د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د کابل اوسېدونکي د ګاز بيې له لوړېدو شکايت لري

د کابل اوسېدونکي د ګاز بيې له لوړېدو شکايت لري

Sep 10, 2017 - 20:05

کابل (پژواک، ١٩ وږى ٩٦): د کابل ښار يو شمېر اوسېدونکي په داسې حال کې چې د اوبلن ګازو بيې له لوړېدو شکايت کوي، د تېرو دوه اونيو په پرتله د تېلو، وريژو او سرو زرو بيې هم لوړې شوي، خو د اوړو او غوړيو بيې راټيټې شوې دي.

د کابل ښار په بېلابېلو سيمو کې اوبلن ګاز په بېلابېلو بيو پلورل کېږي، چې په وروستۍ يوې مياشت کې د يوه کيلو ګرامه اوبلن ګاز کې لس افغانۍ توپير راغلى دى.

د کابل ښار د تايمني څلورم سړک يوه ګاز پلورونکي احمد جاوېد پژواک خبري اژانس ته وويل، چې نن د وږي مياشتې د ٤مې نېټې په پرتله د يوه کيلوګرام اوبلن ګاز بيه له ٦٠ افغانۍ ٦٥ افغانيو ته لوړه شوې ده.

خو د هغه په وينا، يوه مياشت وړاندې يې يو کيلوګرام اوبلن ګاز په ٥٥ افغانۍ پلوره.

دغه راز د کابل ښار د قلعه فتح الله د شپږم سړک يوه ګاز پلورونکي محمداصف وويل، نن د يوه کيلوګرام اوبلن ګاز بيه له ٥٥ څخه ٦٠ افغانيو ته لوړه شوې ده.

ده زياته کړه، يوه مياشت وړاندې يې يو کيلوګرام اوبلن ګاز ٥٠ افغانۍ پلوره.

دواړه سرچينې د ګاز بيو د لوړېدو په اړه معلومات نه لري او وايي، واردوونکو شرکتونو د ګازو بيې لوړې کړې دي.

د خراسان شرکت مشر او د اوبلن ګازو د واردوونکو ټولنې غړي محمد شريف وويل، د اوبلن ګازو بيه په ترکمنستان هېواد کې لوړه شوې، ځکه دغه هېواد د اوبلن ګازو زېرمې پاکوي.

د ده په وينا، په ترکمنستان کې د يوه ټن اوبلن ګاز بيه له ٤١٠ ډالرو څخه ٥١٦ ډالرو ته لوړه شوې ده.

هغه زياته کړه، کابل ته په کرايې، محصول او نورو لګښتونو سره د يوه ټن اوبلن ګاز بيه ٧٢٠ ډالره کېږي.

د محمدشريف په وينا، په ترکمنستان کې د اوبلن ګاز د زېرمو پاکولو لړۍ ښايي تر يوې مياشتې پورې دوام ولري.

خو هغه زياته کړه، د ګازو بيه به د اوس په څېر په خپل حالت پاتې شي او د دې امکان شته چې د زېرمو له پاکېدو وروسته د ګازو بيه راټيټه شي.

د سوداګرۍ او صنايعو وزارت د ګاز او نفتو د کنټرول ادارې عمومي سوداګريز مدير محمد نسيم قادري د محمد شريف خبرې تاييد کړې او ويې ويل، په کابل ښار کې د اوبلن ګازو بيې له ترکمنستان څخه د کمو وارداتو له امله لوړې شوې دي.

د کابل ښار يو شمېر اوسېدونکي وايي، د سوداګرۍ او صنايعو وزارت بايد د ګازو بيې د لوړېدو مخنيوى وکړي.

د تېلو بيې هم لوړې شوې دي.

د کابل ښار د وزيراباد د تېلو ټانک يوه کارکوونکي عبدالهادي وويل، نن د وږي مياشتې د ٤مې نېټې په پرتله د يوه ليټر ډېزل تېلو بيه له ٤٤ څخه ٤٥ افغانيو ته لوړه شوې ده.

ده زياته کړه، د "جمعې او شنبې" ورځې رخصتۍ د دې لامل شوې چې هېواد ته تېل را وارد نه شي او له امله يې بيې يو څه لوړې شوې.

د خوراکي توکو له جملې، يواځې د وريژو بيې لوړې شوې، خو د قزاقي اوړو او غوړيو بيې يو څه راټيټې شوې دي.

د کابل ښار د خوراکي توکو سوداګرو ټولنې مشر فضل الرحمن وويل، نن د وږي مياشتې د ٤مې نېټې په پرتله د ٢٤ کيلوګرامه لومړۍ درجه پاکستانۍ سېله وريژو عمده پلوربيه له ١٨٠٠ څخه ١٨٥٠ افغانيو ته لوړه شوې ده.

د هغه په وينا، په هېواد کې د وريژو بيه په پاکستان کې د وريژو بيې په لوړېدو سره لوړه شوې ده.

خو ده وويل، نن د روانې مياشتې د څلورمې نېټې په پرتله د پنځوس کيلوګرامه قزاقي اوړو  عمده پلور بيه له ١١٧٠ څخه ١١٦٠ افغانيو او د ١٦ ليټره خورشيد غوړيو بيه له ١١٣٠ څخه ١١٢٠ افغانيو ته راټيټه شوې ده.

د ده په خبره، د يادو توکو د کمې تقاضا له امله بيې راټيټې شوې دي.

د هغه په وينا، نن د روانې مياشتې د څلورمې نېټې په څېر د ٤٩ کيلوګرامه پاکستانۍ بورې عمده پلور بيه ١٩٢٠ افغانۍ، ٢٤ کيلوګرامه لومړۍ درجه سېله وريژې ١٨٠٠ افغانۍ دي.

دغه راز د کابل ښار په منډوي کې يوه چاى پلورونکي نوراحمد خيرخواه وويل، نن د تېرو اوو ورځو په څېر د يوه کيلوګرام شنه اندونيزيايي چاى بيه ٢٨٠ افغانۍ او د يوه کيلوګرام تور افريقايي چاى بيه ٣٠٠ افغانۍ ده.

د يو شمېر خوراکي توکو پرچون پلوربيې له عمده پلوربيو سره په ځينو مواردو کې ډېر او په ځينو مواردو کې کم توپير لري.

د کابل ښار د دهن باغ سيمې يوه خوراکه پلورونکي احمدولي وويل، پنځوس کيلوګرامه قزاقي اوړه ١٢٢٠ افغانۍ، ١٦ ليټره خورشيد غوړي ١٢٠٠ افغانۍ، ٤٩ کيلوګرامه پاکستانۍ بوره ٢٠٠٠ افغانۍ، ٢٤ کيلوګرامه لومړۍ درجه پاکستانۍ وريژې ٢١٠٠ افغانۍ، يو کيلوګرام شين اندونيزيايي چاى ٣٠٠ افغانۍ او يو کيلوګرام تور افريقايي چاى ٣٥٠ افغانۍ پلوري.

د سرو زرو بيې هم لوړې شوې دي.

د کابل ښار د تيمورشاهي واټ يوه زرګر حاجي فواد احمد صالحزاده وويل، نن د روانې مياشتې د څلورمې نېټې په پرتله د ٧٩٠ عيار يوه ګرام عربي سرو زرو بيه له ٢٣٥٠ څخه ٢٤٠٠ افغانيو او د ٥٨٥ عيار يوه ګرام روسي سرو زرو بيه له ١٨٥٠ څخه ١٩٥٠ افغانيو ته لوړه شوې ده.

د کابل ښار د شهزاده سراى د صرافانو ټولنې د معلوماتو پر بنسټ، نن د يوه امريکايي ډالر ارزښت ٦٨، ٦٠ افغانۍ او د زرو کلدارو ارزښت ٦٤٠ افغانۍ دى.

د روانې مياشتې په څلورمه نېټه د يوه امريکايي ډالر ارزښت ٦٨،٣٥ افغانۍ او د زرو کلدارو ارزښت ٦٣٥ افغانۍ و.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement