د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

ماليې وزارت د عوايدو د نسبي زياتوالي خبر ورکړ

ماليې وزارت د عوايدو د نسبي زياتوالي خبر ورکړ

Aug 27, 2017 - 17:44

کابل (پژواک،٥وږى٩٦): د ماليې وزارت اعلان کړى چې د روان کال په لومړيو٦مياشتو کې ملي عوايد٧٦،٥ميليارده افغانيو ته رسېدلي چې دتېر کال د ورته وخت په پرتله ٩،٧سلنه زيات والى ښيي.

د ماليې وزارت د عوايدو او ګمرکونو مرستيال نجيب الله وردګ چې نن يې په کابل کې د ١٣٩٥او١٣٩٦کلونو د لومړيو٦مياشتو په اوږدو کې د ملي عوايدو د راټولولو د پرتلنې په اړه يوې خبري غونډې ته خبرې کولې وويل چې دغه وزارت د ١٣٩٦مالي کال لپاره څه باندې ١٥٣ميليارده افغانۍ هدف ټاکلى دى.

 د ماليې وزارت دغه چارواکي په عايداتي سرچينو کې د اصلاحاتو راوستل، د عوايدو راټولولو سيستم د اصلاح ، د برېښنايي سيستم لګول، د ماليې ورکولو د بهير اسانه کول، د پاکو او مسلکي کار کوونکو جذب هغه موارد وبلل چې په روان مالي کال کې د عوايدو د زياتېدو لامل شوي دي. 

 د وردګ په وينا، تر اوسه د عوايدو په راټولولو کې د ماليه ورکوونکو نه اطاعت،د مالي او اداري فساد شتون او داسې نورې ستونزې شته دي.

نوموړي د ماليه ورکوونکو شمېر روښانه نه کړ؛ خو ويې ويل چې په دې برخه کې پلټنې پيل شوې دي او ډېر ژر به د رسنيو له لارې د هغو کسانو نومونه په ډاګه او عدلي او قضايي ارګانونو ته ور وپېژني چې ماليه نه ورکوي.

 هغه زياته کړه چې نه اطاعت؛ تر ډېره د منځنيو ماليه ورکوونکو په برخه کې شته دى.

دا په داسې حال کې ده چې د روان کال په غبرګولي مياشت کې د پژواک خبري اژانس د يوه څېړنيز راپور موندنې ښيي چې په منځني ډول په کال کې کابو ١٥زره متوسطو ماليه  ورکوونکو ماليه نه ده ورکړې.

 د ماليې وزارت د عوايدو او ګمرکونو مرستيال وويل چې له دې وروسته په پام کې ده د رسنيو له لارې د هرو درېيو مياشتو په پاى کې خلکو ته د عوايدو په اړه معلومات ورکړي، هغه زياته کړه:(تر يوې اوونۍ مخکې(د چنګاښ په وروستيو کې) چې کابو اته مياشتې کېږي، د عوايدو شمېر ١٠٢ميليارډ افغانيو ته رسېدلى؛ خو تر اوسه دغه شمېر تحليل او تجزيه شوى نه دى.)

 نوموړي د خپلو خبرو په دوام کې د روان کال د لومړيو شپږو مياشتو په بهير کې د تورخم په سرحدي ګمرک کې د لس ټنه امونيم نايتريت سرې چې قاچاقېدله د کشف او نيولو او د نيمروزولايت په ګمرک کې د يوه اندازه تيزابو د نيولو خبر هم ورکړ.

 د پژواک خبري اژانس د يوه راپور له مخې، په ١٣٩٥مالي کال کې د افغانستان د ماليې وزارت عوايد ١٦٥ميليارډ افغانۍ و.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement