د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د اختر د اړتيا وړ ميوو بازار د تېر کال په پرتله پيکه دى

د اختر د اړتيا وړ ميوو بازار د تېر کال په پرتله پيکه دى

Aug 29, 2017 - 17:38

کابل(پژواک،٧وږى٩٦): اوس په کابل ښار کې د تېر کال د اختر د نږدې ورځو په پرتله، د بادامو، غوزانو او پستې بيې لوړې شوې دي؛ خو هټۍ وال وايي چې د اختر د اړتيا وړ مېوو بازار د تېر کال په پرتله کمرنګه دى.

افغانان د اختر په ورځو کې؛ نوې جامې اغوندي، د اختر لمانځه له اداکولو وروسته د خپلوانو کورونو ته ورځي او دغه راز په خپلو کورونو کې له مېلمنو څخه په ډول ډول مېوو، کيک او کلچو هرکلى کوي.

اختر ته په نږدې ورځو کې د هېواد په بازارونو کې ګڼه ګوڼه وي؛ ځکه خلک د اختر له رارسېدو مخکې، د اختر له ورځې څخه د لمانځنې لپاره اړينې تابياوې نيسي او د اړتيا وړ توکي اخلي.

خو سږکال چې لوى اختر ته دوه ورځې پاتې دي، دکابل ښار په بازارونو کې چندان ګڼه ګوڼه نه لېدل کېږي.

کابل ښار کې  د اطلاعاتو او کولتور وزارت مخې ته د وچې مېوې يوه پلورونکي فواد احمد نن" د وږي په٧مه"پژواک خبري اژانس ته وويل چې د وچې مېوې بيه د تېر کال په پرتله ډېر توپير نه لري؛ خو د ياد شويو توکو بازار ډېر سوړ دى.

 هغه زياته کړه:"په نورو کلونو کې له اختر څخه ان لس ورځې مخکې پر موږ ډېره ګڼه ګوڼه وه، هره ورځ مو د شاوخوا ١٥٠زره افغانيو توکي پلورل؛ خو اوس چې اختر ته دوه ورځې پاتې دي، د ورځ له ٥٠زره افغانيو ډېر توکي نه پلورو."

اوس د تېر کال د ورته وخت په پرتله، د يو کيلوګرام بادامو او  ښو غوزانو  بيه پنځوس، پنځوس افغانۍ او د يو کيلو ښې  پستې بيه سل افغانۍ زياته شوې ده.

 نوموړي وويل چې نن د يو کيلو غوره بادامو بيه شاوخوا ١٢٥٠افغانۍ، يو کيلو تور جلغوزي ١٢٠٠افغانۍ، يو کيلو ښه  چهار مغز٨٠٠افغانۍ، يو کيلو ښه پسته ٩٠٠افغانۍ، يو کيلو ښه  مميز٥٠٠افغانۍ،يوکيلو غوره کجور٩٠٠افغانۍ، يوکيلونخود ٢٥٠افغانۍ او يو کيلو سيميان ١٤٠افغانۍ ده.

 د هغه په وينا د تېر کال په ورته وخت کې، د يو کيلو غوره بادامو بيه ١٢٠٠افغانۍ، يوکيلو تور جلغوزي ١٢٠٠افغانۍ، يوکيلو غوره چهار مغز٧٥٠افغانۍ، يو کيلو غوره پسته٨٠٠افغانۍ، يوکيلو غوره مميز٥٠٠افغانۍ،يوکيلو غوره خرما ٨٠٠افغانۍ، يوکيلو نخود ٢٤٠افغانۍ او يوکيلو سيميان په ١٤٠افغانۍ و.

دغه راز د دغه ښار په پل باغ عمومي سيمه کې د حامد کيک او کلچه پلورنځي خاوند حامد وويل چې د تېر کال په پرتله د يو کيلو کلچو بيه ١٣٠افغانۍ او يو کيلوکيک په ١٤٠افغانۍ دى.

 خو هغه هم وويل چې پخوا اختر ته په نږدې ورځو کې مو هره ورځ شاوخوا ١٥٠منه کيک او کلچې پلورلې؛ خو اوس دغه شمېره د ورځې ٦٠ تر ٧٠ منو ته راټيټه شوې ده.

نوموړى وايي چې د اقتصادي ستونزو او نا امنيو زياتېدل، د اختر لپاره د وچې مېوې د پلورلو مهم لاملونه دي.

د کابل ښار يوشمېر اوسېدونکي هم له اقتصادي ستونزو او نا امنيو څخه سرټکوي او وايي چې دغه ستونزې نه پرېږدي چې اختر په خوښۍ او شانداره توګه ولمانځي.

د کابل ښار د درېيمې کارتې سيمې اوسېدونکي محمد زمان وويل:" خراب امنيتي وضعيت کابل ښاريان سخت اندېښمن کړي، سږ کال په کابل ښار کې ډېرې خونړۍ پېښې رامنځ ته شوې، په سلګونوکسانو ته مرګ ژوبله واوښته، دې وضعيت د کابل ښار پر زرګونو کورنيو مستقيمه او پر پاتې نورو په غير مستقيمه توګه اغېزه کړې او طبيعي ده چې دغه وضعيت د اختر پر لمانځنې منفي اغېزه لري."

هغه زياته کړه، د دغه وضعيت ترڅنګ، اقتصادي ستونزو هم د اختريزو توکو د پلورلو پر کمېدو اغېزه کړې ده؛ ځکه د خلکو د پېرلو توان د تېر په پرتله کم شوى دى.

د مخابراتو وزارت کار کوونکي سميع الله له پژواک سره په خبرو کې وويل:" سږکال مو د اختر لپاره هېڅ شى نه دي اخيستي، يو خپله تنخوا مې ده، لومړى کومه اړتيا پوره کړم، يو زوى مې په يوه بهرنۍ موسسه کې کار کاوه؛ اوس وزګار دى او يوازې خپله تنخوامې پاتې ده."

هغه زياته کړه چې خپله تنخوا يې ٨٦٠٠ افغانۍ ده او په ډېرې سختۍ سره کولى شي چې د خپلې شپږ کسيزې کورنۍ لومړنۍ اړتياوې پوره کړي.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement