د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

کابل ته به د افغان حاجيانو د را لېږدولو لړۍ دوه ورځې وروسته پيل شي

کابل ته به د افغان حاجيانو د را لېږدولو لړۍ دوه ورځې وروسته پيل شي

Sep 04, 2017 - 11:47

کابل(پژواک، ١٣ وږى ٩٦): د ارشاد، حج او اوقافو وزارت وايي، ټاکل شوې چې دوه ورځې وروسته به له سعودي عربستان  څخه کابل ته د افغان حاجيانو د را لېږدولو لړۍ پيل شي.

د نوموړي په خبره، د افغان حاجيانو د را لېږدولو لومړۍ الوتکه به د چهارشنبې په ورځ( د وږي په ١٥مه) د کابل هوايي ډګر کې ناسته وکړي.

 د ياد شوي وزارت د حج رييس نذرالله عمار د معلوماتو له مخې، ټاکل شوې چې د وږي په ١٥مه په درېيو الوتنو کې شاوخوا زر حاجيان له عربستان څخه کابل ته را ولېږدول شي.

هغه زياته کړه چې کابل ته د حاجيانو د را لېږدولو پروسه به راتلونکې يوه مياشت کې بشپړه شي.

دا په داسې حال کې ده چې سږ کال شاوخوا ٣٠ زره افغانان له کابل، مزار شريف، هرات او کندهار هوايي ډګرونو څخه د حج فريضې د ادا کولو په موخه سعودي عربستان ته تللي دي.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement