د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د ډېزلو بيه لوړه شوې، خو د سرو زرو او اوړو بيه ټيټه شوې ده

د ډېزلو بيه لوړه شوې، خو د سرو زرو او اوړو بيه ټيټه شوې ده

Aug 26, 2017 - 18:03

کابل (پژواک،٤وږى٩٦): نن په کابل ښار کې د تېرې شنبې په پرتله د ډيزلو بيه لوړه شوې، خو د سرو زرو او اوړو بيه ټيټه شوې ده.

د کابل ښار د وزير اباد د تېلو ټانک يوه کارکوونکي عبدالهادي پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن د تېرې شنبې په پرتله د ډيزلو بيه له ٤٢ څخه ٣٣ افغانيو ته لوړه شوې ده.

خو د سونګ د نورو توکو په بيه کې بدلون نه دى راغلى.

ده زياته کړه چې نن هم د تېرې شنبې په شان د يو ليتر پټرولو بيه ٤٤ افغانۍ ده.

دغه راز د کابل ښار د تايمنيو د څلورم سړک يوه ګاز پلورونکي احمد جاوېد وويل چې نن د تېرې شنبې په شان يو کيلو اوبلن ګاز په٦٠ افغانۍ پلوري.

اوبلن ګاز کابو ١٥ ورځې مخکې له ٥٠ څخه ٦٠افغانيو ته لوړ شوى دى.

د سوداګرۍ او صنايعو وزارت د تېلو او ګازو د کنټرول ادارې د سوداګرۍ عمومي مدير محمد نسيم قادري وويل چې له ترکمنستان څخه د ګازو وارداتو تر کمېدو وروسته په کابل کې د ګازو بيه لوړه شوې ده.

ده زياته کړه، افغانستان ته د ګازو تر ټولو ستر صادروونکي هېواد د ګازو د زېرمو د پاکونې له امله، افغانستان ته له دغه هېواد څخه د ګازو واردېدل کم شوي دي؛ خو دغه ستونزه به په څو راتلونکو ورځو کې حل شي.

د اوړو په بيه کې هم يو څه کموالى راغلى دى.

د کابل ښار د خوراکي توکو د سوداګرو د ټولنې مشر فضل الرحمن وويل چې نن د تېرې اونۍ په پرتله، د قزاقي اوړو د پنځوس کيلويي عمده پلور بيه له ١١٨٠ افغانيو څخه ١١٧٠ته راټيټه شوې ده.

خو د هغه په وينا، نن د تېرې شنبې په شان د يوې ٤٩کيلويي پاکستاني اوړو عمده پلور بيه ١٩٢٠ افغانۍ، ١٦ ليتره خورشيد غوړي په ١١٤٠ افغانۍ او ٢٤ کيلويي اول سيله پاکستانى وريجو بيه ١٨٠٠افغانۍ ده.

دغه راز د کابل ښار په منډوي کې يوه چاى پلورونکي نور احمد خيرخواه وويل چې نن د تېرې اونۍ په شان يو کيلو اندونيزيايى چاى په ٢٨٠ افغانۍ او يو کيلو تور افريقايي چاى په ٣٠٠افغانۍ پلورل کېږي.

د ځينو توکو پرچون پلور د عمده پلور په پرتله په ځينو مواردو کې کم او په ځينو کې ډېر توپير لري.

د کابل ښار د دهنه باغ د خوراکي توکو يوه پلورونکي احمد ولي پنجشيري په وينا، پنځوس کيلو قزاقي اوړه په ١٢٥٠افغانۍ، ١٦ليتره خورشيد غوړي په ١٢٠٠افغانۍ، ٤٩کيلوګرامه پاکستانۍ بوره په ٢١٠٠ افغانۍ، ٢٤کيلوګرامه اول سيله پاکستانۍ وريجې په ٢٠٠٠افغانۍ، يو کيلو اندونيزيايي شين چاى په ٣٠٠افغانۍ او يو کيلو تور افريقايي چاى په ٣٥٠افغانۍ پلورل کېږي.

د کابل ښار د تيمورشاهي واټ يو زرګر حاجي فواد احمدصالحي زاده وويل چې نن د تېرې اونۍ په پرتله يو ګرام ٧٩٠ عيار عربي سره زرو بيه له٢٤٠٠ څخه ٢٣٥٠افغانيو او يو ګرام ٥٨٥عيار روسي سره زر له ١٩٥٠څخه ١٨٥٠ افغانيو ته راټيټه شوې ده.

د هغه په خبره، په کابل ښار کې د سرو زرو په بيه کې بدلون، په نړيوالو بازارونو کې دهغو د بيو له بدلون سره تړاو لري.

د کابل ښار د شهزاده سراى د صرافانو ټولنې د معلوماتو له مخې، نن د يو ډالر امريکايي ډالرو بيه ٦٨،٣٥ افغانۍ او د زر پاکستانۍ کلدارو بيه ٦٣٥ افغانۍ ده.

د زمري په ٢٩مه د يو امريکايي ډالر پېر بيه ٦٩،١٠افغانۍ او د زر پاکستاني کلدارو بيه ٦٤٦ افغانۍ وه.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement