د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

افغان حکومت د برېکس ډلې له اعلاميې هرکلى کړى

افغان حکومت د برېکس ډلې له اعلاميې هرکلى کړى

Sep 05, 2017 - 18:14

کابل (پژواک، ١٤ وږى ٩٦): افغان حکومت د برېکس ډلې له اعلاميې ملاتړ کړى او هيله يې څرګنده کړې چې د ترهګرۍ پر وړاندې به ډله ييزې او جدي اقدامات ترسره شي. د برېکس اعلاميې په افغانستان کې ترهګريزې پېښې غندلې او افغانستان کې يې د سولې غوښتنه کړې وه.

برېکس د مخ پر ودې هېوادونو سازمان دى چې چين، هندوستان، روسيه، برازيل او سوېلي افريقا په کې غړيتوب لري او په ٢٠١٠ زېږديز کال کې جوړ شوى دى.

د دغه سازمان د مشرانو نهمه ناسته پرون (د وږي ١٣مه) د چين د فيجان ايالت په زيامين ښار کې ترسره شوه.

د برېکس سازمان غړو هېوادونو په افغانستان کې وروستي ترهګريز بريدونه غندلي او د سولې په ټينګښت يې ټينګار کړى دى.

دغه سازمان د يوې اعلاميې په خپرولو سره په افغانستان کې د جګړې او تاوتريخوالي د پاى ته رسولو غوښتنه کړې او ويلي يې دي چې له افغانانو سره د سولې او ثبات په راوستلو کې همکاري کوي.

دغه سازمان د ترهګرو پر وړاندې د افغان ځواکونو د هڅو ستاينه کړې او د دې تر څنګ د مسکو ناستې، استانبول پروسې، اسيا زړه کنفرانس او نورو کنفرانسونو چې د افغانستان د سولې په موخه تر سره کېږي، ملاتړ کړى دى.

د ولسمشر د وياند دفتر سرپرست شاه حسين مرتضوي د دې اعلاميې په اړه ويلي: ((موږ د برېکس ډلې له اعلاميې هرکلى کوو، هيله ده چې دغه سم درک وکولى شي چې د دې لامل شي چې د هغو هېوادونو پر وړاندې اقدامات وشي چې له ترهګرۍ نه په ډاګه ملاتړ کوي.))

د هغه په خبره، افغان حکومت په بيا بيا اعلان کړى چې ترهګريزې ډلې د بشريت، سيمې او نړۍ د امنيت پر وړاندې جدي ګواښونه دي.

نوموړي زياته کړه: ((موږ په تمه يو چې د سيمې او نړۍ هېوادونه د هغو خطرونو او ګواښونو په سم درک سره چې بشريت او هېوادونه ورسره مخ دي، د يادې شوې ښکارندې پر وړاندې جمعې او جدي اقدامات وکړي.))

مرتضوي زياته کړه چې حکومت له اداري فساد سره د موثرې او منسجمې مبارزې لپاره له فساد سره د مبارزې ملي ستراتيژي چمتو کړې او ټاکل شوې چې دغه سند به  تر دوو راتلونکو اوونيو پورې نهايي شي.

د هغه په خبره، په دغه سند کې پر پنځو مهمو اصلونو تمرکز شوى چې عبارت دي له: فساد سره د مبارزې جدي اراده، په امنيتي بنسټونو کې اصلاحات، له فساد سره د مبارزې په برخه کې د مجرمينو تعقيب، د اداري اصلاحاتو له لارې په استخدام کې روڼتيا او سالم مالي مديريت څخه.

نوموړي ويلي چې د قانون حاکميت عالي شورا د ځمکو د غصب سره د مبارزې په برخه کې د ځانګړي محکمې د جوړولو وړانديز کړى دى.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement