د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

په نهو ولايتونو کې ٦٧ کيلومتره سړکونه کرېړ او پخېږي

په نهو ولايتونو کې ٦٧ کيلومتره سړکونه کرېړ او پخېږي

Sep 12, 2017 - 15:45

کابل (پژواک، ٢١ وږى ٩٦): د کليو پراختيا وزارت وايي چې د هېواد په نهو ولايتونو کې د شاوخوا ٥٢٢ ميليونه افغانيو په لګښت ٦٧ کيلومتره سړکونه کرېړ او پخېږي.

د کليو پراختيا وزير او د سړک جوړونې شرکتونو د استازو تر منځ نن (د وږې ٢١مه)د سړک جوړونې د ١٢پروژو تړونونه لاسليک شول چې په بشپړېدوسره به يې له ٢٠٠ډېر کلي سره ونښلول او له نيم ميليون ډېر کليوال به ترې په مستقيم ډول ګټه پورته کړي.

د کليو پراختيا وزير نصير احمد دراني وويل چې په دغو پروژو کې شاوخوا ٣٧ کيلومتره سړک پخولو او کانکرېټ، له څه باندې ٣٠ کيلومتره سړک بيا روغونه او کرېړ اچول او د ١٦٧متره پلونو جوړېدل شاملېږي.

هغه وويل چې د دغو پروژو ټول لګښت نږدې ٥٢٢ ميليونه افغانۍ کېږي او زياته يې کړه چې دغه پيسې د نړيوال بانک او د کليو پراختيا وزارت له خوا ورکول کېږي.

نوموړي زياته کړه چې دغه پروژې په څو راتلونکو ورځو کې په کابل، پروان، کاپيسا، سمنګان، فارياب، ننګرهار، غور، کندهار او جوزجان ولايتونو کې پېلېږي او له شپږو مياشتو تر يو کال پورې به بشپړې او ګټې اخيستنې ته وسپارل شي.

دراني وويل چې دغه پروژې به د ٢٦٥زره کسانو لپاره کار پيدا کړي او زياته يې کړه: "پر اقتصادي ارزښت سربېره چې د کرنې پر ودې، روغتيايي خدمتونو ته لاس رسى او مارکېټ موندل په کې شامل دي، شاوخوا ٢٢١ کلي به سره ونښلوي او د سلګونو زره کليوالو ستونزې به حل کړي."

د کليو پراختيا وزير له قراردادي شرکتونو وغوښتل چې د پروژو کار دې په معياري ډول او په ټاکلي وخت بشپړ کړي.

د ساختماني شرکتونو چارواکو ژمنه وکړه چې د پروژو کار به د سړک جوړونې له معيارونو سره سم او په ټاکلي وخت بشپړ کړي.

هغوى وويل چې شرکتونو يې په تېرو وختونو کې هم دا ډول پروژې په ښه کيفيت بشپړې او ګټې اخيستنې ته سپارلې دي او دغه پروژې به هم په تړون کې له شوو ژمنو سره سم عملي کړي.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement