د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

څلور پوليس او شپږ ولسي پاڅونوال له طالبانو سره يو ځاى شوي

څلور پوليس او شپږ ولسي پاڅونوال له طالبانو سره يو ځاى شوي

Sep 18, 2017 - 11:08

ميمنه (پژواک، ٢٧ وږى ٩٦): د فارياب ولايت سيمه ييز چارواکي وايي چې لس دولتي ځواکونه چې څلور پوليس او شپږ ولسي پاڅونوال په کې شامل دي، په قيصار او پښتونکوټ ولسواليو کې له طالبانو سره يو ځاى شوي دي.

د قيصار ولسوال رحمت الله قيصاري وايي چې د امنيې قوماندانۍ اړوند څلور پوليس پرون مازديګر په بوره غن سيمه کې له خپلو وسلو سره له طالبانو سره يو ځاى شوي دي.

قيصاري وويل چې له طالبانو سره د يو ځاى شوو پوليسو له ډلې درې کسان په خپلو کې وروڼه دي.

په ورته وخت کې د ولسي پاڅونوالو يو قوماندان هم له خپلو پنځو کسانو سره وړمه شپه په پښتونکوټ ولسوالۍ کې له طالبانو سره يو ځاى شوى دى.

د پښتونکوټ ولسوالۍ سرپرست عبدالرحيم ازبيک اوغلى هم د دغه خبر پخلى وکړ.

د پښتونکوټ ولسوالۍ د ولسي پاڅونوالو يوه قوماندان محمد نعيم وايي چې قوماندان محب الله تېره شپه له خپلو پنځو ملګرو او اته ميله وسلې سره په تحت زغن سيمه کې له طالبانو سره يو ځاى شو.

هغه وويل چې تحت زغن سيمه دوې ورځې وړاندې د طالبانو له لوري ونيول شوه، خو قوماندان محب الله تېره شپه طالب قوماندان ملا قوت الله په دې سيمه کې خپل کور ته را بللى و او په خپلو کې يې ناسته درلوده.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement