د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

په تور زېړي اخته ځوان د خپلې درملنې د لګښت له امله سرګردانه دى

په تور زېړي اخته ځوان د خپلې درملنې د لګښت له امله سرګردانه دى

Sep 16, 2017 - 20:09

کابل (پژواک،٢٥وږى٩٦): د تور زېړي په سختې ناروغۍ اخته ځوان، له مياشتو مياشتو راهيسې له خپلې ځوانې مېرمنې سره يوځاى په پلازمېنه کې سخت کارونه کوي، خو وايي د خپلې درملنې د لګښت په ترلاسه کولو نه دى توانېدلى.

٢٥کلن سيدولي اوس له خپلې مېرمنې زرمينې سره يوځاى د کابل په دويمه ناحيه کې د "شاه دو شمشيره" جومات په څنګ کې د لارويانو بوټان رنګوي.

هغه چې ځان د لوګر اوسېدونکى  ګڼي، پژواک خبري اژانس ته يې وويل، درې مياشتې مخکې د کابل يوه روغتيايي مرکز معلومه کړه چې د تور زېړي پر ناروغۍ اخته شوى او که د خپلې درملنې لپاره ژر اقدام وکړي، د درملنې امکان يې شته دى.    

سيد ولي چې په څېره کې يې د ناروغۍ نښې ښکاره وې، په داسې حال کې چې په ډنګرو لاسونو يې د يوه مشتري بوټ رنګول، وويل، ډېره هڅه يې کړې ده چې د خپلې درملنې لپاره پيسې پيدا کړي؛ خو تر اوسه نه دى توانېدلى.

هغه زياته کړه: "څو مياشتې کېږي چې له مېرمنې سره مې کار کوم؛ د خلکو بوټان رنګوو او هره ورځ تر ٣٠٠ افغانيو عايد لرو؛ خو د خپلې درملنې د پيسو په ترلاسه کولو نه يم توانېدلى؛ ځکه دغه ټولې پيسې يې د کور د کرايې او لګښت کېږي."

دغه ناروغ ځوان په ځانګړې وېرې سره وويل، ښايي مېرمن يې هم د تور زېړي په ناروغۍ اخته شوې وي او بايد پوره پيسې ولري، چې هغه هم معاينه وکړي.

سيدولي وويل: "پر خپل غريبانه ژوند خوشاله يو؛ خو له خير غوښتونکو خلکو غواړم چې له موږ سره مرسته وکړي چې له ناروغۍ څخه خلاص شو."

د سيد ولي مېرمن، زرمينه چې ټول مخ او بدن يې په چادري کې پټ کړى و او د يوه بوټ رنګولو په حال کې وه، وويل چې هره ورځ تر لس ساعته ډېر کار کوي او د شپې هم د پښو او لاسونو د درد له امله ارامه خوب نه شي کولاى.

هغې له دې سره سره وويل چې تر اوسه يې چې هر څومره کار کړى، بسنه نه کوي او د خاوند د درملنې د اړتيا وړ لګښت نه لري.

په کابل کې په "لقمان حکيم" لابراتوار کې د ناروغيو پېژندلو متخصص ډاکټر علي روستا پژواک ته وويل چې د سيد ولي ترسره شوې ازموينې ښيي چې هغه په تور زېړي (هپاتيت سي) اخته دى.

دغه ناروغي له دې امله چې ځينې مهال تر وروستي پړاو پورې يې هېڅ نښه نه ښکاري، د "ارامه وژونکي" په نوم هم يادېږي. هپاتيت يا د ځيګر پړسوب پر پنځو ډولو A، B، C، D او E ويشل کېږي. د بي او سي ډول يې د تور زېړي په نوم هم پېژندل کېږي. دا ډول هپاتيت د ځيګر د سرطان او د ځيګر سيروز لامل هم کېږي.

ياد شوي ډاکټر وويل، د دغه ځوان ناروغي په لومړني پړاو کې ده او که چېرې يې لګښت پرې کړي، د درملنې وړ ده.

د ابن سينا دولتي روغتون مشر ډاکټر امير پادشاه منګل وويل چې تر اوسه پورې په دقيق ډول نه  پوهېږي چې د دغه ځوان ناروغي په کومه کچه ده؛ خو که په لومړنيو پړاوونو کې وي، په کابل کې يې د درملنې امکان شته دى.

هغه په ډاګه کړه، که ناروغۍ پرمختګ کړى وي او د ناروغ ځيګر تخريب شوى وي، د درملنې کم احتمال لري.

ده زياته کړه، د دغې ناروغۍ د درملنې لپاره پر نورو لګښتونو سربېره، تر شپږو مياشتو پورې، هره مياشت د تور زېړي يو واکسين چې ٢٥٠٠ افغانۍ بيه لري، پر ناروغ تطبيقېږي.

نښه: 

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement