د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

طالبانو په کندوز کې د شپې له مخې د مخابراتي شبکو فعالیت بند کړی

طالبانو په کندوز کې د شپې له مخې د مخابراتي شبکو فعالیت بند کړی

Sep 20, 2017 - 16:33

کندوز ښار (پژواک، ٢٩ وږى ٩٦): د کندوز سيمه ييز چارواکي وايي چې وسله والو طالبانو مخابراتي شبکې اړ کړې دي چې د شپې له مخې خپل فعاليت بند کړي او دغه موضوع طالبان هم تاييدوي.

د کندوز يوې امنيتي سرچينې د نوم نه ښودو په شرط د وږي په ٢٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې له تېرو دوو شپو راهيسې د طالبانو له دستور سره سم، مخابراتي شبکو د شپې له لوري خپل فعاليتونه بند کړي دي.

د هغه د معلوماتو له مخې، د ماښام له شپږو د سهار تر شپږو بجو پورې د مخابراتي شبکو فعاليت بند وي چې له امله يې خلک له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

هغه زياته کړه: ((طالبانو دغه کار ځکه کړى څو امنيتي ځواکونه د شپې له مخې عمليات ترسره نه کړي.))

بل لور ته د کندوز اوسېدونکي هم دغه موضوع تاييدوي.

د کندوز ښار اوسېدونکي شېرين اغا پژواک ته وويل: ((زه د يوې شبکې له سيمکارت څخه استفاده کوم، د شپې له مخې سيمکارت مې غير فعالېږي، نو موږ نه شو کولاى چې له خپلو دوستانو سره اړيکې ونيسو چې دا زموږ لپاره يو لوى مشکل دى.))

د کندوز ښار بل اوسېدونکي غلام صديق پژواک ته وويل چې له سلام مخابراتي شبکې پرته نورې شبکې کار نه کوي.

هغه وايي چې اړوند چارواکي بايد هر څه ژر دغه ستونزه هواره کړي؛ ځکه خلک له لوى مشکل سره مخ دي.

دغه راز د کندوز امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالحميد حميدي د يادې موضوع په اړه پژواک ته وويل چې د شپې له مخې د مخابراتي شبکو فعاليت بند وي.

هغه په دې اړه چې د مخابراتي شبکو فعاليت طالبانو بند کړى وويل: ((په دې اړه معلومات نه لرم.))

خو قوماندان وويل چې دغه موضوع د دوى تر څېړنې لاندې ده او ډېر ژر به د حل يوه لار ورته پيدا کړي.

د اړوندې موضوع په اړه د يوې مخابراتي شبکې يو مسوول د نوم نه ښودلو په شرط پژواک ته وويل: ((د دې لپاره چې موږ ته امنيتي ستونزې پيدا نه شي د شپې له مخې په کندوز کې خپل فعاليتونه بند وو.))

هغه د نورو جزئياتو له ورکولو ډډه وکړه.

بل لور ته طالبان بيا دغه موضوع تاييدوي.

د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد پژواک ته وويل چې په کندوز کې د مخابراتي شبکو فعاليت د طالبان له لوري بند شوى دى.

د مجاهد په وينا، د دې لپاره چې امنيتي ځواکونه د شپې له مخې په عملياتو کې د دې شبکو له سيمکارتونو څخه استفاده کوي، نو ځکه يې طالبانو فعاليت بند کړى دى.

د يادونې ده، تر دې وړاندې هم طالبانو په ځينو نورو ولايتونو کې د مخابراتي شبکو فعاليتونه بند کړي وو خو تر يوې مودې وروسته يې بېرته فعاليتونه پيل شوي دي.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement