د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د کندهار ۶۰ سلنه اوسېدونکي له روغتیايي اسانتیاوو بې برخې دي

د کندهار ۶۰ سلنه اوسېدونکي له روغتیايي اسانتیاوو بې برخې دي

Sep 04, 2017 - 11:09

کندهار (پژواک،١٣ وږی ۹۶): د کندهار ۶۰ سلنه اوسېدونکي په داسې حال کې روغتيايي اسانتیاوو ته لاسرسی نه لري چې د ګاونډیو ولایتونو ناروغان هم د درملنې لپاره دغه ولایت ته ورځي.

دغه راز خلک شکایت کوي چې د شاوخوا یوې نیمې لسیزې له تېرېدو وروسته لا هم په کندهار کې د اختصاصي ناروغیو د درملنې مرکزونه نشته او مجبور دي چې پاکستان یا هند ته ولاړ شي.

د شاولیکوټ ولسوالۍ د شورا مشر حاجي ظاهر جان پژواک خبري اژانس ته وویل، په دې ولسوالۍ کې اوسني وړاندې کېدونکي روغتیايي خدمات د ټولې ولسوالۍ د اوسېدونکو لپاره بسنه نه کوي.

هغه زیاته کړه، د ولسوالۍ ډېر ناروغان د روغتیايي خدمتونو د کمښت له امله اړ کېږي چې کندهار ښار ته د درملنې لپاره ولاړ شي، په داسې حال کې چې د دې ولسوالۍ ډېری اوسېدونکي غربت ځپلي دي او ښار ته د تګ توان نه لري.

د ده په خبره، دې ولسوالۍ ته غځېدلی سړک خراب دی او ډېر مهال د لرو سیمو ناروغان پر وخت تر ښار پورې نه رسېږي او ان خپل ژوند له لاسه ورکوي.

هغه غوښتنه وکړه چې په دې ولسوالۍ کې دې د روغتیايي مرکزونو شمېر ډېر شي، څو خلک په دې برخه کې له ستونزو خلاص شي.

د کندهار د ١٧ ولسواليو له ډلې ريګستان او ښوراوک هغه دوه ولسوالۍ دي چې هېڅ راز روغتيايي اسانتياوې په کې نشته.

د دغو ولسواليو اوسېدونکي هم وايي چې شاوخوا پنځلس کلونه کېږي د ګڼو نورو اسانتياوو تر څنګ د روغتيا په څېر له حياتي خدماتو بې برخې دي.

د ښوراوک ولسوالۍ يوه اوسېدونکي نجيب الله پژواک ته وويل، په ټوله ولسوالۍ کې ان يو کلينيک هم نشته؛ ځکه خو ډېرې عادي ناروغۍ هم د خلکو ژوند اخلي.

هغه زیاته کړه، د روغتيايي اسانتياوو د نشتوالي له امله خلک خپل ډېر عادي ناروغان هم د ډيورنډ کرښې هغې غاړې ته د درملنې لپاره وړي چې د لارې په اوږدو کې له ډېرو ستونزو سره مخ کېږي.

دى وايي، کندهار ښار ته غځېدلې لاره هم اوږده او هم کنډ او کپر ده؛ ځکه خو خلک کندهار ښار ته هم تګ راتګ نه شي کولای.

نوموړي له دولت څخه غوښتنه وکړه چې په دې ولسوالۍ کې دې خلکو ته روغتيايي خدمات وړاندې کړي.

په ورته توګه د رېګستان ولسوالۍ يوه اوسېدونکي حاجي محمد هم ګيله کوي چې حکومت دغه ولسوالي له پامه غورځولې او په تېرو پنځلسو کلونو کې يې دغلته يو روغتيايي مرکز هم جوړ نه کړ.

ښوراوک او رېګستان ولسوالۍ د کندهار ښار په سوېل کې د ٢٣٠ او ٣٥٠ کيلومتره په واټن ډيورنډ کرښې ته څېرمه پرتې دي، دغو ولسواليو ته غځېدلي سړکونه خام او نا امنه دي؛ ځکه خو په کې د ژوند اسانتياوې د نشت برابر دي.

بلخوا د کندهار ښار اوسېدونکي وايي چې د دغه ولایت نفوس په دې وروستيو کې ٢،٥ ميليونه تنو ته رسېږي، په داسې حال کې چې دلته په دولتي چوکاټ کې يوازې يو ٣٥٠ بستريز روغتون او کابو ۵۰ روغتيايي مرکزونه او دغه راز د خصوصي سکتور په برخه کې شاوخوا ۲۰ روغتيايي مرکزونه شته، چې د ناروغانو د درملنې لپاره بسنه نه کوي.

د کندهار ښار اوسېدونکي غلام سخي نوریوال پژواک اژانس ته وویل، ميرويس حوزوي روغتون چې په ١٣٥٧ لمريز کال کې يوازې د کندهار لپاره جوړ شوى، اوس د حوزې د پنځو ولايتونو په کچه د ٦،٨ ميليونه نفوس لپاره فعاليت کوي.

نوموړي دغه روغتون د هېواد په کچه تر ټولو مصروف روغتون وګاڼه او ويې ويل، دغه روغتون نه يوازې د تشکيل له سخت کمښت، بلکې د ځاى د تنګوالي له امله هم له سختو مشکلاتو سره مخ دى.

دى وايي، په يو شمېر ګڼ مېشتو ولسواليو کې يوازې يو- يو روغتيايي مرکز شته چې د پېچلې جغرافياوي جوړښت له مخې ورته د سيمې د ټولو اوسېدونکو لاسرسى ګران دى.

د ده په وینا، په کندهار ښار کې د روغتیا په برخه کې تر ټولو جدي ستونزه دا ده چې د شاوخوا یوې نیمې لسیزې له تېرېدو وروسته هم دغلته د اختصاصي ناروغیو د درملنې مرکزونه نشته او خلک مجبور دي خپل ناروغان مرکز کابل او یا پاکستان او هند ته بوځي.

دی وايي، له بده مرغه خصوصي سکتور هم په دې برخه کې پانګونه نه ده کړې.

د ده په خبره، که څه هم خصوصي روغتونونه د ناروغانو په درملنه کې ګټور ثابت شوي خو د فعاليتونو پر کيفيت یې نيوکې شته، هغوی کولای شوای اختصاصي روغتیايي مرکزونه جوړ کړي واي چې د زړه، پښتورګو، سرطان او ګڼو نورو ناروغیو درملنه په کې ممکنه وای.

د کندهار د عامې روغتیا سرپرست رییس ډاکټر محمد عظیم زمریال تاییدوي چې په دغه ولایت کې روغتیايي خدمات هومره نه دي چې د ټولو خلکو اړتیاوې پوره کړای شي.

نوموړي پژواک ته وویل، د کندهار ښار په ګډون په ټولو ولسوالیو کې ۹۴ داسې ساحې شته چې روغتیايي اسانتیاوې په کې نشته.

هغه د وزارت تر څنګ له مرستندویه ادارو وغوښتل چې په دغه ولایت کې پانګونه وکړي او هغه سیمې تر روغتیايي پوښښ لاندې راولي چې روغتیايي خدماتو ته په کې لاسرسی کم دی.

دی وايي، که څه هم دغلته امکانات د ولایت په کچه دي، خو روغتیايي خدمات په کې د حوزې په کچه وړاندې کېږي او د ګاونډیو ولایتونو ناروغان هم دې ولایت ته د درملنې لپاره ورځي.

د ده په خبره، له همدې امله د کندهار پر میرویس روغتون د ناروغانو ګڼه ګوڼه ډېره ده.

زمریال وویل، په تېرو کلونو کې دلته ډېر بهرني موسسات وو چې د روغتیا په برخه کې یې مرستې کولې خو له بده مرغه پر ځای ګټه ورڅخه وا نخیستل شوه.

دی وايي: ((له بده مرغه موږ د ټول زون په کچه دغلته ځانګړی نسايي ولادي روغتون نه لرو، دلته جګړې او ترافیکي پېښې ډېرې دي، خو ځانګړی ایمرجنسي روغتون نه لرو، دغه راز د نورو ناروغیو د درملنې اختصاصي روغتونونه هم نه لرو.))

خو دی زیاتوي، د روغتیايي خدماتو پراخولو او په دې برخه کې د شته ستونزو کمولو په برخه کې کار کوي.

ده وویل، همدا اوس په کندهار کې د ۳۵۰ بستریز روغتون جوړولو چارې چې درې کاله مخکې پیل شوې، ۹۵ سلنه بشپړې شوې دي.

د دې روغتون په جوړېدو سره به پر میرویس روغتون ۵۰ سلنه بوج راکم شي.

دغه ٣٥٠ بستريز روغتون د کندهار ښار په عينو مېنه کې په ١٧٣ جريبه ځمکه کې جوړېږي چې د افکو کمپنۍ له خوا ورکول شوې ده.

د ده په خبره، د روغتون پر جوړېدو ۵۲۴ ميليونه افغانۍ لګښت راځي چې د عامې روغتیا وزارت له خوا ورکول کېږي چې په څلور پوړه کې به په څلورو کلونو کې جوړ او ګټې اخيستنې ته وړاندې شي شي.

د عامې روغتیا رییس وویل، دغه روغتون به د سوېلې حوزې په کچه مهم روغتون وي چې د کندهار تر څنګ به په کې د هلمند، اروزګان، زابل او نژدې نورو ولايتونو ناروغانو درملنه هم کېږي.

نوموړي دغه راز خبر ورکړ چې په نږدې راتلونکې کې به د کندهار امبولانس په نوم یو مرکز هم پرانیزي څو په بېړنیو حالاتو کې د ناروغانو پر وخت لېږد کې مرسته وکړي.

د ده په وینا، د کندهار د عامې روغتیا ریاست ژمن دی چې په هر حالت کې خلکو ته غوره روغتيايي خدمات وړاندې کړي، سربېره پر دې چې دلته نا امني، مالي او کدري ستونزې شته.

دی وايي، په کندهار کې په دولتي چوکاټ کې کابو ۵۰ روغتيايي مرکزونه بس نه دي، خو ويې ويل چې د روغتيايي مرکزونو د ډېروالي او د ډاکټرانو او نورو روغتياپالو د شمېر د ډېرولو لپاره به کار کوي.

د یاودنې ده، د کندهار ولایتي ادارې هم په وار وار ویلي چې اوسمهال په دغه ولايت کې روغتيايي پوښښ ٣٣ سلنه دى چې دا يوه فاجعه ده.

ولایتي اداره له عامې روغتیا وزارت څخه په پر له پسې توګه غوښتنه کړې چې د روغتيايي مرکزونو او تشکيل د ډېروالي تر څنګ دې په ولسواليو کې د روغتيايي مرکزونو لپاره وړ ودانۍ جوړې کړي.

د یاودنې ده، په کندهار کې ټولټال ٩٧ روغتيايي مرکزونه فعاليت کوي چې کابو ۲۰ يې په شخصي پانګونه جوړ شوي دي.

د عامې روغتیا ریاست د معلوماتو له مخې، د ټول ولايت په کچه ٤٩٦ ډاکټران، نرسان، قابلې او نور روغتيا پالان کار کوي او تر ټولو بده دا چې دلته د ولايت په کچه ډېرې کمې ښځينه ډاکټرانې شته چې په هېڅ توګه د ټول ولايت اوسېدونکي تر روغتيايي پوښښ لاندې نه شي راوستلاى.

 

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement