د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

کندهار کې ځانګړو ځواکونو ۱۴ وسله وال او درې ملکي وګړي وژلي

کندهار کې ځانګړو ځواکونو ۱۴ وسله وال او درې ملکي وګړي وژلي

Sep 19, 2017 - 13:56

کندهار (پژواک، ۲۸ وږی ۹۶): د کندهار د غورک او خاکرېز ولسوالیو تر منځ سیمو کې افغان ځانګړو ځواکونو عملیات کړي چې د وسله والو تر څنګ په کې ملکي وګړي هم وژل شوي دي.

دغه عملیات تېره شپه لس بجې د لالک او زرک په سیمو کې شوي دي.

د کندهار د امنیې قوماندانۍ ویاند ضیا دراني د وږي په ٢٨مه پژواک خبري اژانس ته وویل، په دغو عملیاتو کې له افغان ځانګړو ځمکنیو ځواکونو سره هوايي ځواک هم مرسته کوله، خو د هوايي ځواک اقدام ته اړتیا نه ده پېښه شوې.

ده زیاته کړه، د عملیاتو په پایله کې د ۱۴ وسله والو تر څنګ درې ملکي وګړي چې وسله والو ترې د سپر په توګه ګټه پورته کوله، هم وژل شوي دي.

په دغو عملیاتو کې ۸ وسله وال ژوندي نیول شوي چې د دراني په خبره پلټنې ورڅخه پیل شوې دي.

دی وايي، د عملیاتو پر مهال دوه سراچه موټر، ۳۵ موټرسایکلونه او یو شمېر وسلې هم نیول شوي دي.

دراني وویل، په دغو سیمو کې وسله والو تل د خلکو له کورونو پر امنیتي ځواکونو بریدونه ترسره کول.

د سیمې خلکو په ټيلېفوني اړیکو کې پژواک خبري اژانس ته وویل، یو شمېر ملکي وګړو د عملیاتو پر مهال د تېښتې هڅه کوله چې د دواړو لورو تر منځ په جګړه کې وژل شوي دي.

په دې عملیاتو کې امنیتي ځواکونو ته زیان نه دی اوښتی.

طالب وياند ذبيح الله مجاهد ويلي چې په يادو عملياتو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

هغه ادعا وکړه چې ځانګړو ځواکونو د خلکو کورونه او موټر هم سوځولي دي.

څو ورځې وړاندې د کندهار په شاولیکوټ ولسوالۍ کې هم د یوه هوايي برید په پایله کې د څلورو قومندانانو په ګډون ۳۵ وسله وال وژل شوي وو.

د کندهار په شمالي ولسوالیو کې چې هلمند او ارزوګان ولایتونو ته څېرمه پرتې دي، له هغه وروسته عملیات پیل شوي چې د وسله والو له خوا د شپې له پلوه د امنیتي ځواکونو پر پوستو بریدونه ډېر شول.

د دغو عملیاتو په اړه د کندهار امنیه قوماندان جنرال عبدالرارق وايي، افغان ځواکونو د دغه ولایت په هغو ولسوالیو کې عملیات پیل کړي چې هلمند او ارزوګان ته څېرمه پرتې دي او د وسله والو ډلو فعالیتونه په کې ډېر شوي دي

دی زیاتوي، له نوو پیل شوو عملیاتو سره به نه یوازې د دغو ولسوالیو امنیت خوندي شي، بلکې د هلمند، اروزګان او زابل ولایتونو امنیت به هم ښه شي.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement