د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د تېلو او سرو زرو بيې راټيټې شوې دي

د تېلو او سرو زرو بيې راټيټې شوې دي

Sep 16, 2017 - 16:25

کابل (پژواک، ٢٥ وږى ٩٦): کابل ښار کې نن د روانې مياشتې د ١٩ نېټې په پرتله د تېلو او سرو زرو بيې راټيټې شوې او پاتې نور توکي په خپل حال پاتې دي.

د کابل ښار د وزيراباد د تېلو ټانک کارکوونکي عبدالهادي پژواک خبري اژانس ته وويل، نن د تېرو اوو ورځو په پرتله د يوه ليتر ډېزل تېلو بيه له ٤٦ افغانۍ ٤٥ افغانۍ او د يوه ليتر پټرول تېلو بيه هم له ٤٦ افغانۍ ٤٥ افغانۍ ته راټيټه شوې ده.

هغه وويل، کابل کې د تېلو بيه د زياتو وارداتو له امله راټيټه شوې ده.

خو د اوبلن ګازو بيه له کوم بدلون پرته په خپل حالت پاتې ده.

د کابل ښار د تايمني څلورم سړک يوه ګاز پلورونکي احمد جاوېد وويل، نن د روانې مياشتې د ١٩ نېټې په څېر د يوه کيلوګرام اوبلن ګاز بيه ٦٥ افغانۍ ده.

د سرو زرو بيې هم راټيټې شوې دي.

د کابل ښار د تيمورشاهي واټ يوه زرګر حاجي فواد احمد صالحزاده وويل، نن د وږي مياشتې ١٩ نېټې په پرتله د ٧٩٠ عيار يوه ګرام عربي سرو زرو بيه له ٢٤٠٠ افغانۍ ٢٣٠٠ افغانۍ او د ٥٨٥ عيار يوه ګرام روسي سرو زرو بيه له ١٩٥٠ افغانۍ ١٨٥٠ افغانيو ته راټيټه شوې ده.

د هغه په وينا، د کابل ښار په بازارونو کې د سرو زرو بيې په نړيوالو بازارونو پورې تړلې دي.

خو د خوراکي توکو بيو بدلون نه دى کړى.

د کابل ښار د خوراکي توکو سوداګرو ټولنې مشر فضل الرحمن وويل، نن د تېرو اوو ورځو په څېر د ٢٤ کيلوګرامه لومړۍ درجه سېله وريجو عمده پلوربيه ١٨٥٠ افغانۍ، ٥٠ کيلوګرامه قزاقي اوړه ١١٦٠ افغانۍ، ١٦ ليتره خورشيد غوړي ١١٢٠ افغانۍ او ٤٩ کيلوګرامه پاکستانۍ بوره ١٩٢٠ افغانۍ ده.

د کابل ښار منډوي يوه چاى پلورونکي نوراحمد وويل، نن د تېرو اوو ورځو په څېر د يوه کيلوګرام شين اندونيزيايي چاى بيه ٢٨٠ افغانۍ او د يوه کيلوګرام تور افريقايي چاى بيه ٣٠٠ افغانۍ ده.

د يو شمېر خوراکي توکو پرچون پلوربيې له عمده پلوربيو سره په ځينو مواردو کې ډېر او په ځينو مواردو کې کم توپير لري.

د کابل ښار د دهن باغ يوه خوراکه پلورونکي احمدولي وويل، نن د پنځوس کيلوګرامه قزاقي اوړو بيه ١٢٢٠ افغانۍ، د ١٦ ليټره خورشيد غوړيو بيه ١٢٠٠ افغانۍ، د ٤٩ کيلوګرامه پاکستانۍ بورې بيه ٢٠٠٠ افغانۍ، ٢٤ کيلوګرامه لومړۍ درجه پاکستانۍ سېله وريجې ٢١٠٠ افغانۍ، يو کيلوګرام شين اندونيزيايي چاى ٣٠٠ افغانۍ او يو کيلوګرام تور افريقايي چاى ٣٥٠ افغانۍ دى.

د کابل ښار د شهزاده سراى د صرافانو ټولنې د معلوماتو پر بنسټ، نن د يوه امريکايي ډالر ارزښت ٦٨،٧٠ افغانۍ او د زرو کلدارو ارزښت ٦٤١ افغانۍ دى.

د روانې مياشتې په١٩ نېټه د يوه امريکايي ډالر ارزښت ٦٨،٦٠ افغانۍ او د زرو کلدارو ارزښت ٦٤٠ افغانۍ و.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement