موټرونه باريږي.

د هغه په وينا، که چېرې د ايبک، صوف درې سړک جوړ شي نو سکاره به لومړى ايبک ښار ته لېږدول کېږي او دغه کار به د سمنګانو ولايت د اقتصاد په پراختيا کې هم ډېر رول لري.

د دغه ولايت والي ضياءالدين چې له تېرو دريو مياشتو راهيسې د ياد ولايت د والي په توګه په دنده ګومارل شوى، وايي چې صوف دره د دولت لپاره ډېر اقتصادي اهميت لري.

هغه ټينګار وکړ چې د ايبک-صوف درې سرک د ولايتي ادارې په کاري لومړيتوبونو کې دى او دغه پروژه يې د ١٣٩٧ لمريز کال په پراختيايي پلان کې شامله کړې ده.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement