د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

"په افغانستان کې د بې سوادۍ د له منځه وړو لپاره د ملي بسيج طرحه جوړه شوه"

"په افغانستان کې د بې سوادۍ د له منځه وړو لپاره د ملي بسيج طرحه جوړه شوه"

Sep 06, 2017 - 18:50

کابل (پژواک، ١٥ وږى ٩٦): اوسمهال له ١٥کلونو د لوړ عمر لرونکي ٣٨سلنه افغانان زده کړې لري؛ خو په ١٥ کالو کې د بې سوادۍ د له منځه وړو لپاره د ملي بسيج طرحې په عملي کېدو سره به دغه شمېره ٨٠ سلنې ته لوړه شي.

د ولسمشر محمد اشرف غني مېرمن وايي چې د زده کړې پروګرامونو د برياليتوب لپاره، د مسلکي کسانو ګومارلو ته اړتيا ده او بايد په ښوونيزو چارو کې د زورواکو د مداخلو مخه ونيول شي.

د پوهنې وزارت د حياتي زده کړو مرستيال سردارمحمد رحيمي نن په هغو مراسمو کې چې په کابل کې د "بې سوادۍ د له منځه وړو لپاره د ملي بسيج" تر عنوان لاندې د زده کړو د نړيوالې ورځې په مناسبت جوړ شوي وو، وويل چې د پوهنې وزارت له خوا په تېرو دوو کلونو کې د بې سوادۍ د له منځه وړلو لپاره د ملي بسيج طرحه جوړه شوې ده او ډېر ژر به تصويب شي.

د پوهنې وزارت د معلوماتو له مخې، اوسمهال د افغانستان ٦٢ سلنه هغه کسان چې عمرونه يې له ١٥کلونو لوړ دي، د زده کړو له نعمت څخه بې برخې دي.

خو رحيمي زياته کړه چې د بې سوادۍ د له منځه وړلو لپاره د ملي بسيج طرحې له مخې به په راتلونکو ١٥کلونو کې د سواد لرونکو شمېر ٧٠ سلنې ته ورسېږي.

هغه د دې طرحې په اړه جزئيات ورنه کړل.

نوموړي دغه راز وويل چې د زده کړو لپاره نوى ښوونیز نصاب چې محوري قابلیت لري، برابر شوى او په ١٣٩٧ ښوونیز کال کې به د زده کړو په مرکزونو کې ګټه ترې پورته شي.

د ولسمشر لومړي مرستيال محمد سرور دانش هم دې طرحې ته په اشارې سره وويل چې د افغانستان حکومت له بې سوادۍ سره د مبارزې لپاره جدي اراده لري او د دې ستونزې د حل لپاره ملي بسيج ته اړتيا ده.

هغه په هېواد کې د بې سوادۍ لوړه کچه د اندېښنې وړ وبلله او زياته يې کړه چې خلک بايد له بې سوادۍ سره د مبارزې په لړ کې له حکومت سره مرسته وکړي او د زده کړو د پروګرامونو د پراختيا لپاره بايد له جوماتونو څخه هم ګټه پورته شي.

د دانش په وينا، اوسمهال د سواد زده کړو په کابو ١٩٠٠٠ کورسونو کې ١٩١زره نارينه او ٢٢٦زره ښځينه پر زده کړو لګيا دي.

دانش وويل چې د پوهنې په وزارت کې پراخ اداري فساد شتون لري او د پوهنې وزارت مشرتابه بايد د يوه پلان له مخې ورسره مبارزه وکړي.

هغه د ښوونځيو له ښوونکو څخه وغوښتل چې زده کوونکو ته دې په رښتينولۍ تدريس وکړي.

د ولسمشر غني مېرمنې بي بي ګل غني په دغو مراسمو کې وويل: "له پخوا څخه داسې سياسي اراده نه وه چې خلک سواد زده کړي؛ اوس د ملي يووالي حکومت غواړي چې خلک باسواده شي، البته د دغه پروګرام د عملي کېدو لپاره مسلکي کسانو ته اړتيا ده. بايد زورواکي او هغه کسان چې وکيل او زورواکي پېژني، باید دغه پروګرام مخې ته بو نه ځي، موږ ته په دې اړه ډېر شکايتونه را رسېدلي دي."

هغې دغه راز وويل: "د خداى لپاره هغه کسان چې زورواکي دي، د سواد زده کړو په پروګرامونو کې دې مداخله نه کوي څو د سواد زده کړو پروګرامونه بريالي شي."

د ملګرو ملتونو (يونسکو) د علمي او کلتوري سازمان استازي ليون پاتريشيا (Leon Patricia) په نننۍ غونډه کې وويل چې افغانستان له هغو هېوادونو څخه دى چې د بې سوادۍ کچه په کې لوړه ده.

د هغه په وينا، د دې اړتيا ده چې د افغانستان په مرکز او ولايتونو کې د سواد زده کړو پروګرامونه پراخ شي او ډېرى نجونې په کې جذب شي.

نوموړي زياته کړه يونسکو چمتو ده چې له بې سوادۍ سره په مبارزه کې له افغانستان سره د پروګرامونو په عملي کېدو کې مرسته وکړي.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement